اکرم او سارا/ څوارلسم څپرکی

 
اکرم د وعدی سره سم د سيد جما الدين د زيارت په لور، روان شو، خوشحاله و چې هلته به خپله سارا ومومی، د حال نه يی خبر شی، دزړه خواله به ورسره وکړی او ورځ به يی ښه تيره شی.  اکرم لا د سيد جما الدين زيارت ته نه و رسيدلی چې سترګو يی سارا لټوله، خوداسی معلوميدل، چېسارا نورصحرايی شویوی او د صحرا په لورکوچيدلی وی. اکرم د زيارت خواته کښيناست او د سارا لاره يی څارله. لس دقيقی، شل دقيقی، نيم ساعت، يو ساعت، له وخته تيرشوه، خو دسارا پته نه معلوميده، د اکرم سودا هم ورو، ورو، زياتيده خو هيڅ نه پوهيده. اکرم فکرکاوه چی کيدای شی ميلمانه ورته راغلی وی، کيدای شی فرصت يی نه وی ميندلی، کيدای شی پلار يی کوروی، کيدای شی ناروغه وی. په داسی حال کی چی اکرم لکه يو بی روحه جسم سترګی يی د سارالاری ته بی حرکته پاته وی، د خيالونو په ټال کی لاهو شو. شيطانی وسوسو يي په زړه کی ځای ونيو. اکرم ټوله ورځ په انتظار تيره کړه، لمری د غره په څوکه پريوت، ملا د ما ښام اذان وکړ، د اکرم سترګی د سارا په لور څلورشویوی، خو سارا معلومه نه شوه. اکرم په دی نه پوهيده چېسارا د اکرم نه په سل هاوو کيلومتره ليری تللی ده.
اکرم په ماتو بندو د ځايه پاڅيد، نه پوهيده کوم پلو لاړشی، بيله ارادی يی پښي د سارا د کور په لور وخوځيدی، اکرم د ساراد مينی په تور کی داسی راګير و چې دخلاصون لاره يی هيڅ نه وه، دنړۍسره يی مخالفت او مقاومت کولای شو، خو بيله سارا نه د اکرم ژوند نا ممکن و. اکرم د پوهنتون نه بيا تر دريمی کارتی پوری لاره يوازی په څو دقيقو کی پريکړی، د خيالونو د ټال سره د سارا دروازی ته تم شو. ډبره يی د ځمکی نه واخستل، زنګ يی د ياده وتلی و، په زوره، زوره يی دروازی تهيو څو ډبه ورکړه، خوهيچا دروازه خلاصه نه کړه، اکرم پسله څو ثانيی انتظار نه بيا هم په زوره دروازه و ټکول، دا ځلی د سارا دکور ګاونډی را ووت، ويی ويل: وروره زنګ ته فشار ورکړه، اکرم چې تر دی دمه يی زنګ د ياده وتی و، خړشو، ويی ويل، وبخښه وروره بيخی می د ياده وتی و چې دلته هم زنګ شته.
زنګ ته يی فشار ورکړ او منتظر پاته شو. لايو څو ثانيی نه وی تيری چې دروازه خلاصه شوه او يو زلمی په دروازه کی ظاهرشو.
د اکرم سلام د ياده وتی و، سمدلاسه يی وويل: سارا!!
مقابل لوری ځواب ورکړ، سارا! داڅوک ده،  وروره څوک دی په کار دی؟
اکرم وويل سارا می په کار ده، هغه کور ده؟
مقابل لوری وويل: وروره، زه خو سارا مارا نه پيژنم، خو فکر کوم ته د کور د خاوند په اړه فکر کوی.
اکرم ددی خبری په اوريدو حک حيران شو، ويی ويل: مګردا د سارا دوی کور نه دی؟
مقابل لوری: نه وروره، موږ خو يوازی دری ورځی مخکی دلته راغلی يو او کور مو په کرايه اخيستی دی.
اکرم ددی خبری په اوريدو سره پرځای ميخ شو، د ويلو لپاره يی څه نه لرل، زياته يی کړه، ښه نو ته نه پوهيږی چی هغوی چيری تللی دی؟
مقابل لوری: پوره معلومات خو نلرم، خو دومره پوه يم چې د کابل نه يی کډه کړيده، او چيری و کوم ولايت ته تللی دی.
اکرم دومره ځان بايللیو چی دخدای په امانی يی هم ونکړه، او بيله دی چې څه ووايی مخ يی د ليليی پر لور واړاوه، روان شو.
اکرم په ماتو او ګوډو بندو د ليليی په لور، روان شو، پښو يی ورسره ملګرتيا نه کول، فکر يی سرګرادن و، دساراپه اړه يی فکرکاوه، دځانه سره يی ويل: د مينی سرحد همداسی وی، غريبه سارا به اوس چيری وی، کوم ښارکی به سرګردانه وی، ايا روغه به وی. اکرم په وار، وار په دی وطن، په دی ژوند، په دی فرهنګ بد وويل. مخ يی اسمان ته واړاوه، ستوری په اسمان کی راښکاره شویوه، د اکرم دياده وتی وه چی په موتر کی لاړشی، همداسی سرګردانه د ليونی په څير د جادی په منځ کی روان و، کله کله به د موټر ارنګ هغه د فکرونو د ټال نه وايست او د پياده رو ته به يی وليږه، خو دی حالت دومره دوام نه کاوه، اکرم به دوباره د جادی منځته ورودانګل.
 اکرم مخ د اسمان لوری ته ونيو، داسی يی وويل: لويه خدايه! ماته د کوم عمل سزا راکوی، د ماشومتوب نه دی د غمونو سلسلی راسره مل کړيدی، يوه ستونزه لا ختمه نه وی چی بله راته شروع کوی، ايا زه خو به دی دغم په ورځ نه يم زيږولی.
اکرم نا وخته ليليی ته ورسيد، ډوډۍ خلاصه شويوه، کوټی ته لاړ او سترګی يی په سليم چې پسله دوه کاله تاجيل نه څو ورځی مخکی و پوهنتون ته راستون  او د اکرم سره يو ځای شوی و، ولګيدی، سليم ورته وويل:
خيريت و څنګه بيا ناوخته راغلی؟
اکرم: هيڅ همداسی ديوه ملګری سره می و ځنډيدم.
سليم پوهيده چې اکرم خو بل ملګری نه لری، مسکی شو، ويی ويل: سمه ده ډوډۍ می درته ساتلی ده.
اکرم: مننه، چی رښتيا ووايم موړ يم او د لوږی احساس نه کوم.
اکرم جامی بدلی کړی، خپل کټ ته وخوت او د سارا د غمونو او فکرونو سره يو ځای شو، خوب يی د سترګو والوت، نه پوهيده، سارا به په کومه صحرا کی وی، په کوم حالت کی به وی، د هغی ظالم پلار، ظالمی زمانی او د ټولنی و فرهنګ ته يی نا دودی ويلی. اکرم ترسهاره سترګه پټه نکړه، بس شپه يی د سارا د غمونو سره سبا کړه خو د حل لاره يی و نه شوه ميندلای.
د سارا غمونه د اکرم د ژوند ملګری شول، ورځييی په کال بدلی شوی، د اکرم خوب او خوراک ورک شو، رنګ يی د نارنج په شان ژړ شو، ږيره او سريی ببر وه، فکر يی سم کار نه کاوه. نه خو يی سارا هيرولای شوه او نه يی هم خپلولای شوه. پسله ډيرو ورځو سوچونه اکرم تصميم ونيو: د لنډ وخت لپاره سارا هيره کړی، خپل درسونو ته پاملرنه وکړی، خو ساراته انتظار وباسی، اکرم پخپله مينه باوردرلود او په دی ډاډه و چېيوه ورځ به خامخا وساراته رسيږی.
اکرم سره ددی چې د سارا غمونه يی ملګری او نه شوای هيرولای، د پنځم کال په اخر کی يی د هر کال په شان سل، سل نمري واخيستی. او بيايی دا وړی په رخصتی کی و سختو اوشاقه کاروته ملاوتړل ترڅو خپل د ورستی کال لپاره روپۍټولی کړی. شاقه او فزيکی کارونه ددی سبب شوه ترڅو د اکرم د جدايی غمونه لږ راکم کړی.
د شپږم او وروستی کال وروستی سمستر دی او اکرم په ټول قووت سره هلی ځلی کولی، تر څو په صنف کی خپل موقف وساتی. دادی اوس هغه وخت ليری نه دی چې د اکرم د ماشومتوب خوبونه پوره شی، اوس نو په دی کی شک نشته چې ډير ژر به اکرم يو ښه طبيب شی.
پسله کلونو دادی يو ځل بيا د اکرم په دننه کی د مور او پلار د ليدو تنده زياتيدله، اکرم غوښتل چی د فراغت پر مهال يی مور او پلار خواکی وی او ووينی چې ديوه کليوال بزګر زوی څرنګه په يوه ښه طبيب بدليدلای شی. کلونه تير شویوه چېاکرم د مور او پلار نه ليک نه و ترلاسه کړی، کره احوال يی هم نه درلود، جګړی په کلی کی ډير خرابی کړی وی، اکرم د ډيرو زلميانو لست درلود چی په جګړه کی يی خپل ژوند دلاسه ورکړی وو، خو اکرم دی ته خوښ و چې لايی مور او پلار ژوندي وو.
يوه ورځ په داسی حال کی چې په ليليه کی په درس بوخت و، ملازم راغی او ورته ويی  ويل چی په دروازه کييی څوک پوښتنه کوی، اکرم حيران پاته و، دالومړی ځل و چې پسله شپږو کلونو څوک د اکرم پوښتنه ته راغلی و. اکرم د دروازی په لور ور روان شو، او پر لاره يی سوچ کاوه، د ځانه سره يی ويل: اکرمه، ته خو په نړۍکی هيڅوک نلری، په دا شپږ کاله دی چا پوښتنه ونکړه، دالومړی ځل دی چی څوک ستا پوښتنی ته راغلی دی، اکرم دی پوښتنوته ځواب نه شو ميندلای، کله به يی پلارپه ذهن کی راوګرځيد، بيا به يی ويل: نه دا، امکان نلری، زما پلار خو په سختی سره  د ولسوالۍ ښارګوټی مينده، نن به کابل کی د خپل زوی پوښتنه کوی. نه نه، دا، امکان نلری.  دهمدی خيالوسره اکرم د ليليی دروازی ته ورسيد، شاوخوا يی وليدل، او ناببره يی سترګی پرخپل بوډا پلار چی  زمانی ډير زورولی و، دزوی د ليروالی غم يی د ملا  تير کوږ کړی واو د سترګو ليد يی د لاسه ورکړی و، ولګيدی.
اکرم د پلار په ليدلو و غوړيد، ټول غمونه يی دياده ووتل، ماشومتوب او زلميتوب يی ورپه زړه شوی، منډه يی واخستل، پلار ته يی غاړی ورکړی، ددواړو پرمخ د اوښکو سيل روان و، د ليليی ملازمين او محصلين د زوی او پلار په ننداره راټول وو، خو زوی او پلار داسی ديو اوبل په ليد کی غرق وه چی هيڅوک يی نشوالی ليدلای.
اکرم او پلاريوه شيبه ښه سره وژړل، بيا اکرم د پلار لاس ونيواو سره ددی چې پوهيده چې په ليليه کی بيله محصلينو بل چاته د داخليدو اجازه نشته، دځان سره يی ليليی ته يووړ، د ليليی اداری هم په دی خاطر چې د اکرم و لوړشخصيت ته په خاص احترام قايل وه، هغه ته د داخليدو او اوسيدو اجازه ورکړه.
زوی او پلار دواړه اطاق ته ولاړل، هلته اکرم د پلار نه لومړی د مور، ترور، ترورزيانو ا وکليوالو د حال پوښتنی وکړی او د هريوه د حال نه يی بيل بيل ځان خبراوه، پلار يی وزوی ته د کلی او بيا په کلی کی د جګړی  کيسی کولی. د کلی کيسی خورا ترخی او دردونکی وی، اکرم د خپل کلی او کليوالو په بده ورځ سخت درديده، خو څه به يی کړای وای، د جګړی د ختمولو توان يی نه لاره.
د اکرم د پلار سترګی د اکرم په ليدو روښانه شوی، خپله له لاسه ورکړی انرژی يی بيا ومينده، مخ يی زوی ته واړاوه او ويی ويل: زويه د ښادی دی ستا سبق شی، څومره ډير کلونه تيرشوه، اوس وايه چی ته به څه وخت ملاکيږی.
مخکی له دی چې اکرم پلار ته ځواب ورکړی، سليم نوبت ونيوه او ويی ويل: کاکا، بس دوی مياشتی لاکمی دی چې اکرم ته لنګوټه وروتړو،  زياته يی کړه، کاکا بل ځل چې راځی نو بيا د خيره سره ملا صاحب په جومات کی لټوه.
د اکرم پلار: زويه پوه نه شوم؟
سليم: کا کا دوه مياشتی وروسته به د خيره سره اکرم جان په روغتون کی پيداکړی، لوی طبيب به وی انشا الله.
د اکرم پلار ددی خبری په اوريدو سره ډير خوشحاله شو.
د ماښام د ډوډۍ نه وروسته اکرم د پلار نه پوښتنه وکړه: ښه نواوس راته د کلی کيسی وکړه،  وايه څوک کړه او څوک ژوندی  وه؟
د اکرم پلار د کلی کيسه داسی شروع کړه:
زويه د کلی پوښتنه مه کوه، دکلی نه اوس يوازی تش نوم پاته دی، د زرغون اکا کورنی ټوله ختمه شوه، يوزوی خويه په جګړه کی مړشو،  دوه نوريی په ماين باندی برابرشول، او پخپله د زامنو د غمه زاره چاودی شو. دوه کاله مخکی پر جومات بم ولويده، د جومات ملا کی د منځه ولاړ. جنګجويانو د ښوونځی نه نظامی هډه جوړه کړيده، ښوونکی او زده کونکی ډير ووژل شول. ځمکی د ماينونو په کروندی بدلی شويدی، ډير کليوال د کلی نه مهاجرشوه او کلی د ګيدړو اوشغالانو په ځاله بدل شو. يوازی يوڅو مجبوره، بی لاسه او بی پښو کسان په کلی کی پاته دی او بس. اکرم ددی کيسو په اوريدلو ډير ودرديد، خو څه يی نه شوای کولای، د پلار د هری خبری په ځواب کی به يی يو سوړ اسويلی وايست، او بيا به يی چک، چک وکړ.
اکرم او پلار يی د شپی تر ناوخته پوری د کلی کيسی وکړی او بيا نا وخته دواړو استراحت وکړ، سهار دواړه زوی او پلار په وخت د خوبه پاڅيدل، اودس او لمونځ يی اداکړل، سليم چايی اماده کړیوی، زوی او پلار چايی نوشی جان کړی او بيا اکرم د پوهنتون په لور، روان شو.
پسله ډير وخته اکرم په صنف کی تازه ښکاريده او داسی معلو ميده لکه چې  د سارا غمونه يی هير کړیوی، خو دا تازه ګی ډير دوام نه درولود او اصلی علت يی هم د اکرم د پلار موجوديت و.
اکرم په داسی حال کی چې دری ورځی وروسته يی پلارته د کلی په لور رخصت ورکاوه ، پلار ته يی داسی وويل:
دری مياشتی وروسته دخيرسره، د کلی سره د خدای په امانی وکړی، اوکډه د کلی نه رابارکړی.
د اکرم پلار لومړی داخبره نه منل، داورته ګران وه چې خپل مړی مسافرکړی، خو د زوی ليروالی ورته له دی نه هم ګرانو، بالاخره يی د اکرم خبره ومنله، اکرم د پلار لاسونه ښکل کړه او د کلی په لوريی رخصت کی. د اکرم پلار د ډيری خوشحالی نه په جامو کی نه ځاييده، تلوار يی کاوه، چې هرڅه ژر کلی ته ورسيږی او بيا د زوی احوال خپل ميرمنی ته ورسوی.
اکرم په داسی حال کی چې د وروستی ازموينی لپار اماده ګی نيول، خپل د راتلونکی په هکله يی فکر کاوه، اکرم ته اوس دا هيله هم ژوندی شويوه، تر څو  پخپل ځوانی کی د مور او پلار د سپين ږيرتوب د لاس لکړه شی. سره ددی چې اکرم تر ډيره بريده کوښښ کاوه چی سارا، دياده وباسی، خو دا ورته سخته وه. اکرم فکرکاوه، چې سارا به حتما يا په جبر يا په رضا واده کړیوی او بايد هيره يی کړی، خو دا کار د اکرم لپاره خوراستونزمن و. ددی ټولو سره سره اکرم مصمم و چې دعمر تر پايه به واده نه کوی.
اکرم وروستی ازموينه په بری سره پای ته ورسول، د ديپلوم نه يی دفاع وکړه او د کابل په يوه روغتون کی په دنده وګمارل شو، اکرم خپل د دندی پته د ليليی و ملازم ته ورکړه، دليليی سره يی د تل دپاره خدای په امانی وکړه، يو ساده کوريی په کرايه ونيو، او دمور اوپلار و راتګ ته انتظار ايسته.
 
څو ورځی او هفتی تيری شوی، او اکرم به هره ورځی د کار په ختم کی يو ځل و ليليی ته د مور اوپلار د احوال دنيولو د پاره ورتی. خو هره ورځ به يی منفی ځواب ترلاسه کاوه.
يوه ورځ په داسی حال کی چې اکرم د کورپه نيت د روغتون څخه ووت، سترګی يی د ليليی پر ملازم چې د روغتون مخی ته انتظار و، ولګيدی. اکرم خوشحاله شو، فکر يی وکړ چې مور او پلاريی راغلی دی، هر لوری ته يی نظر وځغلاوه، خو مور او پلاريی نه ښکاريدل. ملازم د اکرم خواته راغی او دسلام تر ويلو ورسته يی وويل: ډاکټر صاحب سترګی دی روښانه مور او پلار دی راغلی دی. اکرم حيران شو، يو ځل بيا يی شاوخوا وکتل، ويی ويل: چيری دی؟
ملازم: صاحبه دلته می نه دی راوستی، راسا می کورته يووړل.
اکرم فکر وکړ، چې کور خو تړلی و، هسی نه چی ملازم ادرس غلط کړیوی، سمدلاسه يی وويل: ولی کور خو تړلی و؟
ملازم: هو، پوه شوم، خو هغوی می د ګاونډی کورته يووړل او بيا په تا پسی راغلم.
اکرم ددی خبری په اوريدو سخت خوښ و، لاس يی په جيب کی کړ، يو سل ګون نوټ يی  ملازم ته ورکړ، ويی ويل: اکا خدای دی اجر درکړی. اکرم سمدلاسه يو تکسی ودراوه او ځان يی کورته ورساوه، لومړی يی د کور ورپرانيست، وروسته  يی د ګاونډي ور و ټکاوه او منتظر پاته شو، يوه شيبه وروسته، د ګاونډی زوی په وره کی ښکاره شو، اکرم د ګاونډی زوی ته وويل: شاباش زړګيه، هغه ميلمانه زموږ کورته راوله.
يوه شيبه وروسته د اکرم مور او پلار د ګاونډی د کورنه راووتل، د اکرم کور(خپل د کور) ته داخل شوه، اکرم په دی پوهيده چېدموراوپلار په ليدو خپل کنترول دلاسه ورکوی، ځکه يی د دروازی شاته انتظار ايسته. اکرم پسله ډيرو کلو خپله مور، خپله د ماشومتوب ملګری او همرازه، خپله همدرده او غم شريکه په داسی حال کی وليدل، چې سترګيی د زوی د غمه د ړنديدو په حال کی وی، اکرم مورته غيږ ورکړه، ددواړو پر مخ د اوښکو سيللاره کړیوه، د اکرم د مور ژړا ورو، ورو لوړه شوه، او په ژړا کی يی وويل: موردی بلا واخلی، زه خو دی له غمه ړنده شوم، د اکرم سر يی په سينی پوری ټينګ کړ،غوښتل يی ترڅو د عمرونو دديدن تنده ماته کړی، يوه شيبه يی زوی همداسی په غيږه کی ټينګ نيولی و، د غيږی يی خوشی کړ، څو څو ځلی يی پر دواړه خواوو ښکل کړ، ويی ويل: زويه! دلته ودريږه، غواړم درنه وګرځم، اکرم هرڅه کوښښ يی کاوه چې مورکنټرول کړی، خو موريی قسم  کړي و  چې خامخا به د زوی بلا اخلی، د اکرم موراووه ځلی د اکرم نه وګرځيده او پخپل ګمان د زوی د بلا په نخره کی ودريده.
په داسی حال کی چې د اکرم مور د زوی نه تاويده، د اکرم اوښکی د سيل په څير روانی وی، ماشومتوب يی ورپه زړه شوی و، خو د اکرم پلار بيا د مور اوزوی د مينی ننداره کول.
د اکرم خوبونه يو په بل پسی رښتيا کيدل، ښوونځی او پوهنتون يی بشپړ کړه او دادي اوس يو ستر طبيب دی، خپل ورک مور او پلار يی وميندل، لنډه د ا چې اوس اکرم يوازی يوه بله هيله لری او هغه د سارا ميندل دی. خواکرم په دی نه پوهيده، چی کله، چيری او څنګه به سارا پيداکړی.