د پکتیا نوي والي صيب ته پرانیستی لیک

 
ښاغلی نصرت الله ارسلا!
 له هرڅه وړاندې د افغاني او پکتیاني دود سره سم ښه راغلاست وایو او په نوې دنده کې درته د زړه له کومې د بریا هیله کوو.هیله ده چې دانټرنټ او ټکنالوژي په دې دور کې به زما لیک مخامخ او یا د ستا او پکتیا خواخوږو له خوا درته ورسیږي.
دهیواد په راوروستي سیاسي تاریخ کې به داسې کمه پيښه وي چې ستا د کورنۍ باباګانو، دادا او کاکاګانو نومونه دې په کې نه وي یاد شوي. ستاسو کورنۍ د هیواد په سیاسي تاریخ کې نوم لري او درلود يې. دسیاسي پوهې ترڅنګ تاسو د دې ټولنې په عنعنوي او قومي جوړښتونو پوه او خبر خلک یاست.
د ارګ واکدار هغه ژمنه په پوره کیدو راته ښکاري چې تر ډيره به اداره ځوان کهول ته سپارم اوس ستا او ستا د صف ملګرو وار دی چې څه ډول دخپلې وړتیا، پاکي، ژمنتیا او حب الوطن ثبوت وړاندې کوي.
ښاغلی والي صيب ارسلا!
پکتیا  د پښتني کلتور زانګو ده او او پوره پښتني مینه د خپلو میلمنو میلمه پالنه په سر او مال کوي ، مینه ورکوي او مینه ترې غواړي، خو له بده مرغه تاریخ ښودلې چې د پکتیاوالو پاکې مینې ، ملي غرور ، پاکو احساساتو او میلمه پالنې څخه واک ته رسیدلو  اشخاصو ناسمه ګټه پورته کړې، پکتیاوال یې په یو نوم او بل نوم ویشلي او خپلې شپې یې تیرې کړيدي.
ددې پر ځای چې د خلکو له پاکو احساساتو او وطن پرستی حس څخه دهیواد په جوړیدوکې  ګټه واخلي ، پکتیا ته کار وکړي اوبې  یې خړې کړي او خپل ماهیان یې نیولي.د پکتیا او نورو پښتنو ټولنیز جوړښت داسې دی که دولت موجود هم نه وي خو بیا دوی امنیت ساتلای شي، ورځنۍ ژوند يې نه دریږي، هره لویه او وړه مسله په مرکه جرګه حل کوي. دلته نرخ، څلی، مرکه او جرګه حاکم دي، او د ژوند ډیره برخه پرې تیریږي.ددې ټولنې د مفاهمې کانالونه جومات ا هوجره دي.
له دې ټولو ارزښتونو نه یوازې په سیمه ییزه کچه ګټه اخیستلای شو بلکه دهیواد په کچه ترې ګټه اخیستلای شو.
 
 والي صیب ارسلا! هیله ده زما په خبرو به دې خاطر نه درنیږي،
تاسو نه د یو ځوان په صفت تمې نه بلکې غوښتنې لرو چې پخپلو کړنو سره ولس ته ثابته کړئ چې ځوانان د کار کولو وړتیا لري او له هر چا زیات پرې خپل هیواد ګران دی او هر ولایت ورته افغانستان دی .
والي صیب!
پکتیا له هر څه وړاندې امن غواړي، سوله غواړي او نور نه شي زغملای چې یو بچی یې د طالب په نوم او بل بچی یې د حکومت مامور په نوم شهید شي، همدا اوس مرکز ته راغځیدلې لارې ناامنه دي، خلک په خلاص زړه مرکز ته نه شي راتلای، دې ناامنۍ هم ټولنیز ژوند له ګواښ سره مخ کړی او هم ېې اقتصادي برخه کې نږدې هرڅه درولي دي.
پکتیاوال په هر کلي او په هره سیمه کې د پوهې مشعل روښانه غواړي، پکتیاوال په هره سیمه کې پرمختګ غواړي ، سړک غواړي، بريښنا غواړي ، عدالت غواړي. اوس هغه متل په هیریدو دی چې پکتیاوال یوازې د توري شرنګ خلک دي او له علم نه لرې دي. که پکتیا تورې ته لاس کړی نو اړتیا يې حس کړی دی چې د هیواد ځمکنی بشپړتیا له ګواښ سره مخ دی، خپلواکي مو له لاسه وځي او دښمن په کمین کی دی.
پکتیاوال کار ته اهل کار غواړي او له سمتي ، ژبني، حزبي او فردي کړیزو تعصبانو څخه کرکه لري.
ښاغلی والی صیب !
پکتیاوال شخص محوره نه بلکه ملت محوره والي غواړي هیله لري چې هغه کړۍ چې ممکن ستاسو د کار خنډ وګرځي ماتې او د ملت مات زړونه جوړ کړی .
ښاغلی والي صیب :
پکتیاوال اقتصادي وده غواړي ، له پاکستان سره نښلول شوې لارې ترانزیټ او ګمرکات غواړي ، پکتیاوال د خپلو شنو ځنګلونو د ساتلو او په سالمه توګه د ګټنې اخیستنې غوښتنه کوي .
دپکتیا غرونه دومره چنغوزي، چارمغز او باغونه يې دومره مڼې لري چې د هیواد په تولید او عاید کې څرګند ځای نیولای شي، یوازې مدیریت ته اړتیا ده چې زمینه ورته برابره شي.
پکتیاوال د خپلو کرنیز توکو خرڅلاو دپاره سړې خونې او خرڅلاو مارکیټ غواړي له فقر بدبختی څخه کرکه لري .
پکتیاوال د خپل پوهنتون سالمه روزنه او پالنه غواړي ، کیفیت یې غواړي او له نړیوالو مشهورو پوهنتونو سره یې د تړلو غوښتنې لري.
پکتیاوال په  کانکور او تحصیلي بورسونو کې خپل حق غواړي ، پکتیاوال صنعت غواړي پرمختګ غواړي
همدا اوس د پکتیا په ډيرو ولسوالیو کې ابتدايیه ښوونځی نشته، داسې ولسوالۍ هم شته چې د ښوونځي نوم شته، تشکیل لري او معاش يې په اداراتو کې ورکیږي او یا په محلې کچه حیف او میل کیږي خو له بده مرغه ماشومان بې زده کړې رالویږي.
نور نو جناب والي صیب! په دې له مونږ ښه پوهیږي چې داماشومان خدای مه کړه دصبا پلان شوې جګړې د سون توکي کیدای شي.دپکتیا ولس به ستاسو احسان او خدمتونه هیڅ وخت هیر نه کړي او په خپل تاریخ کې يې هغه ټول نومونه ثبت کړي، په ذهنونو کې يې ساتلي او په زړونو کې ورته احترام لري چې چا يې د ژوند په ښه کولو کې برخه اخیستی ده چې شه بیلګه يې نایب الحکومه فیض محمدخان دی.
والي صیب تاسو به دومره وخت لرئ او کنه خو هیله کوم چې زما خبرې په غور واورې!!
دا اته کاله کیږي چې د مچلغو د بند کار پيل شوی دی مګر پایله يې نامعلومه ده. دپکتیاوال ولس نه پوهیږي چې ستونزه چیرته ده او دا بند ولې نه جوړیږي.
دا هغه اقتصادي پروژه ده چې د هر پکتیاوال په ژوند کې بدلون راوستلای شي.
پکتیاوال به هلته تاسو پر سر د ویاړ لنګۍ کیږدي او د تګ په وخت کې به مو په مینه رخصت کړي کله چې مو د پکتیا دپاره ریښتیني او اړین خدمتونه وړاندې کړې وي که نه تاسو به په تاریخ کې د یو ناکام ځوان والي نوم ګټلو سره سره خپل لمړنی سیاسي سفر ته پای ټکی کیږدي .
زه دداسې ورځ په انتظار یم چې همدا الیک راسره اوتا خلک د ګلونو په ګیډیو رخصتوي.
مینه او درنښت