
ستا راتگ زما په گټه تمامېږي
پروا نشته که مې څټه تمامېږي
نن دې وخت دى چې د پوهې څراغ بل کړې
د رڼا سپينه سکروټه تمامېږي
د پاچا د خزانو پشانې گوره
د زړه زور مې تل په پټه تمامېږي
د حالاتو اژدها راپسې راغله
نه په چيغه(۱)نه په سټه(۲)تمامېږي
خپل وطن کې موځولۍ نيولې بل ته
دا کېسه خو ډېره غټه تمامېږي
ستا په غم کې د مين مټې کږې شوې
زور د ونې هم په سټه(۳)تمامېږي
د ساده د عمر تېلو ته حيران يم
بې ډېوې او بې ډېوټه تمامېږي.
۰۸ /٠٣/١٣٨٦
حيدرآباد
(۱) چيغه : په څه پېښه پسې ناڅاپي اوسملاسي دخلکو داسې لښکر وتل چې ډول ،ډول تېره پڅهورسره وي.
(۲) سټه : يوڅه له منځه وړل،ديوې کورنۍ له منځه وړل.
(٣) سټه : د ونې تنه.