د پاچا له زوی سره د یوې بېوزلې نجلۍ مینه

 
  یوه بېوزله او غریبه نجلۍ د پاچا په زوی مینه وه، له هغه سره یې دومره مینه وه، چې شپه  او ورځ یې په خوبونو کې و او د هیچا مینې ته یې په زړه کې ځای نه ورکاوه . کله چې د نجلۍ کورنۍ او خپلوان د هغې له مینې څخه خبر شول، نو هغې ته به یې نصیحت کاوه، چې له زړه څخه دې دا ناشونې مینه لرې کړه او ورته ویل به یې، چې له هغه زلمي سره واده وکړه، کوم چې ستا په شان بېوزله او غریب وي، خو هغې یوازې دې هرڅه ته په یوې نرمې موسکا ځوابه ورکاوه .
  هغه پوهېده، چې ټول فکر کوي، چې دا یوازې د پاچا د زوی له شتمني، پیسو او مقام سره مینه لري، مګر هغه خپله پوهېده، چې یوازې د هغه پاکې مینې یې زړه تسخیر کړی دی .
  ورځې و شپې همداسې تېرېدې، چې ناڅاپه په ښار کې داسې یو خبر خپور شو:  پاچا هوډ کړی و، چې د ښار د اشرافو له طبقې څخه یوه نجلۍ د خپل زوی له پاره وټاکي، مګر زوی یې له خپل پلار څخه وغوښتل، ترڅو د خپل واده شرط په خپله وټاکي، پاچا ومنله او شهزاده یوه ورځ خپل تصمیم اعلان کړ او وې ویل : په پلانۍ ورځ دې د ښار ټولې پېغلې د ښار اصلي ډګر ( میدان ) ته راشي، تر څو له هغو څخه د ځان له پاره یوه وټاکم او نکاح ورسره وکړم، مګر یوازې یو شرط لرم، هغه چاته نه وایم، خو یو غوښتنه لرم، زه ټولو نجونو ته د ګلا نو تخم ورکوم، هغوی دې دا تخم وروزي او له یوې مودې وروسته به له هغه تخم څخه یو ښکلی ګل را زرغون شي، هرې نجلۍ، چې د ګل په روزنه کې ډېر کوښښ وکړ او یو ښایسته ګلدانۍ یې راته راوړه، نو زما راتلونکې مېرمن به هماغه نجلۍ وي .
  ټولو نجونو په ډېرې مینې او لېوالتیا د ګلانو تخم واخیست، چې په دې ډله کې هغه بېوزله نجلۍ هم وه، کومې چې د پاچا په زوی یې زړه بایللی دی، هغې هم د پاچا د زوی له لاسه د ګلانو تخم واخیست، د نجلۍ دوستانو پر هغې ملنډې ووهلې او ورته وې ویل : ته ولې داسې فکر کوې، چې د پاچا زوی به د ښار دومره با سلیقه او ښایسته نجونې پرېږدي او تا به انتخاب کړي ؟! بېوزله نجلۍ موسکۍ شوه او ځواب یې ورکړ : د کوم ګل روزنه چې هغه غوښتې ده زما له پاره د ارزښت وړده .  
  ورځې همداسې تېرېدې او ټاکلی وخت ورو ـــ ورو را نږدې کېده، او نجلۍ به د ګلدانۍ ډېره پالنه کوله، اوبه، به یې ورکولې او په هغې باندې به یې ډېر پام کاوه، مګر له یادې ګلدانۍ څخه کوم ګل نه را زرغونېده، ورځ تر بلې به خواشینې کېده او د خپلو دوستانو خبرې به یې ور په یادېدلې او له ځان سره به یې ویل، چې هغوی راته سمې خبرې کولې وې خو ما نه منله، تر دې چې  ټاکلی وخت پوره شو او د ښار ټولې نجونې له خپلو ښکلو او ښایسته ګلدانیو سره د ماڼۍ په لوري روانې شوې، هر یوه د خپلو روزل شوو ګلانو له ګلدانۍ سره، چې په لاس کې یې وې په ډېرې خوشالۍ د ماڼۍ په لوري روانې وې، خو مینه نجلۍ له خپلې تشې ګلدانۍ سره په دې تمه روانه شوه، چې یو ځل بیا د پاچا زوی وویني، د پاچا زوی ګلدانۍ یوه ـــ یوه اخیسته، چې په دې وخت کې یې د بېوزلې نجلۍ په ګلدانۍ یې سترګې ولګېدې، هغې ته یې غږ کړ، له غږ وروسته  خپل پلار ته ورغی او په غوږ کې یې څه ورته وویل، پاچا موسکی شو، د پاچا زوی غږ وکړ، چې زما راتلونکې مېرمن به دغه نجلۍ وي، کومه چې له تشې ګلدانۍ سره راغلې ده، شور و غوغا جوړه شوه، ټولو حتی بېوزلې نجلۍ هم د پاچا زوی ته په حیرانتیا کتل، چې په دې وخت کې د پاچا زوی خبره غبرګه کړه او وې ویل : تر ټولو ارزښتمن شی ماته د خپلې مېرمني رښتینولي وه، کوم تخمونه، چې ما نجونو ته ورکړي ول، له وړ شګو پرته بل څه نه وو او دا هېڅکله نه شي کېدای، چې له تیږو څخه ګلان را زرغون شي، په دې ټولو نجونو کې یوازینۍ نجلۍ چې درواغ یې ونه ویل دغه بېوزله نجلۍ وه، نو هغه به په ژوند کې هېڅکله ماته درواغ ونه وایي .
د ژوند په هر حالت کې رښتیني اوسئ، ځکه چې بریا تل د رښتیاوو په برخه وي .