له پنده ډکه کیسه :
د نبوت له اعلان څخه څو ورځې وروسته، حضرت نبي کریم (ص) یوه شپه د مکې معظمې له یوې کوڅې څخه تېرېده، چې ناڅاپه یې له یوه کور څخه د ژړا غږ واورېده، د هغې ژړا په غږ کې دومره درد و، چې رسول الله (ص) بې اختیاره هغه کورته ور ننوت، ګوري چې یو حبشي ځوان غنم اوړه کوي او په لوړ غږ ژاړي .
حضرت نبي کریم (ص) ترې وپوښتل : ولې ژاړې ؟
هغه ځوان وویل: زه یو غلام یم او هره ورځ د خپل بادار رمه څروم، د شپې ستړی و ستومانه بېرته کورته راګرځم او زما بادار د غنمو یوه ستره بوجۍ را کوي، ترڅو یې اوړه کړم، ټوله شپه مې د غنمو په اوړه کولو تېرېږي، زه د خپل قسمت له لاسه ژړام، زه هم یو انسان یم، زما بدن هم آرامتیا ته اړتیا لري، مګر بادار مې پرما هېڅ رحم نه کوي، آیا زما په قسمت کې همدا لیکل شوي دي، چې ژوند مې ټول په ژړا تېر شي ؟
حضرت نبي کریم (ص) وفرمایل : زه ستا ستونزې او کړاوونه نه شم کمولای، ځکه چې ستا بادار زما خبرو ته غوږ نه نیسي، مګر یوه مرسته درسره کولای شم، هغه داچې ته ویده شه، زه به ستا پرځای غنم اوړه کووم، هغه غلام ډېر خوشاله او لاړه ویده شو .
حضرت نبي کریم (ص) د هغه پر ځای غنم اوړه کړل، تر دې چې دغنمو بوجۍ خلاصه شوه او رسول الله (ص) پرته له دې چې غلام له خوبه را ویښ کړي لاړه، بله شپه یو ځل بیا نبي کریم (ص) د هغه غلام کورته ورغی او د هغه پر ځای یې غنم اوړه کړل، تر څو هغه په آرامه ویده شي . په همدې ډول دا کړنه تر څلورمې شپې پورې تکرار شوه .
څلورمه شپه کله چې حضرت نبي کریم (ص) د هغه غلام کورته ورغی، نو غلام له رسول الله (ص) څخه وپوښتل : ته څوک یې او پر ما ولې دومره زړه خوږی کوې ؟
له موږ غلامانو څخه نه څوک وېرېږي او نه هم زموږ چاته ګټه رسېږي .
نبي کریم (ص) وفرمایل : آیا ته پوهېږي، چې په مکه کې یو چا د نبوت دعوه کړې ده ؟ غلام وویل : هو، پوهېږم، د محمد په نوم یو څوک دی .
پیغمبر (ص) وفرمایل : هغه زه یم .
غلام چې دا واورېدل، نو وې ویل : که چېرې په رښتیا ته هغه شخص یې کوم چې د نبوت دعوه یې کړې ده، نو خپله کلمه راته ووایه، ځکه چې پرته له پیغمبره، بل څوک دومره زړه خوږی او مهربان، نه وي، له دې وروسته پیغمبر (ص) خپله کلمه هغه ته ور واوروله او هغه د اسلام مبارک دین ومانه او مسلمان شو .
له دې وروسته ټولې نړۍ ولیدل، چې هغه غلام په کومه کچه ستونزې او کړاوونه وزغمل، مګر د نبي کریم (ص) لمنه یې پرې نه ښوده، له خپل ځانه تېرېده، خو له رسول الله (ص) څخه نه شو تېرېدای. نننۍ نړۍ هغه غلام د حبشي غلام په نوم یادوي .
وروستي