درې سرټمبه ګان

 
لیکوال: اېلین پېلین
ژباړه: عثمان رسولي
 
       درې ملګري په یوه ځنګله کې روان وو چې یو چا سلام ورکړ. درو واړو یې په یوه خوله سلام وعلیک کړ او سملاسي پخپلو منځو کې سره ونښتل. اولني سړي وویل:
       - تاسو نه یاست خبر چې زه لدې سړي سره د کومه راهیسې پېژنم. دا سلام یې ماته راکړ، نه تاسو ته!
دوهم سړي وویل:
       - دا څه وايې؟ هغه زما د وړوکتوب ملګری دی. دا سلام یې هم ماته راکړ ، نه تاسو ته.
دریم سړي وویل:
       - دې سړي تاسو یوه ته هم سلام ندی درکړی. سلام یې ماته راکړ ځکه چې هغه زما ډېر پخوانی ملګری دی.
خبره جنګ ته ورسیده اوپخپلو کې سره لاس او ګریوان شول. پدې وخت کې یوه وویل:
       - ولې جنجال کوو؟ راځئ چې محکمې ته لاړ شو. قاضي به فیصله وکړي چې څوک په حق دی.
درې واړه یو ځای د قاضي په مخ کې ودریدل او قاضي هم په سوال ځواب پیل وکړ. له ځوابونو وروسته قاضي ورته وویل:
       - تاسو په سرټمبه ګی کې یو هم بل ته تن نه ورکوی. اوس به معلومه شي چې په تاسو کې لوی سرټمبه کوم یو دی. غواړم واورم چې څه ډول سرټمبه ګې مو کړي دي.
اولني سړي وویل:
       - یو ځل سخت ناروغ وم. هګې را باندې بند وې. مور مې هګې جوش کړې وې او خپله په ډاکتر پسې لاړه. ما یوه هګۍ را واخیسته او غوښتل مې چې ویې خورم. پدې وخت کې دروازه خلاصه شوه او ما له ډاره هګۍ په خوله ننه ایسته. داکتر چې زما خولې ته وکتل حیران شو. یو غمبوری مې پړسیدلی ؤ. ډاکتر چې هر څه وکړل، خوله مې نکړه ورته خلاصه. ډاکتر وویل چې دا ډېره خطرناکه دانه ده باید همدا اوس یې عملیات کړم. کله چې یې غمبوری را باندې سوری کړ، هګې ترېنه را ووته. ډاکتر حیران شو. له هغه راهیسې مې په غمبوري کې چاپ پاته شو.
دوهم سړي وویل:
       - یوه شپه کور ته غله را واوښتل. ښځې مې راته وویل چې جګ شم او دا غله پسې واخلم. خو ما قسم وکړ چې واله که له ځایه شور هم وخورم. هرڅه یې رانه غلا کړل. بالاخره په پای کې یې بړستن هم رانه یووړه او ما له ځایه شور هم ونه خوړو.
دریم سړي وویل چې:
       - یوه ورځ مې غاښ خوږیدو. د غاښو ډاکتر ته ورغلم. راته ویې ویل چې کوم غاښ دی. ما قسم وکړ چې واله که یې ورته وښیم. که په رښتیا د غاښونو ډاکتر وي، پخپله دې پیدا کړي. هغه په احتیاط سره زما غاښونه وکتل او بیا یې یو غاښ رانه وایستو او په مخه کې یې راته کېښود او ویې ویل:
       - دا دی.
ما ورته وویل چې:
       - نه دا ندی.
بیا یې بل، ورپسې بل او بالاخره ټول غاښونه یې رانه وایستل خو بیا مې هم ورته ونه ویل چې کوم غاښ دی.
قاضي د دوی د خبرو له اوریدو نه وروسته وویل:
       - تاسو درې واړه لوی سرټمبه ګان یاست. درو واړو مو وګټله. هغه سړي تاسو درو واړو ته سلام درکړی دی. خو له احترامه نه، بلکې له ډاره!