
الله دې مونږ ته خیر وکړي! له یوې بلا نه لا نه یو خلاص بلې ته ښه راغلاست وایو... څه شوه هغه د وطن، خاورې او ناموس انګیزه؟ څه شول هغه قهرمان افسران چې په کال کې به یوه ورځ هم کورونو ته نه تلل،.. په تش نس به جنګیدل او خپلو سربازانو ته به یې هم د خاورې او ناموس د دفاع انګیزه ورکوله؟...
آیا دې خبرې ته مو پام کړی چې چا چې په سیمه کې له ټولو نه قوي او په محاربه کې روزل شوې، تجربه کاره او قهرمانه اوردو په لوی لاس منحل کړه، هغوی به هیڅکله هم د افغانستان ملي اوردو په پښو ونه دروي. ځکه خو یې په دفاع وزارت کې داسې فساد او خیانت وکړ چې له څورلسو کالو وروسته یې نه د هوايي قوې درک شته، نه د دفع هوا، نه د توپچي، نه د کشف او نه هم د استخباراتو. خو برعکس، هر جنګسالار ځانته د ملیشو پوځ لري.
اصلي خبره داده چې جنګسالاران بیا د یو څو بې موره او بې پلاره طالبانو په مقابل کې د دفاع په بهانه خپلې ملېشې راباسي چې د څلرم ځل د پاره دا وطن بیا پرې لوټ کړي او جنګسالارۍ ته بیرته نوی ژوند او نوی قوت ورکړي. که دا کار وشي، نو له توکم وژنې به خالي نه وي. ډېرې ښځې به پکې کونډې او بورې شي. د ډېرو په عزتونو به تیري وشي او ډېر بې ګناه خلک به د طالب په تور ووژل شي. د دې لپاره چې هېواد مو بیرته د نوییمو کلونو په څېر بیا په خپل منځي جګړو کې ښکېل نشي، له دولته غوښتنه کوو چې د شخصي ملیشو په وړاندې له ځانه جدیت وښیي، پر ضد یې کلک ګامونه واخلي او پرې نه ږدي چې د ملي اوردو رول ولوبوي.