دپاکستان پر وړاندې د ولسمشرغني  ناکام سیاست او تکراري نسخه

 
د ملي وحدت حکومت جوړیدو او د ډاکتر محمد اشرف غني قدرت ته رسیدو سره سم ولسمشر غني د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال شوو ژمنو پوره کولو دپاره پریکړه چې هغه ژمنه چې ده ملت سره کړې وه چې هیواد ته به له هر څه وړاندې سوله راولي او که دې کار سره دده سر هم  لاړ شي دده وینا سره سم سر یې د هیواد سولې قربان.
همداسې لړی شروع شوه پر پاکستان تر بل هر چا زیات باور وشو او حتی تر دې چې ارګ د یو وخت لپاره له ملت څخه پټ د پاکستاني لوړ پوړو نظامي او استخباراتي چارواکو میلمستون جوړ شوو ، د اسخباراتي معلوماتو شریکولو تړون لاسلیک شو ، افغان امنیتي ځواکونه پاکستان ته د روزلو دپاره ولیږل شول ، اړیکې تر دې دمه وړاندې لاړې چې پاکستان کورنیو چارو وزیر پارلمان کې خپلې وینا کې وویل چې  پاکستان او افغانستان اړیکو تاریخ کې اوس تر ټولو ښې اړیکې لري او هغه څه چې مونږ غوښتل ترلاسه مو کړل.
 پاکستان سره تر دې حده نږدې کیدل هند اړ کړ چې خپلو روانو مرستو او پروژو باندې بیا له سره کتنه وکړي او خپلې ځینې ځینې روانې پروژې تعلیق حالت ته راولي او افغانستان سره په خپلو اړیکو بیا کتنه وکړي .
پخواني ولسمشر چې پاکستان سره د اړیکو دیارلس کلنه ترخه تجربه درولوده او  یوویشت ځلې یې د ولسمشر غني دا تکراري نسخه کارولې وه، له هر چا زیات پاکستان سره روابطو په نږدې کیدو او زیات باور کولو له امله خفه او حتې پاکستان سره د اسخباراتي تړون لاسلیکولو پر سر له ولسمشر سره د روابطو پریکون اعلان کړ، چې د پخواني ولسمشر ، سیاسي رهبرانو او مدني ټولنو فشار ولسمشر اړ کړ چې لمړی پاکستان سره شوی تړون رد کړي خو وروسته یې د نوموړي تړون یو طرفه لغوه کولو اعلان وکړ .
کابل شاه شهید پیښې څخه وروسته ولسمشر په خبري ناسته کې را څرګند شو او پاکستان یې د شوې پیښې طراح او مسؤل وباله چې دې سره د پاکستان او افغانستان نوې تازه دمه اړیکې ورو په ورو سړې او خرابې شوې او یو پر بل د تورونو لړۍ پیل شوه او خبره تر نا اعلان شوې جګړې ورسیده چې ولسمشر اړ شو تر څو حقایق ومني او خپل ملت سره یې شریک کړي.
چې دې کار ته یې هم سیاسونو او هم ملت په یو غږ لبیک ووایه او د ولسمشر دریز ملاتړ یې وکړ.
پر یو بل د تورونو لګولو لړۍ سره پیښور ته نږدې بډه بیره سیمه کې د پاکستان په هوایي ځواک اډې باندې برید وشو چې د سیمې خلکو په وینا لس هاوو پاکستاني ځواکونه یې ووژل او په سل هاوو یې ټپیان کړل  چې له پیښې سره سم پړه پر افغانستان واچول شوه او نوموړې پیښې پاکستان اړ کړ چې د لوړ رتبه نظامي او استخباراتي چارواکو چې نوازشریف هم پکي شتون درلود استراري غونډه وکړي او لازم عکس العمل ښودلو دپاره پریکړه وکړي چې په پایله کې پریکړه وشوه چې د پیښې شواهد افغانستان سره شریک شي او عاملین یې زر تر زره ونیول شي چې دا ټول کړه وړه یوازې ددې دپاره وو چې افغانستان باندې خپل فشار زیات کړي او هم نړیوالو ته په نمایشي توګه ځان د تروریزم قرباني او ملګرو ملتونو کې د افغانستان لخوا کیدونکې شکایت مخه ونیسي.
د افغانستان ولسمشر لخوا نوازشریف ته ډاډ ورکړل شو چې د افغانستان خاوره به د هیڅ ګاونډي هیواد په خلاف نه استعمالیږي او د نوموړې پیښې کې د افغانستان خاورې استعمال او لاس لرل رد کړل.
پاکستان د تل پشان هغه په لاس کې شته وسیلي څخه چې تل یې د افغانستان په خلاف کارولې یو ځل بیا په پاکستان کې اوسیدونکو افغان مهاجرینو په نیولو او ځورولو لاس پورې کړو ، په سل هاوو بې ګناه افغانان یې ونیول او په پاکستان کې یې د ترهګری تور پرې پورې کړترڅو نړیوالو ته دا وښایی چې افغانستان ملي امنیت د هندوستان په مالي مرسته پاکستان کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي .
د لوی اختر په دریمه ورځ ولسمشر د لویې پکتیا،لوی کندهار او لوی مشرقي ولسونو مشرانو سره لیدنې کې یو ځل بیا وویل چې پاکستان افغانستان سره نیابتي جکړه پیل کړې او په دې اړه یې له ولس څخه د خپل دریځ ملاتړ غوښتنه وکړه چې دا د ولسمشر غني پاکستان سره د اړیکو خطر زنګ او د نوموړې هلو ځلو ناکامي څرګندوي .
غوره به دا وای چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ژورې څیړل شوې وای، د پاکستان کمزوری او د ضعف نقطې پیدا شوې وای او د همدغو کمزوریو په رڼا کې پاکستان سره باالمثل سیاسي اړیکو باندې کار شروع شوی وای ممکن نن به مو دا یو سل اتیا درجو اړیکو تغیر نه درلود.