
اې زمـــــــا ژړانــده زړه مه راته ژاړه
چي څــه نــه غواړم هغه مه رانه غواړه
له خپل ځــان سره چي زه فیصله وکړم
سه خــــــــوشحاله په هغه فیصله ویاړه
هغه درخته یـو وخت پټـــــــــه وه په ګلو
اوس هغـــــــه درخته سپېره سپېره ولاړه
څوک تنها کوي خوبونه یوځای پروت وي
دچــــاسپین دلیلا لاس تــــاووي تـــرغاړه
داغوښتنې دژونـــد سرتـــــــه نه رسیږي
پـــــرخپل ځان زمــــا دصبر پړي نغاړه
یــــو ایمان اوبـــل پښتو زمـــــــا زړګیه
راســــره دې پـــــه لحدکي وي دادواړه
کـــه غریب دې عمري دئ لاتر اوسه
شـــــاعري خــویې ترهره ځایه ولاړه
ــــــــ
محمدعلي عمري
مسلم باغ