
دالارې څنګ تـــه چي هدیره ده
دعبرت څـــومـــره لویه کیسه ده
کــه زه اوته شوهــــــرڅوپه منډو
زمــا اوستاهـــم وروستۍ دېره ده
څلوریځه
شکل یــــې سم دم وعېسوي تــــه
وایي خدای ګوري دچــازړګي ته
شریعت څـــــه دئ شریعت دادئ
سړئ به ګوري وخپل نبي ص ته
څلوریځه
کــــه دې اخیستئ دصبر غـــروي
یقین دې کلک پــــر خیراوشروي
زه دې ضامــن یم هرلوی مشکل به
درته سپک سپک تل دمچ وزروي
ــــــــــــ
محمدعلي عمري
مسلم باغ