
ابله ورځ شهیدانو سپېڅلي نوم لاندې، کابل کې مجلس جوړ و خو شهیدانو پرځای، د یوڅو وژل شویو قاتلانو، جاسوسانو او غلوحمدوثنا په کې روانه وه. غلو او منافقینو بیا په رڼا ورځ خپلې بندې غاړې نورې هم بندې کړې. په دې منځ کې عبدلرسول سیاف هم راپورته شو، خوله خلاصه او سترګې یې پټې کړې وې ویل، طالب نه افغاني دی نه اسلامي. لومړی خو په سیاف کې که افغانیت او اسلامیت وای په هویت تذکرو کې به یې د افغانانو د داعیې ملاتړ کړی وای، خو چوپه خوله پاتې شو.
سیاف زوړ شوی. سترګې یې کار نه کوي او حافظه یې هم له لاسه ورکړې ده. خو خلک هم سترګې لري او هم یې حافظې پرځای دي. خلک، ترسیاف هم ښه پوهیږي چې طالب انتحاري د سیاف د کړنو زېږنده ده. خلک ښه پوهیږي، چې طالب وسیاف د یوې کمپنۍ پیداوار دي. خلک ښه پوهیږي چې طالب وسیاف په یوه زانګو کې روزل شوي. خلک ښه پوهیږي، چې طالب وسیاف د یوه غار زهري ماران دي. هغه غار چې کلونه کیږي افغانستان یې شین اړولی او د مرګ په پوله یې درولی. طالب، له هماغه غاره افغانان چیچي، چې ښاغلی سیاف په کې زوړ شو، دوه درجن پټوکي یې په کې واچول او په زرګونو افغانان یې په مرګ وچیچل. له دغه غاره رنګ رنګ ماران راوتلي او لاهم راوځي، خو ښاغلی سیاف یې لومړی اوسیدونکی و چې اوس یې ترې کډه کړې او ځمکو او پیسو ته یې مخه کړې.
د سیاف و طالب انتحاریانو نتیجه که څه هم یوه ده، چې انسان وژل دي، خو ځيني توپیرونه لري. د سیاف انتحاري ګروپونو شمېربه ان تر۲۱ رسېده خو طالب انتحاریان تر ۶ یا ۷ زیات نه وي. طالب انتحاریان له غوښې جوړ دي خو دسیاف انتحاریان د اوسپنې وو. طالب انتحاريان په پښو راځي او بیا چووي، خو د سیاف انتحاریان به له هوا راتلل. د ښاغلي سیاف ۲۱ انتحاریان به امریکایي و روسي باروتو په زور مخ په آسمان شول او بیا به په کابل کې د عربي فتوا سره یوځای ناڅاپه په ماشومانو، ښځو، تنکیوځوانانو، معلمینو و استادانو، متعلمینو و محصلانو، ډاکترانو، مامورینو، دوکاندارانو و کاریګرو لارویانو او… رانازل شول. سړکونو کې به د وینو ډندونه جوړ شول.
طالب ځانمرګی، داسې قاتل دی چې هم خپل ځان وژني او هم نور. خوښاغلی سیاف، د قصاب حیثیت لري. قصاب چې څاروی حلالوي ځان ته یې هېڅ زیان نه رسیږي. ځکه نو قصاب په پوره ډاډ څاروی راڅملوي، پښې یې په رسۍ ور وتړي، تېره چاړه پرې راکش کي، څاروی لږشانته پښې وښوروي چې ځان خلاص کړي، خو، ناکامه شي، پښې یې سستې شي اوورو ورو یې دمه وخیژي او بیا، قصاب ډاډه شي، سر ترې غوڅ کړي او څرمن ترې وباسي. سیاف هم د قصاب په شان بې دفاع خلک قصابي کول چې د ده ګرېوان ته یې هېڅ لاس نه رسېده. ځکه نو، د دغه ښاغلي یو تار ویښته هم ضایع نه شو خو له خپلو ویښتانو زیات انسانان یې په هوایي انتحاریانو قصابي کړل.
په هر حال،څاروی د خپلې کمزورۍ سره سره، دومره کولای شي چې د قصاب لمنه سره کړي، چې نه توږل کیږي. د عبدالرسول سیاف لمن هم همداسې سره ده چې هېڅکله به سپینه نه شي.
د افغانستان ټولو ګمنامو شهیدانو پاکو ارواو ته درود او پاتې شونو ته یې تسلیت وایم.