بربنډ فلم

 
  خوب یې ولیده، چې زوی یې لایټر روښانه کړی او خپلو سترګو ته یې نږدې کوي، تر دې چې سور کېده، نو له خوبه را ویښه شوه، په داسې حال کې چې له شیطانه یې خدای (ج) ته پناه وړله، مګر فکر یې آرام نه شو، د خپل ۱۷ کلن زوی د کوټې په لور وخوځېده، خپل زوی یې د کمپیوټر په وړاندې ولیده، رڼا د ښیښې پرمخ منعکس کېدله، په دې وخت کې یې یو څه تر سترګو شول، چې په رښتیا یې هغه  ډېره ووېروله، خپل زوی یې په داسې حالت کې ولیده، چې په خپل کمپیوټر کې بربنډ فلم ګوري، غوښتل یې چې په خپل زوی باندې چیغې ووهي، مګر په داسې حال کې چې د زوی یې خپلې مور ته پام نه و، بېرته وګرځېده .
  کله چې مور یې خپل کوټې بېرته را غله، نو په دې فکر کې شوه، چې پلار ته یې ووایي، تر څو پلار یې د خپل زوی د نصیحت دنده پر غاړه واخلي، یو ځل بیا یې له ځان فکر وکړ، چې له خپله ځایه پورته شي، د خپل زوی کمپیوټر ګُل او سزا ورکړي، مګر دا یو کار یې هم په عمل کې پلی نه کړ، مګر یوازې دا دعا یې وکړه، چې خدای (ج) دې سمه لاره وروښیي، په داسې حال کې چې الله (ج) ته یې پنا وړله ویده شوه .
  سهار یې خپل زوی ولیده، چې ښوونځي ته د تګ له پاره چمتووالی نیسي، په هغه ځای کې څوک نه وو، نو له خپل زوی سره یې د خبرو کولو فرصت  پیدا کړ.
ترې وپوښتل: زویه ! د لوږې په اړه دې نظر څه دی، ستا په نظر په دې حالت کې یو څوک باید څه وکړي، چې موړ شي ؟
زوی په ډېرې ساده ګۍ ځواب ورکړ: هوټل ته دې لاړ شي یو څه خواړه دې وغواړي او ودې خوري .
مور وویل: که پیسې ونه لري، نو څه وکړي ؟
  موریې زیاته کړه: که چېرې یو دوه اشتها پارونکي وخوري، نو څنګه ..... د دې شخص په اړه ستا نظر څه دی ؟
زوی په چټکتیا ځواب ورکړ : پرته له شکه هغه لېونی دی، څنګه کولای شي، چې اشتها پارونکي څیزونه وخوري، په داسې حال کې چې د خوړلو له پاره څه نه لري ؟
مور: زویه! آیا هغه کس لېونی ګڼې؟
زوی: مورې! پرته له شکه هغه د هغه ټپي په څېر دی، چې په لوی لاس په خپلو ټپونو باندې مالګه دوړوي .
مور په مسکا وویل: ته د همدې ټپي په څېر کړنې ترسره کوې .
زوی په حیرانتیا وویل : مورې، زه !!!  
مور وویل: هو، په خپلو کتلو خپله اشتها پرانیزې .
هلک په دې وخت کې چوپتیا اختیار کړه او د ډېرې شرمنده ګۍ له امله یې خپل سره ښکته کړ .
مور: زویه ! ستا لېونتوب له هغه شخص څخه هم ډېر دی، هغه شخص د هغه څه له پاره خپله اشتها پرانیزي، کوم چې ورسره نه شته، که چېرې دا کړنه سمه نه وي، نو ولې حرامه نه ده، مګر ته خپله اشتها د هغه څه له پاره پرانیزې، کوم چې حرام دي او د الله (ج) دا قوال هېڅکله مه هېروه، چې فرمایي :
قل للمؤمنین یغضوا من ابصار هم و یحفظو فروجهم ذلک ازکی لهم .
ژباړه : مومنانو ته ووایه، چې نامحرم ته له لیدلو خپلې سترګې ښکته کړي او له خپلو شرمګاو څخه ساتنه وکړي او دا کار د دوی له پاره غوره او سپېڅلی دی .
  په دې وخت کې د هلک له سترګو رڼو اوښکو د ګرېوان په لور سفر پیل کړ او وې ویل : مورې ! ته په حقه یې، ما تېروتنه کړې ده، که دا کړنه مې بیا تکرار کړه، نو له هغه شخص څخه به هم لېونی یم او دغه راز ګناهکار او ځواب ورکوونکی، ژمنه درسره کوم، چې بیا به داکړنه، نه ترسره کوم .