څه موده وړاندی د
افغانستان حکومت او یوناما دفتر تر منځ د سیاسی ناندریو او کشمکشونو په پایله کی د
افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشی ښاغلی بان کیمون څخه وغوښتل چی په
افغانستان کی د یوناما فعالیتونه محدود کړی ترڅو په غیر مستقیمه توګه د حکومت په
چارو کی د یوناما د لاسوهنی مخنیوی وکړی، د بیلګی په توګه د وروستیو پارلمانی
ټاکنو د پایلو په اړه د یوناما پخوانی ریس ښاغلی ستیفان دیماستورا او ښاغلی ولسمشر
کرزی متضاد موقفونه درلودل او په هیواد کی یی یوه سیاسی غوغا رامنځته کړی وه او د
ولسونو ترمنځ د پوره بی باورئ فضا ایجاد
وه.
سره د دی چی د افغانستان حکومت لا تر اوسه په بشپړه توګه
خودکفا او بسیا ندی او د ملګرو ملتونو او نړیوالی ټولنی تخنیکی او اقتصادی مرستو
ته لا تراوسه اړتیا لری، ښایی چی د باندنیو چارو د وزیر ښاغلی زلمی رسول دا غوښتنه
پر ځای وه چی د یوناما چاری ورحدودی کړی. ولی د بده مرغه د افغانستان حکومت یوناما
ته د فعالیتونو د تنقیص کوم خاص میکانیزم ورنکړ، او دیوناما اداری د همدی فرصت نه
په استفادی سره تر ټولو زیاته ضربه خپلو افغان کارکونکوته ورکړه او د تقریبا ۲۵۰۰ خپلو
ټولو کارکونکو د جملی څخه یي ۵۶۲ افغان
کارکونکو ته د ۸۸ بهرنیو کارکونکو په مقابل کی ځواب ورکړ، دا ځکه چی د تصمیم نیولو
واک د بهرنیانو په لاس کی دی. نوموړو کارکونکو هر یو په اوسط ډول ۲۰۰۰ امریکایی
ډالره میاشتینی معاش اخسته او په خپل هیواد کی یی په مصرف رسوه چی په مستقیمه توګه
یی د افغانستان په اقتصاد (GDP) مثبته
اغیزه کوله. دغه راز دغو کارکونکو هر یو په ځانګړی ډول دیوی کورنۍ مالی ملاتړ کاوه
او دا چی په افغانستان کی د هری کورنۍ
تعداد په اوسط ډول ۷ نفره اټکل کیږی نو په مجموعی توګه یی د۳۹۳۴ افغان وګړو روزمره پالنه او کفالت کاوه.
دغه راز د افغانستان حکومت دغو بی کاره شوو وګړو ته په
حکومت کی د کارورکولو کوم پلان هم نلری، او که چیری نوموړی وګړي کومی دولتی اداری
ته د کارموندنی په موخه ورشئ نو عقدوی او سلیقوی چال چلند ورسره کیږي.
په هر حال حکومت باید
د خپلو اطباعو سوکالی او اقتصادی پرمختګ د ملی ګټو یوه برخه و ګڼی او په دی
توګه باید په دی برخه کی د پوره پاملرن کار واخلی. دوي باید د یوناما او نورو
بهرنیو ادارو چاری داسی تنظیم کړی چی د هیواد د ملی پرمختګ سبب شئ نه د ملی اختلاف،
او د کارمندانو په تنقیص کی د داسی طرحی څخه کار واخستل شئ چی چاری د بهرنیو
کارکونکو څخه افغان کارکونکوته وسپارل شئ، البته په هغو برخو کی چی افغان ظرفیتونه
موجود وی، د بیلګی په توګه په یوناما کی بهرنیو کارکونکو ته په اداری، لوژیستکی،
آي ټي (IT) او د موټرو
د تخنیک په بخش کی اړتیا نه لیدل کیږی دا ځکه چی الحمد الله دا ډول کارونه افغانان
د کم معاش په بدل کی تر خارجیانو په ښه توګه ترسره کولی شئ.
هیله ده د پام وړ مو وګرځی او دخپلو اطباعو حقوق ادا
کړئ.
وما علینا الالبلاغ
وطنپال
کابل، افغانستان
۱۴/۵/۱۳۹۱
وروستي