
د لور او مور مرکه لا نه وه ختمه چې ددروازی زنګ وشرنګيده، د سارا پلار د ډيری غصی سره په سرای را ننوت، او په داسی حال کی چې خپل د کوټی په لور روان و، لور اوموريی دواړی ځانته را وغوښتی. د سارا پلار د غصی نه سور او شين کيدی، يوه ډبره يی اخيستل او بل يی ايښودل. ميرمنی يی غږ پر وکړ: سړيه څه خبره ده چی سور اوشين کيږی؟
د سارا پلار: له مانه يی مه پوښته، خپل دنازولی لور نه دا پوښتنه وکړه، ددوو پيسو احمق او کچالو خور محصل، نن سهار ماته زما د لورسره خپل د مينی داستان واوراوه، د سارا پلار خپله خبره داسی تکرار کړه، موږ يو دبل سره مينه کوو! هو مينه! مخ يی لورته واړاوه، زياته يی کړه: مخ به می په ولس کی راتور او سر به می راټيټ کړی، د همدی ورځي لپاره می ته رالويه کړی¸کنه؟
ميرمنی يی سړی و ارامش ته راوباله ويی ويل: سړيه دومره مه غصه کيږی، مګر دياده دی وتی چې اخر ته دلور پلار يی، دهری لور د پلار کورته په سلهاوو خلګ د مرکی لپاره راځی، خو ټول خو يی نه ودوی، وايی: سل يی غواړی يو يی بيايی.
خاوند د ميرمنی خبره غوڅه کړه ويی ويل: خبری ډير مه کوه، زما خبری ته غوږ ونيسه، زه نه غواړم چی دهغه احمق مخ بيا وګورم. د سارا پلار يوه شيبه غلی شو او بيا يی مخ ميرمنی او لورته واړاوه، ويي ويل: اوس ځي رانه ورکی شی.
سارا د ډيری ويری نه لکه پاڼه رپيدله، رنګ يی الوتی و، د خبرو توان يی د لاسه ورکړی و، خپل د مينی بربادی يی اوس په رڼو سترګو ليدله، تمه يی ختمه شویوه، په داسی حال کی چې د اوښکو سيل يی پر مخ لاری ايستلی وی، په منډه د خپلی کوټی په لور لاړه، د کوټی په کنج کی يی سر پر زنګنو پريښود او په لوړ اوازييی تر ډيره وخت وژړل، په سترګو کی يی اوښکی وچی شوی، توری سترګی د وينو د پيالو په شان سری شوی، اواز يی ودريد، ډيره خسته وه، سترګی يی ويوه نامعلوم لوری ته پاته وی او د خپل ځان او اکرم په هکله يی سوچ کاوه. سارا خپله مينه د بربادی په حال کی ليدل، زړه يی په اکرم سوځيده چی دا دغم پيټی به اوس څنګه پورته کوی، د اکرم د لومړی ورځي خبری يی ورپه زړه شوی، نه پوهيده چې څه بايد وکړی، د ګل په څير تازه او د هوسی په شان مسته سارا په يوه شيبه کی لکه خزان وهلی غوټی مړاوی شویوه.
سارا، همداسی د فکرونو په ټال زنګيده چې مور يی ورو، ورخلاص کړ، او خپل د ګل غوټی غوندی لوريی د خزان وهلی ګل په څير وميندل. خواته يی کښناستل، دهغه سر يی خپل ګريوان ته راکش کړ، سارا ديوه بی روحه جسم په شان بی حرکته پاته وه، د نا هيلی سترګی يی د مورپه لور واړولی او سر يی دمور په غيږ کی پريښود. د سارا اواز دريدلی و، د ژړا توان يی نه درلود، يوه، يوه غټه اوښکه به يی د مرغلری ددانی په څير پر مخ را ورغښتل، او ګريوان ته به يی لاره پيداکړه. د سارا مور د لور دداسی حالت په ليدلو خپل توان دلاسه ورکړی و، غټی اوښکی يی پر مخ را روانی وی، د لور په وريښتيانو کی يی ګوټی وهلی او هغه يی په پټه خوله و ارامتيا ته رابلل او خپل ملاتړ يی د لور نه اعلاناوه.
د سارا مور، ورو، ورو ځان کنترول کړ. لور يی وارامتيا ته راو بلل، ويی ويل لوری، ارامه شه، د الله پاک نه خير وغواړه، په غم او غصه څه په لاس نه راځی، پلار دی غصه دی، کيدای شی وروسته ارام شی، خبری به ورسره وکړو، خير دی دا کار د عجلی نه دی، او نور نور نور......
د سارا مور هم نه پوهيدل چېڅه وکړی، يو لورته يی خاوند و، چې ټول عمر يی دهغی سره تير کړی و په ټول ژوند يی ترمنځ شخړه نه وه شوی،بل لورته يی يوه دانه او نازولی لور وه چي غوښتنه يی منطقی او پر حق وه.
اکرم غريب په دی تمه و چې نن شپه به سارا او دهغی مور، د سارا د پلار د کاڼی په څير کلک زړه د سبا جرګی لپاره نرم کړی وی، خو اکرم غريب له هغه څه نه چی پر سارا باندی تير شویوه، بی خبره و. سهار وختی بيا په ماتو بندو د سارا د کور په لور وخوځيد، بد احساس يی درلود، عقل يی ګامونه شاته کښل، خو اکرم د خپلی مينی په زور د سارا د کور پر لور ګامونه په ځان پسی کشول او ځان يی وهدف ته نژدی کاوه.
اکرم ديوه نړۍخيالونو سره د سارا د کور ورته ودريد، زنګ ته يی فشار ورکړ، يوه شيبه وروسته نوکر ورخلاص کړ، سلام يی وکړ. اکرم وويل: خان کاکا کور دی؟
نوکر ورپوری کړ، تر څو خان ته غږ وکړی، يوه شيبه وروسته نوکر په وره کی راڅرګند شو او ويی ويل: خان کاکا له تاسره نه ګوری او له تانه هيله کوی، چی نور کله دلته رانه شی.
اکرم د تړلی وره شاته يوه شيبه ودريد، نا هيلی شو او بيرته په ماتو بندو د پوهنتون په لور، روان شو.
سارا هم سهار وختی، کتا بونه را ټول کړه، د پوهنتون جامی يی په ځان کی کړی او د فاکولتی په نيت انګړ ته راووتل، همدا چې د انګړ منځته راښکاره شوه، ستر ګی يی پخپل پلار چې يوه شيبه مخکی اکرم په غصه کړیو، ولګيدی، پرخپل ځای ودريدل، د پلار پاملرنه يی د لور په لور واوښتل، مخ يی ورته راوړاوه، ويی ويل: ښه وايه چې بيا دی چاته ځان سينګار کړیدی، سارا لکه پاڼه ريږديدل، ويی ويل: پلاره پوهنتون ته ځم.
د سارا پلار: پوهنتون څه او کار يی څه، همدومره کلونه چې پوهنتون ته لاړی، زما نوم دی ښه روښانه کړ، نور پوهنتون، موهنتون بس دی. د نن څخه نيولی نورستا لپار پوهنتون موهنتون نشته، ځه خپلی کوټی ته لاړه شه. سارا پر خپل ځای بی حرکته ولاړه وه، پلار يی دوباره خپل خبره تکرار کړه، ويی ويل: زما خبره دی وانه وريدل، درته می وويل ځه کوټی ته دی لاړه شه. سارا بيا هم پرخپل ځای ولاړه وه، چې مور يی دپلار غالمغال واوريد، انګړته راووتل، سترګی يی خپل پر لور چې اوښکی يی پر مخ روانی وی او لکه پاڼه رپيدله ولګيدی. د لور و لورته نژدی شوه، له لاس نه يی ونيول او کوټی ته يی بوتله.
سارا خپل ټول اميدونه دلاسه ورکړی وه، زړه يی د ژوند نه تنګ شویو، د تخت د پاسه اوږده، اوږده و غزيدل او ژړاته يی شروع وکړه. مور يی هڅه وکړه، څو هغه خاموشه کړی، خو ددی کار ترسره کول د سارا دمور لپاره خورا ګران وه.
اکرم د پوهنتون په لور، روان شو، ځان يی فاکولتی ته ورساوه، سترګو يی هرلوری ته سارالټول، خو داسی معلوميدل، لکه سارا چې د صحرا دهوسی په څير د صحرا په لور تللی وی.
په صنف کی ناست و، سترګی يی وتوری تختی او استاد ته پاته وی، خو روح او فکريی د سارا پسی سرګردان وه. ورځ په تماميدو شوه ولی سارا رانغله. دورځی په ختم کی د سارا خورلڼی د اکرم شاوخوا راټولی شوی، هری يوی يی د سارا پوښتنه کول، خو اکرم د هغوی لپاره کومه روښانه ځواب نه درلود.
د اکرم د مينی غمونه د سارا د ژوند ملګری شول، سريی ببر و، خوب يی د سترګو وتښتيد، خوراک يی کم او رنګ يی ورځ تر بلی ژړيده، دحل لاره نه ورته معلوميدل، اوس نو د سارا لپاره يوازی دوی لاری موجودی وی: يا داچی پلار د ځانه پردی کړی، داکرم سره لاړه شی، خو دا کار امکان نه درلود، اول داچی سارا نه غوښتل څو د پلار بيله اجازی کوم کار ترسره کړی، دويم داچی اکرم خو نه کور لاره او نه روپۍ، نو که سارا ورسره ولاړه شی، چيری به لاړه شی اودويم داچی ځان ووژنی او ځان ددی نړۍد غمونه بی غمه کړی او ځان وژنه وساراته منطقی نه ښکاريده.
پسله ډيرو سوچونو سارا فيصله وکړه چی په راتلونکو څو ورځو کی په يو بهانه دکوره ووزی، د اکرم سره وګوری او بيا په ګډه تصميم ونيسی.
څو ورځي تيری شوی، د اکرم سترګو به هر ورځ سارا لټول، خو داسی ښکاريده لکه چی سارا په نامه په دی صنف کی کله هم څوک نه وه. اوس سارا د اکرم لپاره بس په يوه خوب بدله شويوه، چی د تعبير نه يی اکرم عاجزه و. ورځ بيله سارا پر اکرم باندی لکه کال تيريدل، خوب يی د سترګو الوتی و، ږيره يی رسيدلی وه او د اکرم څيره يی بدله کړیوه. غريب اکرم خو نه د سارا کورته ورتلای شو، او نه يی څوک لرل، چی په کومه بهانه يی د سارا کورته وليږی او ځان يی د احوال نه خبر کړی. اکرم نه پوهيده چی د سارا دوی په کور کی څه روان دی او سارا په کوم حالت کی ده.
ورځي او هفتی تيری شوی، سارا او اکرم يو د بل د مينی په اورکی سوځيدل، سارا په يوه مناسب فرصت پسی ګرځيدل، خو د کورنی ټول غړی، د پهره دار په څير ساراته متوجه وه.
دهفتی په اخرکی د سارا خورلڼی سره يو ځای او د سارا د کور په لوريی حرکت وکړ، زنګ ته يی فشار ورکړ او بيله دی چې انتظار وباسی، سرای ته داخلی شوی، د اکرم مور د سرای په انګړ کی مصروفه وه، د سارا خورلڼو د هغی سره جوړ په خير وکړل او بيا راسا د سارا کوټی ته ورغلی.
دواړه سارا او دهغی خورلڼی يو دبل په ليدلو حيران شول، د سارا د حيرانتيا علت دهغه دخورلڼو دفعتا ليدنه وه، خو د سارا د خورلڼو د حيرانتيا علت بل څه و، د سارا خورلڼي و ساراته حيرانه پاته وی، د سارا سر ببر او رنګ يی الوتی و، هيڅ نه پيژندل کيده، په څو ورځو کیيی د مخ سور رنګ په ژړ بدل شوی و او د کلونو ويوه ناروغ ته پاته کيدله. خورلڼو يوبل ته غاړی ورکړی، يو دبل د حال پوښتنه يی کول، ټوکی يی کولی، او د وخت نه يی لذت وړ. سارا هم د يوی شيبی لپاره خپل غمونه حير کړل، ځان يید همزولو په منځ کی ومينده، اوس يی کولای شوه ترڅو خپل د مين د حال پوښتنه وکړی او دراتلونکی لپاره د حل پر يوه لاره فکر وکړی.
د سارا لومړی پوښتنه داوه: اکرم څنګه دی؟
ټولو خورلڼو يی پری وخندل، ليلا وويل: ګرانی، مه خپه کيږه، اکرم دي بس رک روغ دی. بيا يی د ټوکول په ډول وويل: بيچاره اکرم، د مجنون په څير سر ببر او څيری ګريوان په هره کوڅه او بيابان کی بس يوازی ليلا ليلا وايی، او بيا ټولو سره وخندل، ټولو په ګډه سارا زورول، خو مطلب يی دا نه و چی سارا خپه کړی، بلکه برعکس کوښښ يی کاوه چېسارا د غم د حالت نه راوباسی، راتلونکی ته يی اميد واره اوپه هغی کی د مقاومت روحيه پياوړی کړی. خو سارا ډير ورځی د فکرونو په ټال کی تيری کړیوی، اوس د سارا په مينه ټول خبر وو، يو ځل بيا يی دناهيلی اوښکو پر مخ لاره وايستل اوپه ژړه غونی اواز يی وويل: هرڅه ګډ وډ شول، پلار می د واده مخالفت کوی، زه يی د پوهنتون د تګ نه منعه کړی يم..................
ليلا: څه! څه !! څه !!!!!!!!!!!!! تا نه پريږدی چې پوهنتون ته لاړه شی؟
سارا: هو، ځکه خو د څو ورځو را پدی خوا صنف ته نه يم راغلی.
ليلا: په حيرانتيا سره وويل: ولی داخو ستا اخر کال دی، او دا، ا مکان نلری، چې ته په دی وخت کی خپل تير پنځه کلونه قربانی کړی.
سارا: ليلا خور، زه خو په هيڅ نه پوهيږم، لار او ګورد رانه ورک دی، پلارته می ډيردرناوی کوم، اماده يم چې خپل پنځه کلونه اوخپل ټول عمر د خپل پلار د پاره قربانی کړم.
ليلا: مګر دا قربانی خو احمقانه ده، قربانی بايد پر ځای وی، او دا خبره بايد دواړه ستا مور او پلار درک کړی.
ليلا د سارا د حالت او دهغی د پلار په پريکړه سخته په غصه وه، مخ يی ساراته واړاوه، ويی ويل: زه غواړم ستا دپلار سره خبری وکړم.
سارا: ليلا خور، زه نه غواړم زما د پلار سره ستا دليدلو ممانعت وکړم، ولی ډاريږم چې پلار می تا هم خپه نکړی.
ليلا: خوری دا خبری مه کوه، زما او ستا ملګرتيا څه معنی لری، ملګری بايد په سختو شيبو کی د ملګری په خوا کی وی او بل داچی ستا پلار ماته د پلار حيثيت لری.
سارا: سمه ده هر ډول چی ته فکر کوی هغه ډول صحيح ده. ليلا وويل سبا غرمه ډوډۍ ستا سره خورم. دواړی خورلڼی د کوټی د کړکی خواته کوښه شوی، ورو، ورو سره و غږيدی، خبری يی نورو نه اوريدلی، ويی خندل او دنورو خورلڼو پاملرنه يی ځانته واړول. ټولو خورلڼو د سارا نه خدای په امانی واخستل او د کوره ووتی.
دجمعی په سهار سارا وخت د خوبه پاڅيدل، يو ګرم حمام يی ونيو، جامی يی بدلی کړی او بيا د ليلا راتګ ته سترګی په لاره شوه. لا د سهار لس بجی نه وی چی، ددروازی زنګ د سارا پاملرنه ځانته واړول، ځان يی و کړکی ته نژدی کړ او سترګی يی په ليلا ولګيدی، د کوټی نه راووتل، د ليلا مخ ته ورغله، هغی ته يی ښه راغلاست ووايه اوبيا دواړی خورلڼی د سارا کوټی ته لاړی.
دواړه خورلڼو ترغرمی پوری ډير کيسی او ټوکی ټکالی وکړی، د ډوډۍ په وخت کی د کور د نورو غړو سره يو ځای شوی، د سارا مور دلور د حالت په ليدلو خوشحاله وه، پسله څو ورځو، دا لومړی ځل و چېسارا د کورنی د غړو سره پر دسترخوان يوځای ناسته وه اوډوډۍيی خوړل.
ډوډۍ وخوړل شوه، ليلا د سارا پلارته مخ واړاوه، ويی ويل: کاکا جانه، که ستا اجازه وی، زه غواړم ستا سره څو خبری وکړم.
د سارا پلار: ووايه بچيه څه وايی؟
ليلا: کاکاجانه، زه په دی پوره پوه يم، چی نبايد ستا په وړاندی خبری وکړم، خو داچی تاسو ته خپل د پلار په څير ګورم او هغه درناوی چی پلارته می لرم تاسو ته يی هم لرم.
د سارا پلار پوهيده چي ليلا به د څه موضوع په اړه خبری کوی، د ليلا خبره يی ونيول او ويی ويل: مننه لوری، ماته هم تر سارا لور په کمه نه يی،اوس دی اصلی خبره راته وکړه.
ليلا: کاکا جانه ته خو پوهيږی چې اوس موږ په پنځم صنف کی يو. يوازی يو کال بل پاته دی چېسارا د خيره سره ډاکټره شی، نو که ته نه خپه کيږی، زه هيله کوم سارا ته اجازه ورکړی ترڅو خپله زده کړی بشپړی کړی.
د سارا پلار: لا ليلا خبری نه وی تمامی کړی، چی د سارا پلار سور او شين شو، نور يی د ليلا د خبرو د اوريدو حوصله نلرل، د ليلا خبره يی غوڅه کړه او داسی يی وويل: ښه به دا وی، چی نور په دی اړوند خبری ونکړو او بيله دی چی څه ووايی له ځايه ولاړشو، ليلا او سارايی يوځای پريښودی، او خپل کوټی ته لاړ.
د سارا پرمخ يو ځل بيا د اوښکو باران جاری شو، ليلا د لاسه و نيول اودواړی د سارا کوټی ته لاړی، ليلا بياهم وسارا ته جراات ورکاوه، ويی ويل: سارا، په ژړا څه نه جوړيږی، ته بايد حوصله او شهامت ولری، د ناخوالو په وړاندی مبارزه وکړی اوځان دی بری ته ورسوی.
سارا خاموشه شوه، د ليلا لنډو او کوټلو خبرو اغيزه ښندلی وه، مخ يی ليلا ته واړاوه، ويی ويل: ليلا يو کارمی کوی؟
ليلا: ګرانی، سل کاره دی کوم، ته فقط امروکړه.
سارا: کيدای شی اکرم ته ووايی چی سبا پر ۱۱بجودسيدجماالديندزيارتخواکیماوګوری.
ليلا: ګرانی، داڅه خبره ده، خامخا به ورته ووايم.
دواړو خورلڼو يو دبل سره خدای په امانی وکړه.
اکرم، دلسو بجو په شاوخواکی د صنف نه ووت، ځان يی د سيد جماالدين زيارت ته ورساوه او هلته يی د سارا انتظار وايست. اکرم په دی خوشحاله و چی پسله څو ورځويی خپله سارا ليدله، د ساراتصوير يی په ذهن او سارايی وسترګوته ګرځيدل، د سارا پر حال يی سوچ کاوه، چې د سارا د بوټو. ټک، ټک،يی پاملرنه ځانته واړول.
سارا د اکرم په ليدلو يو ځل بيا خپله حوصله دلاسه ورکړه او اوښکو يی پر مخ لاری وايستی.
اکرم سارا و ارامش ته راوبلل، ويی ويل: ګرانی، لطفا اوښکی دی پاکی کړه، ژوند ټول د ستونزو سره دی، موږ بايد دستونزو سره مبارزه وکړو، راځه کښينه راته ووايه چی جريان څرنګه دی؟
سارا، خاموشه شوه، ټول جريان يی اکرم ته ووايه، زياته يی کړه، زه خو د حل لاره نه وينم، اکرم خاموشه و، د سارا خبروته يی په ډير دقت غوږ نيولی و، سارا زياته کړه: ماته خو دحل لاره نه ښکاری، زما لپاره يوازی دوی لاری پاته دی اوس راغلی يم، څو ستاسره په ګډه تصميم ونيسم.
سارا وويل: زه بی وفا نه يم، پخپله پريکړه تينګه ولاړه يم، خپل ترمينی کله هم نه تيريږم، خو اوس داسی معلوميږی چې زما لپاره و هدف ته رسيدل خورا ګران دی، زما په نظر يوازی دوی لاری راځي: اول دا چې بايد له تاسره وتښتم، او بل داچی بايد د زهرو يوه پياله پورته او ځان بی غمه کړم.
اکرم: ګرانی، داڅه خبری کوی، يوه لاره هم منطقی نه معلوميږی، اول: زه نه غواړم موږ داسی يو کار وکړو، چی په ټولنه کی زموږ دکورنيو د سرټيټی سبب وګرځی، موږ نه بايد داسی کاروکړو چی په ټولنه کی د منلو وړ نه وی. دويم: ځان وژنه په اسلام کی لويه ګناه ده، ته ديوی هوښياری پښتنی پيغلی په توګه کله هم په دی اړه فکر مه کوه. اکرم زياته کړه: ترکومه ځايه چی زما اوستا د مينی خبره ده، ترکومه ځايه چې ستا سو د والدينو خبره ده نوزما وخبروته ښه غوږ پريږده. اکرم خپله خبری داسی پيل کړی:
دايوازی د اکرم او سارا ستونزه نه ده، دا ددی وطن اودی ټولنی دهری پيغلی او ځوان ستونزه ده. ستا ياد دی، ما په لومړی ورځ ددی ټولو ستونزو وړاند وينه کړیوه، ما او تا په ګډه ددی پريکړه کړیوه چې د ټولو ستونزو په وړاندی به مبارزه کوو، اوس زما مشوره داده چې ددی ستونزو په وړاندی په ګډه مبازه وکړو، د زغم نه بايد کار واخلو، په خدای ج او پخپله ځان او خپله مينه بايد باور ولرو، زه ډاډه يم چېيوه ورځ به د سارا مينه واکرم ته ورسيږی، او هيڅکله به هم زه دا اميد د لاسه ورنکړم. اکرم زياته کړه، ساراجانی، سارا اوس زما د ژوند او روح يوه برخه ده او دا برخه به يوازی په مرګ د اکرم نه بيلږی. ټول عمربه ستا لپاره په مجردی تير کړم، خو هيڅکله به تا هيره نکړم، اکرم مسکی شو او ويی ويل: ايا ته پخپل اکرم باور کولای شی؟
سارا د اکرم سترګو ته کتل او داسی معلوميدله، چې غواړی ځان د اکرم په ليدلو ښه موړ کړی، ويی ويل: هو، په خدای قسم خورم، زه پخپل ځان او پخپله مينه باورلرم.
اکرم او سارا ترډيره د سيد جما الدين د زيارت خواکی ناست وه او يو دبل خبری يی په ډير غور او دقت سره اوريدلی، دواړو په دی فيصله وکړه چېيو بل ته به دعمر تر اخيره صادق پاته کيږی، د زغم نه به کار اخلی او کله به هم داسييو کار چې ټولنی او ددوی کورنی ته دمنلو وړ نه وی، نه کوی. دواړو اکرم او سارا د بلی ورځي لپاره وعده پريښوده او بيا يو دبل نه جلا شول، سارا د کور او اکرم د ليليی په لور، روان شول.
د څو ورځو لپاره د اکرم او سارا ظاهری وضع بهتره شوه، دواړو په دی موافقه کړیوه چې وخت ته انتظار وباسی، و ګوری چی راتلونکی څه کوی. ددی خواکی به سارا کله کله په پټه دکورنه پوهنتون ته تله اوهلته به يی د اکرم سره ليدل،
خودا ليدنه ډيره دوامداره نه وه، پسله څو اونيو د سارا پلار اطلاع ترلاسه کړه، سارايی د سرای د باندی تګ نه بيخی بند کړه. د سارا پلار په دی پوهيده چې د لور کنترول ورته سخت دی ځکه يی تصميم ونيو چی د کابل نه د کلی په لور کډه وکړی. څو ورځی وروسته يی کور په کرايه ورکړ او خپله کډهيی د خپل پلرنی ټاټوبی چی د سمنګانو په ولايت کی يی موقعيت لاره، بارکړه.