اکرم او سارا/ يوولسم څپرکی

 
دواړه مينانو تر سهاره خوب ونکړ، سارا د اکرم د مثبت ځواب په تمه وه، خو اکرم بيا غوښتل چی هرڅه ژر، هغه ستونزی چی ددوی دواړه د مينی په وړاندی به خنډ وی، وساراته بربنډی کړی او دواړه په ګډه  په ځای او منطقی تصميم ونيسی. اکرم سهار د وخته پوهنتون ته راغی، همدا چی د فاکولتی انګړ ته داخل شو، سترګی يی په سارا ولګيدی چی د صنف په وره کی يی په داسی حال کی د اکرم انتظار ايسته لکه کومه ميرمن چی دخپل مسافر خاوند د راتګ په تمه لاره څاری، اکرم سلام ورکړ، يو د بل د حال پوښتنه يی وکړه، نوره خبره سپينه شویوه او اکرم هم نه غوښتل سارا په تاريکه کی وساتی، ويی ويل: د ليک نه دی مننه، خو که امکان ولری غواړم نن پسله غرمی په کتابتون کی سره وګورو؟
سارا د اکرم د مننی د اوريدو په کلمه سخته خوشحاله شوه، فکر يی وکړ، چې اکرم يی د مينی ځواب په مينه ورکوی، ويی ويل: ولی نه ستونزه نشته، دواړه صنف ته لاړه، نورمحصلين هم يو، يو را پيدا شوه، درس شروع شو. د اکرم فکر تقسيم شوی و، ټوله پاملرنه يی درس ته نه شوای راټولولای، سارا خو لا پخوا ډيره اکرم او لږ درسونو ته پاملرنه کول.
پسله غرمی اکرم او سارا په کتابتون کی سره يو ځای شوه، دواړه دکتابتون نه د سيدجما الدين د زيارت په لور رواان شول، او په داسی حال کی چې ددواړو زړونه په سينه کی درزيدل، ځانونه يی زيارت ته ورنژدی کول، اکرم وويل:
سارا جانی، ته يوه ښکلی، شته منه د ښه استعداد لرونکی ښاری پيغله يی، که هرچاته هم داسی بلنه ورکړی، نو ځواب به يی هرومرو مثبت وی، زه يو ساده کليوال او غريب زلمييم، دډير مودی راپدی خوا ستا سره ددوستی اړيکی پالم، کله می هم ستا په کړو کی منفی ټکی نه دی ليدلی، دا چې ماته دی دواده بلنه راکړيده، او زه دی دخپل ځان لايق ليدلی يم، زه درنه دزړه دکومی مننه کوم،  خو زه نه غواړم تا په تياره کی وساتم، د شپی می ډير سوچونه وکړل، تصميم می ونه شو نيولای، فکر می وکړی چی ستا سره د نژدی سپينی خبری وکړم او بيا په ګډه تصميم ونيسو. اکرم زياته کړه: زما خبرو ته ښه پام ونيسه، ته ديوه ښاری خان لوری يی خو زه د يوه کليوال بزګر زوييم، تاسو شايد ډير شته ولری، خو زه په ډيرو ستونزخپل دتعليم مصرف پيداکوم، ستاسو شته منولپاره ژوند يو خو زموږ غريبانو لپاره ژوند بل مفهوم لری، زه ډاډه يم چې زه به کله هم ونه توانيږم چی تا ته د ښار په قيمتی رستورانت کی بلنه درکړم، زه خپل ځان پيژنم، او پوهيږم چی ددی توان نلرم چی ستا لپاره يوه جوړه مناسب لباس را ونسيم،  ددی ټولو سره سره زه ډاډه يم چی ستا پلار به کله هم ما دخپل زوم په څيره کی ونه منی، لنډه داچی زما او ستا ترمابين لکه ځمکه او اسمان لوي واټن پروت دی چی لنډول يی ستونزمن نه بلکه ماته خو نا ممکن ښکاری.
سارا د اکرم خبری په ډير دقت واوريدی، په دی خوشحاله وه چی اکرم خپل د ژوند هرڅه ورته لوڅ وويل، او دايی په هرڅه پوه کړه، د خبرو نوبت يی ونيو اوداسی يی د اکرم خبروته ځواب ووايه:
اکرمجانه، له تانه ډيره مننه چی په هرڅه دی خبره کړم، زياته يی کړه، زه په دی ډاډه يم چی شته او زر انسان ته شخصيت او خوشحالی نه شی ورپه برخه کولای، زه خو ستا په صداقت او رښتينولی چی ما هيڅکله هم په شته منو کی نه دی ليدلی مينه يم ، سارا زياته کړه، ما پر دی ټولو ستونزو په کلونو سوچ کړيدی، ستا دمينی په لاره کی می هرڅه منلی دی، ستا و شتو او روپو ته اړتيا نشته، ستا لوړ اخلاق زما لپاره زرينی جامی او د قيمتی هو ټلونو خواړه دی، په دی ډاډه يم چی ستا سره به د ژوند تروروستی سلګی پوری خوشحاله يم، سارا وويل: اماده يم چې ودی هدف ته درسيدود لپاره د ژوند دهر ډول ناخوالو او ستونزو سره مبارزه وکړم.
سره ددی چې اکرم ته هم سارا ګرانه وه، خو نه يی غوښتل چی د احساساتو نه کارواخلی او دسبا ملامتی ځانته واړوی، خپل نظر، دژوند حالت، او په لاره کی پرتی ستونزی، دا هرڅه هرڅه يی د سارا سره شريک کړل، ځان يی په دی ډاډه کړ، چی سارا په رښتيا هم د اکرم سره مينه کوی. اکرم او سارايو دبل سره وعده وکړه چی ددوی د واده په لارکی به د هر ډول ستونزو سره په ګډه مبازه کوی، ستونزی به له منځه وړی، خو يو دبل و مينی ته دژوند تروروستی شيبی پور وفاداره پاته کيږی.
لمر د غره وڅوکی ته رسيدلی و. خو لا دواړه اکرم او سارا دخپل راتلونکی لپاره يو او بل ته هغه معلوماتونه ورکول چی تردی مهاله ورباندی نه پوهيدل، دواړه خوشحاله په نظر راتله، خو د ستونزو بی خبره مينان په دی نه پوهيدل، چی ددی ټولنی ورسته پاته کلتور ددوی د مينی په وړاندی د فولادو اغزين او پريړ ديوالونه جګ کړيدی چی ددوی دواړو لپاره به دهغو نه تيريدل په ډير لوړ قيمت تمام شی.
سارا لمر ته وکتله، مسکی شوه ويی ويل: زه فکرکوم چی ډير ناوخته دی، اکرم وخندل اوويی ويل: نه، بابا، ما خو همدا لحظه ته وليدلی، دواړو سره وخندل او د پوهنتون د جنوبی دروازی په لور، روان شول، د بس تم ځای ته ورسيدل، سارا غوښتل خدای په امانی وکړی، خو اکرم وويل: نه، په دی تياری کی دی يوازی نه خوشی کوم، تر کوره دی رسوم، دواړه ښاری بس ته پورته شول، دوی دقيقی وروسته په دريمی کارتی کی د بس نه تم شول، اکرم سارا د کورتر وره ورسوله او بيا دخدای په امان ترسبا په ويلو  دسارانه بيل شو. سارا کورته ننوتله او اکرم د خوږو خيالونو سره د ليليی په لور، روان شو.
اکرم لومړی طعام خانی ته لاړ، ډوډۍيی په ښه اشتياه نوشی جان کړه،  کوټی ته راو ګرځيد، ځان يی په کټ کی واچاوه، سترګی يی د سالنګ و ښکلی منظری ته چی اکرم ته مخامخ پر ديوال لګيدلی وه ولګيدی خو فکر يی د سارا سره يوځای شو او دسارا، توری بادامی سترګی،  لوړه نری پوزه، توری اوږدی زلفی،  زړه ته ورته ګردی ښکلی مخ، د سارا پاکی او سپيڅلتيا، دهغی لوړه او عالی اخلاق يی د فکر په ټال کی را ګرځيدل، اکرم د همدی خوږو خيالو سره په درانده خوب ويده شو.
سهار کله چی سليم و فاکولتی ته حرکت کاوه، ويی ليدل چې اکرم لا ويده دی، په ورو يی وخوځاوه او ويی ويل: اکرمه! هو اکرمه !  فاکولتی ته نه ځی؟
اکرم په وارخطايی سره سر راپورته  کړی، ويی ويل: څه خبره ده؟
سليم مسکی شو، ويی ويل، وروره خاص څه نشته لس کم اته دی، درس نلری؟
اکرم وويل: اوه زما خدايهيوازی لس دقيقی پاته دی، په منډه د کټ نه راکوز شو، لاس او مخ يی تازه کړل، دچايی وخت يی د لاسه ورکړی و، د ليليی نه ووت او په چټکو ګامو يی د پوهنتون پر لورحرکت وکړ.
د سارا لومړی ورځ وه چی کورته ناوخته راستنه شويوه، همدا چېسرای ته ننوتل سترګی يی په مور ولګيدی، سلام يی ورکړ، موريی وويل: زويه ماښام دی. سارا وويل: موری، په کتابتون کی و ځنډيدم، مستقمه خپلی کوټی ته لاړه. سارا خوشحاله وه، ځان يی بريالی احساساوه، پسله څلورو کلو يی خپل د مينی اظهار کړیو، د شپی تر ناو خته يی هم سوچونه ووهل او هم يی درسونه ولوستل. د شپی ناو خته بستر ته لاړه، سهار په وخت دخوبه پاڅيدل، اودس او لمونځ يی ادا کړه او بيا د پوهنتون په لور، روانه شوه، ځان يی فاکولتی ته ورساوه، خو اکرم لا تر دی مهاله صنف ته نهو راغلی.
استاد تازه درس شروع کړیو چې اکرم  صنف ته داخل شو، سترګی يی پرسارا ولګيدی، دواړو په سترګو کييو بل ته سهار په خير وويل او بيا پر خپل ځای کښيناست، اکرم نن د هری ورځي نه زيات درس ته پام ساته، د استاد نه يی ډيری پوښتنی وکړی، استاد هم په مينه، مينه داکرم هر پوښتنی ته ځوابونه ورکړل. صنف له هری ورځي نه زيات په زړه پوری و، او محصلان اصلا پوه نه شول، چی يو درسی ساعت څومره ژر تير شو.
د سارا مينی د اکرم ژوند ته نوی بڼه وربخښلی وه. دواړه به سهار صنف ته راتلل او په مينه به يی خپل درسونه لوستل، پسله غرمی به د پوهنتتون زړه وړونکو پارکونو ته تلل، هلته يه يی هم درسونه لوستل، اوهم به يی د خپل دراتلونکی لپاره به يی خوبونه ليدل. د اکرم اوسارا مينه تر ډيره پټه پاته نه شوه، ډير ژر هم صنفيان او بيا ټوله فاکولته او پوهنتون ورباندی خبر شول. په پوهنتون کی داسی د مينی او مين توب داستانونه خورا زيات وی، خو د اکرم مينه سپيڅلی او پاکه وه، دواړه، اکرم او ساراوعده کړیوه، چی د ژوند تر وروستی شيبی به يو دبل سره ملګرتيا کوی.
د زمان کاروان مخ په وړاندي روان و، د اکرم او سارا مينه هم د پخوالی د مختلفو پړاوونو نه تيريده. اکرم او سارااوس دومره يو او بل ته نژدی شوی وو، چې کله يی هم د جدايی په اړوند فکرنه شوکولای، د صنف ملګرو يی ديته انتظار ايسته چی څه وخت به د اکرم اوسارا دواده پلو وخوری، خو هيڅوک هم په دی نه پوهيدل چی زمانه به د اکرم او سارا سره کومی ټوکی وکړی.
د پنځم کال وروستی سمستر و، سارا سره ددی چې د اکرم په ټولو ستونزو، پوهيدله، تصميم يی ونيو، ترڅو داکرم سره په رسمی ډول کوزده وکړی، د شپی يی په دی اړه ډير سوچ وکړ او تصميم يی ونيو چی سبا د اکرم سره په دی اړه خبری وکړی او په دواړو تصميم ونيسی.
سبا د هری ورځی په څير سارا او اکرم  پسله غرمی نه د سيد جما الدين د زيارت وخواته لاړل، او په داسی حال کی چې لا زيارت ته نه وه رسيدلی، سارا مخ و اکرم ته واړاوه او ويی ويل:
ترکومه به زما او ستا اړيکی په داسی غلچکی ډول جريان لری، ما د شپی په دی اړه زيات فکر وکړ او تصميم می نيو چې نوربايد خپلو اړيکو ته رسمی بڼه ورکړو، زياته يی کړه، ستا نظر څه دی؟
اکرم ددی خبری په اريدلو سره، سخت خوشحال و، يوه شيبه چپ پاته شو، په دی اړه يی فکر وکړ، کوزده او نامزادی مراسم خو مصرف غواړی، دځان سره يی وويل، غريبه اکرمه، ته به دومره روپۍد کومه کړی، روپۍخو يو خوا پريږده، ته خو څوک نلري چی ستا په جرګه ولاړشی، په دی سوچ کی و چی سارا پری غږ کړه: مګر زه ستا سره نه يم، اکرم يی د سوچه را وايست، اکرم سارا ته وکتل او داسی يی وويل:
ساراجانی، ته کاملا په حقه يی، ستا خبره کاملا منطقی ده، خو زه دی سوچ کی لاړم، چې د کوزدی مصرف به د کومه کړم، ته خو زما په حال خبره يی، زه په ډيرو ستونزو خپل د تعليم مصرف تامينوم، نو د کوزدی لپاره به روپۍد کومه کړم؟
سارا: هو! زه په دي هرڅه پوهيږم، ستا حالت خو ماته ډير ښه معلوم دی، شپه می په دی اړه سوچ وکړ، زه فکرکوم چې د کوزدی د مراسمو روپۍبه لويه ستونزه نه وی، په دواړو به يو چاره وکړو، زياته يی کړه، خو د جرګی په هکله ما هم فکر نهو کړی.
اکرم: د سارا په مطلب پوهيده، خو نه يی غوښتل چې د کوزدی مراسم د سارا په روپو ترسره کړی، کوښښيی کاوه ترڅو سارا دی و هڅوی چې داوس لپاره د کوزدی مراسم و ځنډوی، خو سارا نور تصيميم نيولی و چېبايد، دی پټو ليدونو کتنو ته د پای ټکی پريږدی او خپله مينی راخپله کړی.
د ډير خبرو وروسته دواړو په دی فيصله وکړه چې اکرم به د سارا دوی کورته جرګه ور ليږی، خو اکرم بيچاره د جرګی لپاره هم څوک نه درلودل،دواړو اکرم او سارا، پرموضوع باندی خبری وکړی، بالاخره سارا اکرم ته داسی وويل: راځه خپل جرګه پخپله وکړه، دواړه مسکی شول، اکرم وويل: هو! والله،  زه فکر کوم دا له هرڅه نه زيات ښه نظر دی، سارا حيرانه شوه او ويی ويل: هغه څنګه؟
اکرم ځان جدي ونيو او ويی ويل: ګرانی، داځکه چی زمانه ډيره خرابه ده، په چا باور نشته، زه خو ډاريږم که خپل په جرګه بل څوک ستاسو کورته دروليږم، هسی نه شی چی ددی په عوض چی تا ماته وغواړی، ځانته دی وغواړی او دا غريب اکرم به خپله سارا د  تل لپاره د لاسه ورکړی، دواړو په لوړ اوازی وخندل،  ديوی اوږدی خندا وروسته بيرته  خاموشه شول،  اصلی موضوع ته راوګرځيدل.
اکرم وويل: ګرانی، زه نه  پوهيږم چی ستا مينه به لانوری څه کانی په ما وکړی، زياته يی کړه، سمه ده مرکه به هم پخپله وکړم، خو ايا ستا مور او پلار تراوسه زما او ستا په اړيکو پوهيږی، ايا ستا پلاربه زموږ د کوزدی سره موافقه وکړی؟ بيا لږ مسکی شو او ويی ويل: زه خو ډاريږم چی د ټوپک ډز راباندی ونکړی.
سارا: وخندل، په ځير ځير يی اکرم ته وکتل او ويی ويل: ايا ټوکی پريږدی که زه لاړه شم؟
اکرم: ښه راځه نو ټوکی به پريږدو، خو داراته ووايه چې ايا تا ددوی سره خبری کړيدی او کنه؟
سارا: دمورسره خومی خبری کړیدی، هغه خو زما د مينی سره ستونزه نلری، خو د پلارسره خبری کول ډير ګران دی.
اکرم: نو چی داسی خبره ده، اوس ووايه چی ته څومره ډاډه يی چې پلار به دی دا اړيکی ومنی؟
سارا ديوی شيبی لپاره غلی شوه، بيا يی وويل: زه می د پلار يوه لوريم، ډيره ورته ګرانه يم، باورلرم چې پلار به می زما مينه ومنی.
اکرم او سارا ټوله ورځی پر موضوع باندی خبری وکړی او بالاخره يی پردی سلا وکړه چې اکرم به سبا سهار د خپل ځان په جرګه د سارادوی کورته ورځی. دواړه يو د بل نه جلاشول، سارا د کور او اکرم د ليليی په لور، روان شو.