په تیرو ټاکنو کې د افغانستان ولس د سیلمې محترم اشرف غني ته رائی ورکړې. اشرف غني یو سیاسي اقتصاد پوهه او اقتصادي سیاست پوهه دی. د چین او هند مشرانو دا خبره هم محسوس کړی ده هم ئی د دی اظهار کړی دی چې د اشرف غني ټاکل د ټولې اسیا لپاره د خیر او ښه سباون زیرې دی. که د اسیا په ټولو هیوادونو نظر واچوو نو دا خبره لکه د نمر څرګنده ده چې افغانستان هغه نیک بخته هیواد دی چې یو داسی ولمشر لري، چې هم درد لري، هم تجربه لري هم هنر لري او هم باور لري.
دلته به د نریندر مودي هغه خبره وکړم چې وائی. که زه خپلې مور ته په لس لکهه روپئ میاشت نوکر ونیسم نو هغه زما مور ته اوبه ورکولی شی خو د ځوئ مینه او احترام نه شی ورکولی. نوکر زما مور ته ډوډئ ورکولی شی خو مور ته چې د خپل ځوئی په سترګو کوم د مینې لوند والی ښکاري هغه نه شی ورکولی. نو دغه شان وطن دی، وطن او قام په ټهیکدارانو او قراردادیانو نه جوړیږي.
تیره اونئ چې اشرف غني په ټیکسي کې ووتلو او د پولیسو یو ماموریت ته ولاړلو نو هلته یو عسکر هم موجود نه و. دا د ماموریت خلک خو هم افغانان وو، خو دا قراردادیان وو. بیا چې ولسمشر په نیمه شپه کوم روغتون ته ولاړلو هلته یو ډاکټر نه وو موجود سره له دی چې دا ټول ډاکټران افغانان وو، خو د دوي په سترګو د وطن مور سره د مینې لوندوالی ختم شوې دی او دوي لکه د نوکرانو رویه او خوئی کوي.
نو د ریښتونې افغانان او د مور سکني بچیان که په هر ماموریت کې دی، که په هر مکتب کې دي، که په هر روغتون کې دي، دوي باید په خپلو سترګو کې د مور وطن د مینې لوندوالی بیرته راپیدا کړي. ولسمشر به په نیمه شپه په ماموریتونو ګرځي ؟ ولی دا وطن ستاسو مور نه ده یواځې د اشرف غني مور ده؟ ولسمشر به په روغتونو ګرځي ؟ ولی تاسو د افغان وطن بچې نه ئی ؟
اشرف غني سره کمک دا دی چې هر سړی خپلې وظیفې ته په وخت ورشي، د کړیلي ولس په سر د مینې لاس تیر کړي. هر څوک د وطن مالک شی، هر څوک فقط خپله وظیفه په افغاني ننګ او اسلامي رنګ تر سره کړي. هغه ورځ لیری نه ده چې د کړیدلو او زوریدلو افغانانو ژوند به ښه شي. او افغانستان به په خپلو پښو ودریږي.
وروستي