
رڼې اوبه:
زه چې له تا نه په سفر وتلم
نو تا په ما پسې رڼې اوبه ونه شيندلې
زما په زړه کې يوه ګيله لكه لمبه راتاو شوه
خو چې مې تاته سترګې واړولې
له اننګيو دې ګلاب اورېدل
له ښكليو سترګو نه دېسپين څاڅكي
ورو ورو څڅېدل .
***
ژوندى تصوير:
اى ملا جانه !
ها پرون چې يوه هنداره وه دځوان په لاس کې
پكې يې خپل خواره ويښته سمول
و په هنداره کې
بې روحه او نيمه غوندې تصوير د جينۍ
نو تا په قهر غوندې ووې ورته :
ددې تصوير سره دې لمونځ نه کېږي !
نو ملا جانه! اوس پوښتنه کوم
د زړه هنداره کې مې خاندي
يو موسكى، ژوندى تصوير
د يوې شوخې جينۍ
وايه!
له دې سره مې لمونځ کېږي که نه مې کېږي؟