اشرف غني مو ملي غرور او هویت وژني!

 
که یو وګړی غرور او هویت ونه لري، فکر وکړئ چې هغه ته موږ څه وایو؟ په همدې ډول د یو ملت غرور او هویت دی. که له یو ملت څخه هویت او غرور واخیستل شي، په نړیواله ټولنه کې هیڅ وخت نشي کولی چې له نورو ملتونو او دولتونو سره مراودت او معاملات وکړي او په ورته وخت کې د یو دولت پایښت او پرمختګ له جدي ګواښ لاندې راځي.
خو له بده مرغه هغه څوک چې تر پرونه یې د افغان په نوم او غرور له همدې افغان ملت څخه رایه واخیسته او د افغان ملت په زړونو کې حتا د بابا ځای یې خپل کړ، اوس غواړي چې له دې ملته څخه غرور او هویت واخلي، چې ځینو بیلګو ته په لاندې توګه ګوته نیسو:
د اساسي قانون د څلورمې مادې پر بنسټ ددې هیواد هر وګړي ته افغان وايي خو اشرف غني دومره جفا کوي چې نه یواځې غرور او هویت مو اخلي بلکي قانون هم نشي پلی کولی ځکه خو له افغانانو ملي او اسلامي هویت اخلي! لوی افغانستان د افغانانو ملي داعیه ده چې په هیڅ قیمت افغانان دې ته حاضر نه دي چې پاکستان ته یې وبخښي خو اشرف غني په ډېرې بې باکۍ پاکستان ته دومره امتیازات ورکړل چې نه یواځې زموږ تاریخي ملګري هیوادونه یې خفه کړل بلکې هیواد یې په لوی لاس بحران ته یو وړ او غواړي چې دا داعیه په طلايي پتنوس کې پاکستان ته تحفه کړي! د تدارکاتو په ملي کمیسیون کې یې بهرني منحیث د ناظرینو کینولي. هر با شرفه او با غروره افغان په کمیسیون کې رټي او تحقیروي یې او بیا بهرنیو ته مخ ورواړوي او موسکی شي! زموږ ټاکني د همدې بهرنیو د لاسوهنو له امله په بې شرمۍ ور واوختې خو اشرف غني غواړي چې په مستقیمآ توګه ددې هیواد سرنوشت بهرنیو ته وسپاري ځکه خو یې د ټاکنو د شکایتونو په خپلواک کمیسیون کې د دوه بهرنیو غړيتوب ومنه! کله چې اشرف غني د امریکې ملي شورا ته وینا کوله، ډېره برخه یې په امریکې کې دده په پخواني ژوند را سرخیده او نړۍ ته یې داسې وښودله چې له افغانستانه امریکې ته ډېر وفاداره دی! د مهمو پسټونو د ټاکنې سلا د امریکې سفارت ورکوي، که نابغه د زمانې شې خو اشرف غني ته د منلو نه یې خو دا چې د امریکې د سفارت سفارش له ځان سره ولرې او یا دې په شیکاکو او لانس انجلس کې برګرې خوړلې وي! هغه افغانان چې عمر یې پخپل هیواد کې تیر کړی او څو ماسټرې هم لري او دده کمپاینر هم وو خو اوس یې د تقرر سرنوشت هغه چاته سپارلی چې نه په دري پوهیږې او نه په پښتو خو اشرف غني له بهره راغوښتی ځکه چې په ویرجینا او لاس انجلس کې یې کپي چینو څښلې نو هر افغان مجبوره ده چې  له دې افغان امریکايي سره ملاقات وکړي او هوکې یې را واخلي! د پوه افغان ځوانانو غرور او هیواد  پالنه دومره مړا وې کړه چې اوس هر یو کوښښ کوي چې امریکې ته لاړ شي او تابعیت یې خپل کړي ترڅو بیا ورته پخپل هیواد کې د کار زمینه مساعده شي!
د ملي غرو او افغانیت او اسلامیت لپاره افغانانو د تاریخ په وږدو کې لویو لویو امپراتوریو ته ماتې وکړې ترڅو په خپلواکه توګه ژوند وکړي خو اشرف غني کوښښ کوي چې په ډېره بې غورۍ له افغانانو خپل هویت واخلي. اوس هم وخت شته چې اشرف غني د افغانانو په غرور او هویت پښه کې نږدي که نه نو له ملي پاڅون سره به مخامخ شي او ورسره ډلې به یې د شیکاګو په قهوه خانو کې بیرته قهوې څښلو ته مخه کړي او په ملي کچه به محکوم شي.