يو څو کيسه ګۍ/ ۳۴

 
تنهايي:
د ژوند سړه او د تنهايۍ شپه یې د یوه چا په یاد ګرموله...
بې وزلي:
د رسټورانټ په ښکتني کونج کې یې په یوه میز کباب خوړ، ماشوم يې د میز څنګ ته په غولي ناست وو او د هغه بوټونه یې رنګول خو هڅه یې کوله چې د هغه خوراک ته ونه ګوري...
ډالۍ:
ملګرو یې چې خپلو میندو ته ډالۍ اخیستې، هغه هم امسا ورته اخیستې وه چې لیدلو ته یې ورغی د قبر تر خوا يې ورته کیښوده...
 
کار:
په چوک کې کار ته د منتظرو ګڼو کاریګرو په منځ کې موټر ودریده، هغه هم ور منډه کړه خو درې کسان چې اول موټر ته ختلي وو لاړل، بیرته په خپل ځای ودریده او تر مازدیګر پورې یې هر راتلونکي موټر ته ورمنډه کړه...
ړوند:
سپین ږیري کس د قرغې او لغمان ښکلې منظرې تشریح کولې لور یې څنګ ته ناسته وه او تړمې اوښکې پرې راتويېدې، خو د لور د پزې له کشولو پوه شو چې ژاړي، دمه یې وکړه او ویې ویل: ژاړه مه بچۍ، د ړندیدو مې پنځلس کاله کیږي...
د ۲۰۱۴ د فبرورۍ اوومه، ډهلي – هندوستان