پاکستان هم کرل کړي، هم رېبل

 
د پاکستان جغرافیوي موقعیت چې یوې خوا یې  ازلي دښمن هند موقعیت لري د خپل هیواد بقا دپاره ځان اړ ګڼې چې خپل شمال لویدیځ ګاونډی هیواد افغانستان تل ناآمنه وساتي او یا په کې داسې حکومت جوړ کړي چې د پاکستان ګټو ته ژمن او د اړتیا په صورت کې کچیرې هند پر پاکستان یرغل کوي د پاکستان په پلوي جنګ میدان ته ودانګي.
کله چې پخواني شوري اتحاد ګرمو اوبو ته د رسیدو پلان جوړ کړ، پاکستان همدې پلان سره سم په افغانستان کې د اشخاصو په لټه کې وو چې وخت سره سم یې اووه جهادي حزبونه جوړ کړل، د آمریکا او عربي نړی په مرسته یې د مجاهدینو په مټ شوروي اتحاد دړې وړې کړ.
شوروي اتحاد له پاشل کیدو څخه امریکا هم ګټه پورته کړه او په نړی کې بې سیاله یو زبر ځواک په توګه رامینځته شوه، نړیوال اقتصادي نظام یې په لاس کې ونیو او هم یې په خلیجې ملکونو باندې چې نفتي توکو بډایه ذخیرې لري خیټه واچوله او د همدغو نفتو په واسطه نړی هر ګوټ کې خپل نظامي شتون ته دوام ورکوي.
د امریکا ګټو ترڅنګ پاکستان هم خپل اهداف ترلاسه کړل، د خپل ګاونډي هیواد ( افغانستان) تاریخي اردو چې هغه وخت کې په سیمه کې یې سارۍ نه درلود  په خپله افغانانو په وسیله چې اووه حزبونه یې ترې جوړ کړي وو له مینځه یووړه چې دې کار سره  یې د ډیورنډ کرښې او د کنړ اوبو څخه ځان ډاډه کړ، همدې ډلو باندې یې افغانستان وران کړ او کور په کور یې دښمني جوړه کړه.
خپل تازه دمه کورنی اقتصاد یې د افغانانو په نوم راتلونکو مرستو له غلا کولو څخه دومره قوي کړ چې ان تر آتوم بم پورې ورسیدل.
خو کله چې ځینو جهادي ډلو په ځانګړي ډول شمالي ټلوالې یو ځل بیا روسیې او هندوستان هیواد سره اړیکې جوړې کړې چې دا کار پاکستان خپل راتلونکې پلان ته چې افغانستان باید د پاکستان پنځمه صوبه یا ایالت وګرځي خطر احساس وکړ او هغه په خپل کرل شوي حزبونو ریبلو دپاره د امریکااو انګلیس په مرسته  یې د طالبانو په نوم تحریک په داسې حال کې  رامینځته کړ چې د ظلم انتها وه ، جګړه کور په کور ، غلا او چور اوج ته رسیدلي و.
بې له شکه چې طالبانو په قطارونو کې پاک خلک چې هدف یې یوازې د هیواد ژغورل او چور چپاول له مینځه وړل و هم شتون درلود خو بدبختانه چې ددوی پاکو ارادو څخه ناسمه ګټه واخیستل شوه ، د طالب په جامه د پاکستان استخباراتی شبکې غړو د افغانستان قانوني رئیس جمهور مرحوم ډاکټر نجیب الله په کابل کې  ډیورنډ کرښې نه لاسلیک کولو په صورت کې وواژه او پړه یې په طالبانو تحریک واچوله.
خو کله چې بیا هم د پاکستان د ملي ګټو موضوع په ۲۰۰۱ کال د سپتمبر یوولسمې نیټې پیښې واقع کیدو سره مینځته راغله هغه ډله چې دوی خپل ښی لاس او افغانستان یې ددوی حکومت په وخت کې خپله صوبه ګڼله او هم یې د پنځمې صوبې دپاره ورته بودیجه ځانګړې کوله یو ځل بیا همغې ډلې د له مینځه وړلو دپاره یې خپله خاوره او فضاء د آمریکا او ملګرو په واک کې ورکړه .
هم یې امریکا او نړیوالو سره اړیکې پاللې او هم یې د طالبانو تحریک یو شمیر غړي چې دوی ته ډیر وفادار وو پاکستان نظامي ښارګوټو کې وساتل او لا یې ساتي .
د پخواني ولمسمشر حامد کرزي تازه دمه حکومت سره یې اړیکې هم په نازک تار تړلې وې او تل یې د طالبانو په ملاتړ کولو سره د افغانستان سوله او ثبات ګواښولو، تر څو افغان حکومت تر فشار لاندې وساتي او خپلو موخو ته ځان ورسوي .
پخواني ولسمشر یوویشت ځله پاکستان څخه لیدنه وکړه خو هر ځل ناامیده شوې ان تر دې چې کله کله به یې خبرې تر لفظي شخړو هم ورسیدې.
خو د نوي ملي یووالي حکومت راتګ سره د آشرف غني زیات پام پر پاکستان و تر څو هغه ستړې هیلې چې پاکستان ګواکې افغانستان سولې بهیر کې صادقانه مرسته وکړی او افغانستان کې تل پاتې سوله راشي هم نتیجه ورنکړه او خبره بیا تر لفظي شخړو او پر یو بل تور لګولو ته ورسیده .
دم مهال چې د دواړو هیوادونو اړیکې په نشتون حساب دي او د افغانستان حکومت لخوا ملګرو ملتونو غونډې کې د پاکستان اړوند شکایت وشو او هم د سولې پروسه په ټپه ولاړه ده .
 پاکستان یو ځل بیا پر نوې پټې ستراتیژي کار کوي چې تر ټولو مهمه یې د طالبانو ترمینځ پر واک رامینځته شوي کړکیچ حل کول او طالبان او حقاني شبکه سره یو کول دي افغانستان حکومت دپاره د خطر زنګ دی .
د پاکستان د اردو لوی درستیز خبرې چې که افغانستان د سولې په ټپه دریدلې خبرې شروع نکړی ممکن طالبان له داعش سره یو ځای شی په اصل کې دا د پاکستان پټې ستراتیژی یوه برخه ده چې راتلونکې کې یې پړه پر افغانستان دولت واچوی او دوی د همدې لارې خپلو موخو ته یو ځل بیا ځان ورسوي .
د کندز پیښه ، په ختیځ ولایتونو کې جبهي داعش جګړې او هم هیواد زیاتره ولایتونو کې ناامني ټول د همدې ستراتیژی یوه برخه ده .
تر ټولو زیاته اندیښنې وړ خبره په شمالی ولایتونو کې د جنګ دوام دی چې دې کار سره پاکستان غواړي د چاه بهار بندر ، د وریښمو لويې لارې . د لاجوردو لویې لارې ، چین او افغانستان ترمینځ د واخان سرحدي بندر او هم د ایران، تاجکستان، ازبکستان او افغانستان ترمینځ د ریل ګاډي خط مخه ونیسي، ځکه د ذکر شوو پروژو په پلي کیدو سره افغانستان د پاکستان اقتصادي ښکیلاک څخه خلاصیږي چې دا کار پاکستان هیڅکله نشي زغملای، اوس دا د افغانستان امنیتی او بهرنی پالیسي پورې اړه لري چې دوی څه ډول ځان د پاکستان لخوا ترسیم شوې جکړې څخه روغ اوباسي او هغه اقتصادي اړیني پروژې چې افغانستان راتلونې دپاره د ژوند حیثیت لري پلې او د پاکستان اقتصادي ښکیلات ته پاي ټکې کیږي .
په درنښت
ثناالله ځاځی