
نهيلي:
چې ژوند په چاقو هم نیمیدلای شي!! نو ته هم مجبور يې چې په دې ستړیو پیاده روونو کې د مرګ تمرین وکړې!...
زورګويي:
کله به یې تر موټره منډې کړې او ضعیف سپین ږیري ته به یې چې نری نری زګیروی یې کاوه په نګران انداز وکتل او کله به یې په واټ کې په ولاړ کتار موټرونو کې وړاندې منډه کړه او د لارې د خلاصیدو پوښتنه به یې وکړه؛ ګړۍ وروسته سړی د موټر څنګ ته ناست وو، دواړه لاسونو یې سر ته نیولي وو او خلک په موټر ور ټول وو؛ ټرافیک غږ کړ: مارشال تیر شو!...
دوه مخي:
ور تر غاړې وت، څه شیبه يې په غیږ کې نیولی وو او ورته ویې ویل: یاره ستا په ملګرۍ افتخار کوم، زه خو مصروف وم خو ته وخت ناوخت را باندې ګرځه زه بل تا غوندې نږدې دوست کله لرم؟، خو چې ملګری یې له کوټې ووت ناست کس ته یې په موسکنده لهجه وویل: وبښه یاره معطل شوې زه له دې خلکو نه سخت په تنګ یم...
د ۲۰۱۴ د فبرورۍ پنځمه، ډهلي – هندوستان
هیله:
د سلمانۍ هیندارې ته ودرید، نویو جوړو کړو ویښتانو او تازه شوې څیرې ته څه شېبه په دقت ځیر وو، موسک شو او له لنډ اسوېلي وروسته د لوی واټ په لور روان شو، د ښکلي موټر څنګ ته ولاړ کس پرې غږ کړ: پنچرمین مې نه لیده داسې په ځان مین مې نه لیده...
یو طرفه علاقه:
ښايي دا علاقه یو طرفه وه چې دا دي یو کال او څو ساعته کیږي چې هره شېبه يې سترګې دي چې هغه به پښېمانه شي خو نه پښېمانه کیږي...
د ۲۰۱۴ د فبرورۍ شپږمه، ډهلي – هندوستان