د لیکنې د پیل یوولس مهم ټکي

 
هوډ لرئ، چې لیکنه وکړئ ؟ په ښار کې د کیسې لیکلو ډېر صنفونه شتون لري، چې نه غواړئ، پکې ګډون وکړئ، تاسو په دې باور یاستئ، چې لیکوالي داسې څه نه دي، چې صنفونو ته په تګ سره زده شي ؟ ډېر ښه تاسو سره همږی یم، نو د لیکلو له پاره ډېرې نورې لارې چارې هم شتون لري، چې کولای شئ، همدا اوس یې وازمایئ :
۱ ـــ ولیکئ :  
  د لیکنې پیلول سخت نه دي، هغه څه چې ډېر ستونزمن دي، له هغې څخه لاس اخیستل دي. لکه د چپسو، پنیرو او دې ته ورته نورو څیزونو خوړل، چې ډېر خوندور دي، د لیکنې له پاره دا بسنه کوي، چې پیل یې کړئ، نوره لاره آسانېږي، ولیکئ او تل ولیکئ، مهمه نه ده، چې څه ـــ څه  لیکئ .
۲ ــ ولولئ :
    لوستل او لیکل په یو بل باندې ډېره ښه اغېزه کوي، ډاکټران، چې په رښتیا ډاکټر کېږي، نه شي کولای، چې د روغتیایي مقالو له لوستلو څخه لاس واخلي، لیکوالان هم دا ډول اړ دي، چې په چټګ ډول مطالعه وکړي، ډېره لوستنه وروـــ ورو په لیکنه باندې ډېره ښه اغېزه کوي، نو کولای شئ، د لیکنې له پاره لوستنه وکړئ .
۳ ـــ په خپل ځان باور وکړئ :
  لیکوال کېدل، وړاندې کولو او خپرولو ته اړتیا لري، تاسو خپل افکار د کاغذ پرمخ لیکئ، تر څو له یوې مودوې اصلاح او سمون څخه وروسته یې خپاره کړئ، په خپل ځان باندې د باور له مخې کار وکړئ، له راتلونکې څخه مه ډارېږئ او د لیکلو پرمهال په دې اړه فکر مه کوئ، هغه مهال، چې لیکنه نه کوئ، نو له غوره روحیې او پر ځان باندې له لوړ باور څخه ګټه واخلئ .
۴ ـــ ټول خوښ مه ساتئ :
  که چېرې یوه عامه کتابتون تللي یاستئ او یا هم له خپلو دوستانو او ملګرو سره مو د یوه ادبي شاهکار په اړه خبرې کړې وي، حتماً به مو لیدلي وي، چې یو اثر ستا په اند شاهکار، خو د نورو له خوا ورته د یوه بېځایه او بې ګټې اثر خطاب شوی دی، نو ډاډه اوسه، چې هېڅ داسې لیکوال نه شته، چې وکولای شي، ټول خوښ وساتي، تاسو هم همدا ډول .
۵ ـــ له تېروتنې پرته لیکنه باندې باور مه کوئ :  
  هېڅ داسې لیکوال نه شته، چې لیکنې یې اصلاح او سمون ته اړتیا ونه لري، ډاډه اوسئ، هرڅوک تاسو ته دا خبره کوي، چې لیکنې یې ایډیټ او سمون ته اړتیا نه لري، پوه شئ، چې درواغ وایي، په خپل ځان مهربانه اوسئ، نو کولای شئ چې یو ښه او اغېزمن اثر ټولنې ته وړاندې کړئ، کوښښ وکړئ او خپلې ټولې هڅې ټولنې ته د یوه ارزښتمن اثر د وړاندې کولو په لاره کې ولګوئ، دا به ستاسو د شخصیت په لوړاوي کې له تاسو سره ډېره مرسته وکړي . د راتلونکې پېښې په اړه مه خواشیني کېږئ .
۶ ـــ د الهام په تمه مه اوسئ :
  هغه کسان چې وایي، کیسې، لیکنې او سوژې ورته الهام کېږي، درواغ نه وایي، مګر دومره یې په خپل مسلک کې پرمختګ کړی، چې له سوژو څخه د الهام اخیستلو ډېر ښه تور یې خپور کړی دی . داسې نه چې له لومړۍ ورځې دې پر تاسو الهام وشي، کولای شئ، له هغې سوژې څخه د لیکلو له پاره ګټه واخلئ، کومه چې لاس کې مو ده، پاتې پېښه یې په خپله راځي .
 
۷ ـــ د توضیحاتو په پرتله ښودنه ډېره اړینه ده :
  انتوان چخوف وایي : ماته مه وایه، چې سپوږمۍ ځلېږي، بلکې ماته د ماتې شوې ښیښې پرمخ هغه دوړه را وښایه، چې په آسانۍ په سترګو نه ښکاري. دا د پېښو له مثالونو څخه یو  غوره مثال دی، دې نصیحت ته تل غوږ نیسئ او هغه څه چې په سترګو ښکاري، هېڅکله هڅه مه کوئ، چې په اړه یې توضیحات وړاندې کړئ .
۸ ـــ دا کار د پیسو له پاره مه ترسره کوئ :
   ډاډه اوسئ، تاسو په لیکوالۍ شتمن کېدای نه شئ، هېڅکله نه شي کولای، د هغه څه له لارې، چې لیکئ یې یوه ښه او بشپړه دنده پیدا کړئ، کومه چې تاسو یې غواړئ، نو که چېرې غواړئ، په دې کار سره د نانوایي ډوډۍ ته ځان ورسوئ، نو لیکنه ودروئ، خو که چېرې په خپل نوم او نښان پسې ګرځئ، کولای شئ چې حساب پرې وکړئ .
۹ ـــ د لیکنې ځانګړی ځای او وخت :  
  لکه څنګه چې اړتیا لرئ، چې د ځان له پاره داسې یوځای جوړ کړئ، چې په هوسا او آرامه توګه لیکنه پکې وکړئ، نو لازمه ده، چې لږ تر لږه د نورو کارونو وخت هم را کم کړئ، تر څو تاسو د لیکلو، فکر کولو او مطالعې له پاره فرصت ولرئ .
۱۰ ـــ خپلې لیکنې هر چا ته مه ورکوئ :
   هغه چاته خپلې لیکنې مه ورکوئ، چې د اصلاح او سمون پرځای یوازې او یوازې د لیکنې په تېروتنو باندې نیوکه کوي او موخه یې  له تاسو سره حسد او کینه وي، که چېرې خپلې لیکنې هغه چاته ورکړئ، چې نه په اړوند مسلک کې مهارت ولري او نه هم په ادبیاتو کې، نو دا به ستاسو د پرمختګ په لاره کې یو لوی خنډ وي.
 
۱۱ ـــ د یوې مودې له انټرنېټ پرې او لیکنه پیل کړئ .
   که چېرې د لیکنې پرمهال انټرنېټ پرې نه کړئ، نو تاسو نه شئ، کولای، چې یوه ښه او اغېزمنه لیکنه وکړئ .