شینواري د ډانګ او پړانګ تر منځ!!!

 
کله چې د یو قوم او ولس خبره کیږي مونږ تیر تاریخ ته بیايې،څه يې کړي،څه کوي او نورو ورسره څه کړي او څه ورسره کوي،د کومو لوبو ښکار دي او کومي لوبي يې په بریالۍ توګه سرته رسولي دي،دا چې هر څه په تاریخ کې د وخت په تیریدو روښانه لیکل کیږي او هیڅ پټ نه پاتي کیږي نو ښه وي چې په هر ملت له انتقاد او ستایني مخکي د هغه ملت یا قوم تاریخ وکتل شي او خبري پري وشي
نن هم د یو قوم چې هره کړنه يې د تاریخ په زرینو کرښو کې لیکل شوي په اړه غواړم هغوي ته چې د دي قوم د بدنامولو لپاره يې د بل په اشاره ژبه خورولي او دغوه يې کړي چې د شینوارو په هر کور کې د هېروینو یوه ستره کارخانه موجوده ده،او ترهګر هم له همدي ځایه خپله بودیجه برابروي ډیر څه ووایم
شینواري چې لویه برخه يې د ننګرهار په څو ولسوالیو،اچین،سپین غر،نازیان،دوربابا،هسکه مینه او غني خیلو کې او بله برخه يې د ډیورنډ توري کرښي هاخوا په لواړګۍ کې او د هېواد په نورو ولایتونو کې استوګنه کوي،دي قوم ته د تاریخ په زرینو کرښو کې د شملورو قوم ویل کیږي،او تل يې د هېواد په لویو جرګو کې د هېواد د پرمختګ او پیاوړتیا ملاتړ کړی او په هر سولیز ډګر کې يې خپله میړانه خودلي،قومي تړون د شینوارو قوم یو له سترو رواجونو دی چې هیڅوک يې خبره نه شي ماتولي او که هر چا د قوم دي تړون ته غاړه کینښوده له سیمي شړل کیږي او هېڅ وخت ورته اجازه نه ورکوي چې بیرته خپلي سیمي،کور او کلي ته ستون شي ،راځو لنډ دي څوارلس کلن بهیر ته چې پوه شو،څه يې کړي څه کوي او زمونږ حکومت ورسره څه وکړل او څه ورسره کوي
کله چې په افغانستان کې د طالیبانو ریژیم ړنګ او موقتي اداره رامنځ ته شوه شینوارو تري خپل ملاتړ په میړانه اغلان کړ،ورپسي د ریاست جمهوري انتخابات شروع شول،ټول ولس راووت او په میړانه يې خپله رایه د خپلي خوښي کاندید ته ورکړه،او د هېواد د پرمختګ په دي ستر پړاو کې يې ستره آیماني او وجداني وظیفه سرته ورسوله،سره ددي چې شینواري د ډیورنډ توري کرښي دیخوا پراته دي او د هري دیسیسي ښکار وو،هیڅ وخت يې دښمن ته وخت نه ورکاوه چې د شینوارو په سیمه کې د منتخب حکومت پرضد کوم فعالیت ترسره کړي،همدي کار تر ۲۰۰۸ کال پوري دوام وکړ،او هغه وخت ورته د پای ټکي کیښودل شو چې منتخب حکومت د منګل باغ په نامه د لښکر اسلام ډلي مشر ته د مامند په سیمه کې چې د ډیورنډ توري کرښي په څنډه پرته ده ځای ورکړ او په خپل غیږ کې يې وساتل،شینوارو مشرانو له دولت وغوښتل تر څو ددوي له سیمي ترهګر لري کړي او په سولیزه فضا کې ژوند وکړي خو دولت يې په اړه هیڅ اقدام ونکړ او ډیر زر يې تنیجه دا شوه چې د لښکر اسلام ډلي د حکومت پر ضد خپل فغالیتونه شروع کړل او په منځ کې يې ولس وژنه پیل شوه،چې په همدي لړکي دولت د تحریک تالیبان پاکستان په نامه جنګیالیو ته د شینوارو په سیمه کې ځای ورکړ،دا جنګیالي به د ورځي او شپي له حکومت سره ګډ ګرځیدل،او د لښکر اسلام ډلي پر ضد به يې فغالیتونه کول،همدا وو چې لښکر اسلام ډله او تحریک تالیبان سره په خپلو منځو کې په جنګ بوخت شول،حکومت ورته د خیر په غونډۍ کیناست او ولس يې د ډانګ او پړانګ تر منځ پریښود،چې د همدي ګرمي لوبي په میدان کې نورو ډلو هم ځانونه راواچول او ټوله د شینوارو سیمه يې د اور په ډګر بدله کړه،چې اوس يې له دولت او حکومت هم د حل لاره ورکه ده
ځوان زما وژل کیږي سپین ږیری مې دي د ماین په سر کینول کیږي او ټوټه ټوټه کیږي دي هېڅ خبره نشته یوه ورځ حکومت او په حکومت کې شته بلواکانو ددي وخشت پروړاندي غږ پورته نه کړ،لا هم له ارګه خپریدونکي ورځپاڼه لګیا ده او ددي ستر قوم بدنامول غواړي او ادعا کوي چې د شینوارو په هر کور کې د هېروینو ستره کارخانه وجود لري
ویده دولت او ویده چارواکي کله خبریږي چې د هېروینو کارخانه چیرته موجوده ده او هغه اشخاص څوک دي چې د تولید ګټه يې لاس ته راوړي،د هېروینو کارخاني د ډیورنډ توري کرښي په هغه ځای کې وجود لري چې هلته نه د ولس واک دی نه د دولت هلته یوازي د هغو خلکو واک دی چې حکومت ورته پخپل غیږ کې ځای ورکړی وو او اوس يې محالف بولي،او ګټه يې د حکومت ستر چارواکي اخلي،چې له ولس حکومت ته ښه مغلوم دي خو ځان يې پري ړوند کړی دی
په هېواد کې شته ستونزو ته په کتو د حکومت پروړاندي حساسیتونه د داسي اشخاصو له وجي راپورته کیږي چې په حکومت کې ناست او ولس ته کنځل کوي،چې همدا لامل دي ورځ په ورځ د حکومت او ولس تر منځ فاصله زیاتیږي او ویره لرو چې هغه ورځ لري نه ده چې ولس د همدي خلکو په وجه د حکومت پر ضد راپورته او دا شته نظام ړنګ کړي،ځکه تاریخ مونږ ته روښانه خودلي چې د شاه غازی امان الله خان نظام ړنګیدل يې ستره بیلګه ده،همدا حساسیتونه وو چې د غازي امان الله خان پروړاندي راوپاریدل او تر شا يې د نورو لاسونه وو چې نظام يې ړنګ او هېواد يې د یو ستر ناورین کندي ته ټیل وهل،که حکومت دي اشخاصو ته چې د ولس پر ضد د نور په خوله خبري کوي متوجي نه شي،لري نه ده چې ولس او نظام به د یو بل ستر دښمن شي ځکه چې د کاونډیو هېوادونو،او د هېواد په نامه د پروژو استخبارات دا غواړي چې په ولس کې ځای پیدا کړي تر څو خپل شوم اهداف په غیري مستقیم ډول د ولس په مټ سرته ورسوي،د سرخط په نامه له ارګه خپریدونکي ورځپاڼي دا ادعا چې د شینوارو په هر کور کې یوه د هېروینو کارخانه موجوده ده بې بنسټه او یو ستر قوم ته توهین دی،حکومت باید ددي خبري ثبوت ولس ته ورکړي ځکه چې سرخط ورځپاڼه له ارګ خپریږي او که ارګ ددي په غم کې هم نه شي نو د ولس لاس يې تر ګریوان رسیږي او ډیر زر به دا د شګو په مټ ولاړ دیوال راونړوي،مونږ چې هر څه وایو لمړۍ باید پري فکر وکړو چې څومره خلکو ته د منلو وړ ده او څومره خلکو ته د منلو وړ نه ده،دا چې بي بنسټه درواغ هر څوک په ښکاره خپروي دا لویه تیروتنه ده ،که حکومت دا ډول خلک چې خپلي ملي لوبډلي ته د شیران خراسان لفظ کاروي او ناست هم په ارګ کې وي محاکمي میز ته راکش نکړي ډیر زر به خپل نفوس په ولس کې له لاسه ورکړي او تر ډیره يې ورکړی هم دي،مونږ ټولو قومونو ته درناوي لرو او د افغان ملت په سترګه ورته ګورو،د تعصب او بي بنسټه درواغو ویلو او د یو قوم توهین زما افغانیت او په افغانستان کې اوسیدنه تر سوال لاندي راولي چې دا کار د سرخط په نامه ورځپاڼي کړی،دا چې یو قوم ته يې توهین کړی بلکي یو ملت ته يې توهین کړی،او باید تري پوښتنه وشي،هغه چې وايې د خدای زور د ولس زور دی چې حکومتونه يې پرمخ کې هیڅ دي.
د سوکاله په ځان بسایه خپلواک افغانستان په لور

صفت ځواک