اکرم او سارا/ دوولسم څپرکی

 
د اکرم زړه په سينه کی ټوپونه وهل، خوب يی د سترګو تښتيدلی و، دسبا په اړه يی سوچ کاوه. اکرم په ټول ژوند کی په جرګی او مرکی، کی نه و ناست، دايی لومړئ ځل و چې په مرکه تی او هغه هم د خپل ځان په مرکه. هيڅ نه پوهيده چې سبا به څه کيږی، تر ډيره بريده د سارا و خبروته هيله من و، نه پوهيده چی د کومه ځايه يی راشروع کړی او چيری يی ختم کړی ولی څه به يی کول، بيچاره اکرم مجبورهو ترڅوخپل جرګه پخپله وکړی،  تر سهاره په کټ کی لټ پر لټ واوښت او شپه يی په ويښو سبا کړه.
اکرم سهار وخته د خوبه پاڅيد، اودس او لمونځ يی اداکړه، د جرګی لباس يی واغوست او د سارا د کور په لور، روان شو، لمر خپلی ګرمی وړانګی تازه پر ځمکه راخوری کړیوی، چی اکرم د سارا ددروازی مخ ته ودريد، زنګ ته يی فشار ورکړ اوانتظار يی وايست.
د اکرم پلار په داسی حال کی چې و مارکيت ته يی دتګ اماده ګی نيول، ددروزای زنګ پرځای ودرواوه، سترګو يی ددروازی لاره څارل چې نوکر په دروازه را ننوت، او ويی ويل: د اکرم په نوم يو څوک راغلی دی او وايی چې له تاسره يی کاردی.
 د سارا پلار چې په کراتو، کراتو يی د اکرم نوم دسارا د خولی اوريدلی و، د نامه سره اشنا و، حيران په دی وو چې ولی اکرم غواړی دده سره وګوری او هغه هم په دی شنه سهارکی،  سمدلاسه يی نوکرته وويل: هغه ميلمستونه ته يوسه، چايی اماده کړه، زه هم درځم.
اکرم په ميلمستون کی د سارا د پلار انتظار ايسته، نوکرچايی ورته راوړی  خو اکرم  لا چايی ته شروع نه وه کړی، چې د ساراپلار په ميلمستون راننوت، اکرم د هغه په احترام پخپل ځای ودريد، سلام يی ووکړ، د سارا پلار اکرم ته د روغبړ لپاره لاس اوږدکړ، اکرم هم يو قدم ور وړاندی شو او دسارا د پلارلاسيی ونيو او روغبړ يی ورسره وکړ. د روغبړ په وخت کی اکرم اشتباها د سارا د پلار لاس په دی ګمان ښکل نکړ چې ګواکی د لاس ښکلول،  ښاری فرهنګ نه دی، ولی اکرم په دی نه پوهيده، چی د سارا پلار يو کليوالی خان دی چې د ډيرو کلور راهسی په کابل کی اوسي خو خپل د خان خانی فرهنګ يی لا تر دی مهاله ساتلي دی.
د سارا پلار لا پرځای ناست نه و، مخ يی اکرم ته واړاوه او ويی ويل: ښه نوته اکرم يی؟
اکرم هم په ډير زړورتيا سره وويل: هو صاحبه، زه اکرم يم.
خان: زما لور خو دی خورا ډير صفت کوی، نو اوس راته ووايه چی څنګه دی په دی شنه سهار کی زه يادکړم.
اکرم: هو، خان کاکا، تاسو خو په دی پوهيږی چې زه او ساراجانه يوځای په يوه صنف کی  زده کړه کوو،
خان: خان د اکرم خبره غوڅه کړه، او ويی ويل: زه په دی له ډيره پخوا خبر يم.
اکرم: مسکی شو او زياته يی کړه، داخو لاښه خبره ده.
خان جدی شو‎، نور يی نه غوښتل چې خپل وخت د اکرم سره تير کړی، سمدلاسه يی وويل، ښه زما پوښتنه داده چې څنګه دی په دی شنه سهار کی زه يادکړم؟
اکرم سخت د خان تر تاثير لاندی راغلی و، دخان برخورد يی هم خوښ نه شو، لار او ګودرترينه ورک شول، نه پوهيده چې خپلی خبری څنګه يو دبل سره وتړی، خو تصميم يی نيولی و چی خپل د زړه خبره به خان ته کوی، سمدلاسه يی د خولی داسی را ووتل: که ستاسو خوښه وی او تاسو ما پخپله غلامی و منی؟ زياته يی کړه زه او سارا غواړو يو د بل سره واده وکړو.
خان د غصی  نه سور شو، شين شو او بيا تورشو، يوه شيبه چپ شو، بيا يی په لوړاواز وخندل، دځان سره يی سوچ کاوه، په دی شنه سبا کی دداسی يوه پيغام د اوريدلو  هغه هم دداسی يوچا دلوری چې نه يی خان اصل پيژندل او نه نصب، انتظار نه درلود، فکر يی وکړ، شايد اشتباه يی اوريدلی وی، ياهم داچی اکرم ټوکی ورسره کوی. مخا مخ يی اکرم ته وکتل او ويی ويل: ايا زما سره د ټوکو، کولو لپاره راغلی يی.
اکرم د خان خندا او حرکت سخت په غصه کړی و، حيران و چې څه وکړی، ويی ويل: نه خان کاکا، خدای دی نه کوی، ولی به ټوکی کوم، په دی کی کوم ځای د ټوکو دی؟
خان وليدل چې اکرم جدی دی، داسی يی خپل پوښتنی پيل کړی:
پلار دی څوک دی او چيری دی؟
اکرم: هغه خو ډير ليری په کلی کی ژوند کوی.
خان: اياستاسوپه کلی کی هرسړی خپل د سر اور پخپله وژنی؟
اکرم: نه نه، داسی نه ده، خبره خو داده چی......،
خان د اکرم خبره په خوله کی ور وچه کړه او سمدلاسه يی بله پوښتنه داسی طرحه کړه: چيری اوسيږی؟
اکرم: زه په ليليه کی ژوند کوم.
خان: خان مسکی شو، خو دا مسکا د خوښی نه بلکه د قهروه،  داسی يی وويل: ښه نو ته غواړی چی په ليليه کی زما د لور سره واده کړی!!!
د اکرم حوصله نوره تمامه شويوه، نه يی غوښتل چی د سارا پلار خپه کړی، خو تصميم يی ونيو چی د سارا و پلارته منطقی او کوټلی ځوابونه ورکړی، داسی يی وويل:
اکرم: خان کاکا، کورخو پر ميرمن جوړيږی ځکه خو زه راغلی يم ترڅو خپل کورجوړکړم، اکرم زياته کړه، د واده نه مخکی به د کورغم هم وخورم.
خان: پلاردی څومره پټی لری؟
اکرم: د الله نه راض يم، بس دومره کيږی چی زموږ ژوند ورباندی مخ ته لاړشی.
خان د اکرم پر حاضر ځوابی نورهم په غصه شو، نه يی غوښتل خپل وخت ضايع کړی، ودريد، اکرم ته يی وويل: چايی دی  وخوره او نوردی په مخ ښه، په راتلونکی کی داسی هڅه مه تکراروه، د پوهنتون محصل يی، هوښيار سړی يی، زما او ستا ترمنځ خورا لوی واټن پروت دی، ستا او زما دلورواده د امکان نه ليری خبره ده، خان ددی خبری سره يوځای اکرم ځان ته پريښوده، د کوټی ووت اودروازه يی په ځان پسی وتړل. دخان د تګ وروسته سمدلاسه نوکر کوټی را ننوت، د کوټی په کنج کی داسی منتظر شو، داسی ښکاريده چی د اکرم د رخصتولو لپاره راغلی وی. اکرم هم بيله دی چی چايی وخوری، په ماتو او ګوډو بندو د خان د کوره ووت، شاته يی و نه کتل،  د سرويس تم ځای ته ورغی ترڅو ځان پوهنتون ته ورسوی.
اکرمد خان پر خبرو ډير خپه و ، اعصاب يی نا ارامه وه، دخان خبرو يی په مغزکی توپان راخوځولی و. د ژوند اود ژوند دتوپيرونه يی زړه شين و، دخان دا خبره ( زما اوستا ترمنځ د ځمکی نه تراسمانه توپير دی.)يی وار، وار په مغزوکی تاويده او اکرم يی زوراوه.
 اکرم په داسی حال کی چېد پوهنتون په نيت را روان و، ټول هغه ستونز ی کومی چې اکرميی په لومړی ورځ وړاند ويانه کړی وه، و سترګو ته يی ودريدی، په سوچونو کی لاړ، د ځان سره يی وويل: ساده اکرمه، ستا يی د عشق او عاشقی سره څه، ستا د سارا ښکلی غوټی سره څه، د بزګرزويه ځان دی و پيژنه، ستا يی د ښار د ښاپيری سره څه، ځانته په غصه و، ژوند ته په غصه ، هر څه يی بد راتلل. خو اکرم داسی څوک نه و چې په ساده ګی د خپلی مينی تيرشی، اکرم په خواريو کی داسی پوخو، چې هيڅکله يی هم ماته نه منل، خو دا د اکرم لومړی ځل و چی په مينه کی يی ماته خوړلی وه، مګر اکرم د ا ماته نه منل، د سارا په سوچ کی لاړ او دهغی پر حال يی فکر کاوه، د حل لاره ورته نه معلوميده.
اکرم همداسی په سوچو کی ډوب و، چې کلينر غږ پی وکړی، وروره، ته نه کوزيږی دا ورستی تم ځای دی، اکرم يی د سوچونو د ټاله را وايست، په ماتو بندو د بس نه تم شو، زړه يی د فاکولتی په لور نه تی، ګامونه يی د ځان سره په زوره کشله کول، په بی صبری سره يی خپل د مينی انتظار ايسته، غوښتل يی داهرڅه دساراسره شريک کړی. اکرم ورو، ورو، خپل اعصاب کنترول کړه، پرځان حاکم شو، سره ددی چې د سارا پلاريی ډير ملامتاوه، اکرم خپل ځان ته هم ملامتی اړول، دځان سره يی ويل، زه بايد هڅه وکړم خو خپله وعده بايد ماته نکړم، ځان بايد خپل مينی ته ورسوم، ولو، که په لاره کی ډيری ستونزی وی.
اکرم ددی سوچوسره ځان  فاکولتی ته ورساوه، لاتر اوسه وختی و، نور محصيلين نه ښکاريده، سارا د صنف په وره کی د اکرم لاره څارله چی د اکرم نظر په سارا ولګيد، په ماتو بندو د سارا و خواته ورنژدی شو، سلام يی وکی، دواړه مينان يو د بل و سترګو ته ځير شول، سارا هرڅه د اکرم په څيره کی ولوستل، د پوښتنی ضرورت نه و، غوښتل يی ځان ډاډه کړی، د اکرم نه يی تپوس وکړ: جرګه دی څنګه وه؟  اکرم د يوه بی روح جسم په څير يوازی د سارا سترګو ته کتل، اکرم خو د اوږدی مبارزی لپاره اماده و خو په دی نه پوهيده، چېسارا به ديوه نازک جسم په څير ددی ټولو ناخوالو سره د مبارزی توان ولری او کنه. سارا خپله خبره تکرارکړه او داسی يی وويل: ولی داسی راته ګوری، لکه چې په ټول عمر دی نه يم ليدلی، وايه جرګه دی څنګه وه. اکرم بيا هم د سارا په سترګو کی غرق و. سارا تکان ورکړ او زياته يی کړه: خبری وکړه کنه، څه خبره ده.
اکرم بيله دی چې د سارا اصلی پوښتنی ته ځواب ورکړی، داسی يی وويل: سارا، زما ګرانی سارا، لږ می پريږده څو ستا ښکلی سترګو ته ښه وګورم ځان يی په ليدو موړکړم، پريږده چې دا ساده او کليوال زلمی ستا د سترګو د لاری ستا دزړه  دهليزو ته لاره پيداکړی، هلته د مينی يو دايمی کور جوړکړی، پريږده ستا د سترګو په ساحل کی غرق شم او محوه شم. زياته يی کړه، زه ډاډه يم چې دا ښايسته سترګي به اخر ما ووژني.
 
سارا د اکرم خبری پريکړی، مسکی شوه، ويی ويل: واه، واه، زما د پلار سره که کښينی يو څو واره، کليوال اکرم به خامخا شاعر شی. مسکی شوه، زياته يی کړه، ډاکټر صاحب اوس راته وايی چې څه وشول او کنه؟
اکرم بيا هم د موضوع نه ليری لاړ، ويی ويل: ګرانی پريږده ستا په ديدن ځان موړ کړم، زه ډاډه يم چې ستا مينه به اخر ما ووژنی.
سارا: ګرانه، شاعری پريږده، او ووايه چې جرګه دی څنګه وه؟
اکرم: هو ستا پلار می وليد، جرګه هم بده نه وه.
سارا: څنګه ښه وه؟
اکرم: پلاردی ويل: زما اوستا ترمنځ د ځمکی او اسمان شانته لوی واټن دی، پلاردی له مانه وپوښتل: د کوم ځای يم، پلارمی څه کوی، څومره شتمنی لرم، چيری ژوند کوم او اخرکی راته وويل، زما د زوم کيدو خوب له سره وباسه، خپله ووت او زه يی ځانته پريښودم. اکرم وويل: ګرانی، ما خو د لومړی ورځي نه داخوب ليده، ددی ټولنی بدبختی زه درکولای شم، د اکرم سترګی ويوه نامعلومی لوری ته بی حرکته پاته شوی اوچپ شو.
سارادداسی يوه منفی خبر و اوريدو ته چمتو نه وه، هيڅکله يی  هم داسی فکر نه کاوه چې ددی پلار به ددی د مينی په وړاندی خنډ شی. ځکه حيرانه شوه، ويی ويل: څه ! څه !! څه !!! ايا ته ټوکی کوی او که جدی يی؟
اکرم: هو سارا، زه کاملا جدی يم، او زه ډاډه يم چېيوه ورځ به ستا مينه ما صحرايی کړی.
سارا مسکی شوه او ويی ويل: اوس يوازی مرګ کولای شی چېسارا د اکرم نه بيله کړی، په ژوند خو به سارا، هيڅکله او هيڅوک هم د اکرم نه بيله نکړی، حتی زما پلار هم. دا خبره يی خورا جدی او ټينګه معلوميدل.
د سارا ددی خبرو په اوريدو سره، د اکرم په دننه کی مړه شوی اميدونه راوژوندی شول، د ځانه سره يی وويل: دا ديوی پښتنی پيغلی پريکړه ده، په زړه کی يی سل ځلی وسارا ته افرين ووايه، د سارا په مينه ووياړيد. او داسی يی وويل: سارا، ايا ته ډاډه يی؟
سارا: هو زه سل په سل کی ډاډه يم، سارا زياته کړه: مينه زما باوردی او يوازی مرګ دا باور ماتولای شی اوبس.
اکرم د سارا په غوڅو او پريکړنده ځوابونو سخت خوشحاله شو، د سارا دپلار غوصه يی اصلا د ياده ووتل، د سارا مينی او تړون ورته نوی انرژی ورکړیوه. دسارا نهيی مننه وکړه او خپل تړون يی داسی نوی کړ: سارازه هم ستا په مينه قسم يادوم، چې يوازی مرګ به می له تانه جلا کوی او بس، زه به ستا مينی ته د رسيدو لپاره د هر ډول ناخوالو سره مبارزه وکړم، خو کله به هم پری نږدم چی زما مينه خپه شی.
سره ددی چې اکرم د سارا په ټينکو ځوابونو سخت خوشحاله و، د پلارخبره يی ورپه زړه شوه، څه دی کول چې پلار او نيکه دی کول، اکرمه ستا يی د مينی سره څه، پلار دی مينه کړيوه اوکه نيکه. اکرم همدی سوچ کی وو چېسارا تکان ورکړ، اکرم يی د کلی د لاری نه را ستون کړ، مسکی شوه  ويی ويل: ډاکټر صاحب وايه بيا چيری تللی وی.
اکرم مسکی شوه او ويی ويل: نه همدلته يم.
سارا: ښه نو وايه چې راتلونکی پلان څنګه دی؟
اکرم: زه خو چور ليونی يم، ته راته ووايه څه بايد وکړم؟
سارا: زه به می نن د مور سره خبری وکړم، ته سبا سهار بيا راشه، زه ډاډه يم چې پلار به می پر خپل کړنه پښيمانه وی.
اکرم: د اکرم زړه د سارا پلار ايستلی و، هرڅومره چی سارا تشويق کړ، زړه يی نه شو کولای چی سبا بيا هغه دروازی ته ودريږی او د سارا د پلار د توهينونکو پوښتنو سره مخامخ شی.
سارا اکرم ته جراات ورکړ، ترڅو سبا ته بيا په جرګه لاړشی، خو، خوار اکرم ددی جراات نه لاره. سارا ته د اکرم پر بی جرااتی خندا ورتله، په ټوکو کی يی اکرم ته وويل: ګرانه، ساراته رسيدل دومره هم اسان نه دی، خدای خبر چی نوربه څومره زما د پلار تندی خبری واوری. دواړو سره وخندل. لنډه داچی اکرم دی ته تيار شو، ترڅو سبا بيا د سارا پلارته په جرګه ورشی. په دی ورځ دواړو اکرم او سارا درس ته نه ولاړل، او ټول وخت يی په قدم وهلواو پلان جوړولو تير کړ.
سارا چې کله کورته ستنه شوه، راسا خپل کوټی ته لاړل، جامی يی بدلی کړی، يو ساعت يی تفريح وکړه او بيا د مورخواته ورغله او داسی يی شروع وکړه: مورته يی د نن سهار داستان بيان کړ، بيا يی داسی وويل: موری، ته خو پوه يی چی زه د اکرم سره مينه لرم، دامنم چی اکرم غريب دی، خو اکرم يو باشخصيته زلمی دی، د لوړ همت خاوند دی، زه يی د کلو راپدی خوا پيژنم، کلی ته نه دی تللی، په رخصتی کی کار کوی او خپل د تعليم مصرف برابروی، هيڅکله يی هم زما نه د يوی روپۍ تقاضا نه ده کړی. د لوړ استعداد خاوند دی، د فاکولتی او پوهنتون په ماحول کی ټول محصلين او استادان د اکرم  شحصيت ته په درناوی قايل دی. سارا خپل غوښتنه داسی راټوله کړه: موری،  زموږ مينه دځوانی پر احساساتو ولاړه نه ده، دا مينه د ساده احساس نه ريښه نيولی او زموږ د باور پر بنياد يی ريښی او ښاخلی نيولی دی، د وخت په تيريدو سره دامينه دومره پياوړی شویده چی زموږ جدايی يی ناممکنه کړيده، سارا، زياته کړه، که زه اکرم ته ونه رسم، نو خون به می ستا سی په غاړه وی.
مور: د سارا مور خپل د نازولی لور ټول خبری واوريدی، او دا چې خاوند يی نن سبا يی د هغی د مين سره بده رويه کړیوه، خپه شوه، لورته يی وويل: زويه، زه ستا په ټول خبرو پوره باورلرم، زه په خپله وينه او شيدو باور لرم، زه ډاډه يم چې زما لور به کله هم داسی کار ونکړی چې زموږ د سر ټيټی باعث وګرزی.
لورد مور خبره غوڅه کړه او ويی ويل: مور اکرم سبا بيا په جرګه راځي او زه هيله لرم چی پلار می هغه خپه نکړی.
د سارامور: زويه زه خو به خپل ټول تلاښ وکړم، خو ته دی پلار پيژنی، يوازی خپل خبره منی، زما وخبری ته غوږ نه نيسی. د سارا مور لورته ډاډ ورکړ، ويی ويل: زه به خپل تلاښ وکړم، ووينو چې لاڅه کيږی.