پاکستان هم د آمریکا سیاست تعقیبوي

 
آمریکا وايي چې که په افغانستان او منځني ختیځ کې جنګ ونکړي، نوجنګ به آمریکا ته ورشي. پاکستان هم همدا کار کوي. 
 
زه نه پوهیږم چې دا زمونږ پر ملي امنیت څه شوې دي؟ دوی دې هم همداکار کوي کنه! پاخه پاخه مولایان دې را ټولوي او فتواوې دې ورکوي کنه!... د چا چې جهاد ته ک...نه خارش کوي، هغوی دې جذبوي کنه! خرڅ، خوراک، پیسې، لباس، روزنه او تعلیم دې ورکوي کنه! او نورو ملکونو ته دې د جهاد د پاره لیږي کنه! مکه کفارو نېولې ده او بیت المقدس د یهودانو په لاس کې دی او دا په جهاد مینان مجاهدین دلته کرار ناست دي او یا هم په خپله پلرنۍ خاوره کې د خپلو خلکو پر ضد جهاد کوي. سبحان الله! بس د جنت قوالې دې ورکوي کنه او هلته دې ور لیږي کنه!  مونږ د دوی له غمه نه یو مړه، بلا مو ور پسې که مري او که پاته کیږي،خو چې دا ملک د دوی له شره خلاص شي... 
 
د چا چې په پاکستان کې جهاد ته ک...نه خارش کوي، سملاسي د آی اېس آی له لورې جذبیږي. خرڅ، خوراک، لباس، پیسې، تعلیم، روزنه، پالنه او داسې نور هرڅه ورته ورکوي، خو ورته وايي چې:  
  - هرچیرته چې جهاد کوې کوه یې، خو په پاکستان کې به یې نه کوې! دلته جهاد ناروا دی!
بس دا د مونږ له جهادي خارشیانو سره یې یو ځای د جهادي خرونو په توګه رالیږي. که مري او که ژوندي پاته کیږي، په کیسه کې یې نه دي. له یوې خوا هم لدې بلاؤ نه خپل هېواد ژغوري،  له بلې خوا د آمریکا نه پیسې پرې آخلي او هم له افغانستان سره چنې پرې وهي.....
 
معلومدار چې په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي او مونږهم کرار نه یو ورته ناست. مونږ دوی دوزخ ته لیږو او دوی مونږ.... اما په پنجاب کې لپ و جپ دی؛ شپه او ورځ مزې دي، موسمونه دي، سازونه دي، چړچې دي، فریحه پرویز ده او کنسرتونه دي...نه د جهاد درک شته او نه هم د شرعیت.... خلک خپل ژوند کوي او له ژونده خوند آخلي... هیله لرم چې تاسو هم غمونه هیر کړئ!!!