د زړه خواله

 
له تصویري او صوتي رسنیو نه که تیر شو او فیسبوک کې د ؤلسمشر پاڼې ته ورشو، وبه ګورو چې د ؤلسمشر د عالمانه او ښکلیو ویناؤ په مقابل څه بد رد، څه له کرکې ډک کومنټونه او څه له شرمه ډکې خبرې حتی د ده د اولادونو په باب هم نه سپمول کیږي.
 
دا بې انصافان په یوه زورواکي پسې یوه خبره هم نشي لیکلی چې دا بلند منزلونه او شهرکونه یې له کومه کړل؟.... چې دا د آمریکا او آروپا په سطحه  اشرافي کورونه او بې حسابه جایدادونه یې پدې غریب ملک کې له کومه کړل؟
 
هو،...دا بې انصافان په یوه زورواکي پسې هم دومره نشي لیکلی چې دا په درځنو درځنو زرهدار ګاډي چې هر یو یې د اتو لکو ډالرو په شاؤخوا کې قیمت لري او دا د دوبۍ، لندن، پاریس، او نیویارک... کورونه او آپارتمانونه یې چې په لس ګونومیلیونه ډالره قیمت لري، له کومه کړل؟
 
او دا بې انصافان دومره هم نشي ویلی چې دا لوی لوی ساختماني شرکتونه او د سرو زرو مارکیټونه یې پدې خوار او غریب ملک کې له کومه کړل؟.....او دا په لس ګونو او سل ګونو میلیونه ډالر یې څنګه پیدا کړل؟
 
هاها... ټول پوهیږو چې غوا توره ده خو شیدې یې سپينې. د بین المللي ټولنې د مرستو لویه برخه همدوی غلا کړه،... ګمرکونه همدې خلکو چور کړل، وزارتونه دوی چور کړل، بانکونه همدې خلکو چوراو تالان کړل، خلک همدوی چور او در په در کړل،... د نشه یې موادو او لرغونو آثارو په قاچاق همدوی صرفه ونکړه،...خو نن همدا بې انصافان په اشرف غني ډول ډول او له شرمه ډک تورونه لګوي او د خپل بام واوره هم د ده په کور ور آچوي....دوی فکر کوي چې افغانان حافظه نلري، خو برعکس،...دوی خپله حافظه له لاسه ورکړې او فکر کوي چې دا ملک لدې خلکو سره یو ځای د دوی په میراث رسیدلی.
 
هو،... د دې بې شرمیو شاته کوم بل څوک ندي ولاړ. معلومدار چې زورواکي او د کرزي د دورو په فساد ککړه اداره او د دوی نوکران او تالي څټي.... اوس شپه او ورځ لګیا دي،.. حتی نور یې هم کرایه کړي چې د هیڅ ډول سپکو سپورو او پروپاکند نه درېغ ونکړي،.... په فیسبوک کې د ؤلسمشر د هرې وینا او خبرې سپکاوی وکړي....او چې په هر ډول وي، دا نظام را نسکور کړي. ځینې ساده او سواد لرونکي بې سوادان هم په غیر شعوري توګه ځانونه پدې آپلتو کې ور سره شریکوي....
 
د اشرف غني پر ځای د دوی بدیل به یا ګل آغا شیرزی او یاهم عطامحمد نور،... یابه ضراراحمد مقبل عثماني او یا به هم تورن اسمعیل....یا به سلاح الدین رباني وي او یا به هم د فساد شاهنشاه اعلحضرت حامد کرزي وي چې افغانستان ته یې په اداري فساد او کروپشن کې لومړی مقام ګټلی دی. بیا به پر دوی باندې یوځل بیا اختر شي، ځکه چې دوی فکر کوي چې افغانستان کې د غلا کولو لپاره نور هم ډېر څه پاته دي چې باید غلا شي. دا ځکه چې دوی لا هم نه دی ماړه شوي باید نور فساد هم وکړي او ځانونو ته یوه یوه شخصي آلوتکه هم را نیسي...
تاسو خپل فکر وکړئ! تاسو خپله قضاوت وکړئ! چې آیا اشرف غني له دا ډول کسانو سره پر تله کیدای شي؟ زهوایم چې نه، او هیڅکله همک نه!!
 هو ساده پښتنو، تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکانو... لږ هوښیار شئ! که نه دا له شتمنیو ډک هېواد مو له لاسه وزي. اوس هم ټول کانونه د زورواکو په لاس کې دي او په پیسو یې د همدې نظام د را پرځولو لپاره هلې ځلې کیږي.
راځئ چې یو موټی او یو قوت شو، د ؤلسمشراو نظام شاته ودرېږواو د لوټمارانو د محاکمې غوښتنه وکړو!
په همدې هیله. ومن الله توفیق!