
له پنډه ډکه کیسه :
یوې پېغلې په یوه ښوونځي کې د ښوونکې دنده درلوده، نوموړې له بېسارې ښکلا او غوره اخلاقو څخه برخمنه وه، خو تر دې دمه یې واده نه وو کړی .
یوه ورځ زده کوونکو ترې پوښتنه وکړه : سره له دې، چې غوره اخلاق او ښکلې څېره لرې ولې دې واده نه ده کړی ؟
ښوونکې وویل :
یوه ښځه وه، چې پنځه لورګانې یې لرلې، خاوند به یې هر وخت هغه ګواښله او ورته ویل به یې، که چېرې دا ځل لور وزېږوې، هرڅنګه چې کېږي زه به هغه له کوره بهر کړم.
د الله (ج) غوښتنه وه، چې یو ځل بیا هغې ښځې لور وزېږوله او پلار به یې هره شپه هغه را اخیسته او د جومات د دروازې څنګ ته به یې خوشې کوله، سهار به چې راغی کتل به یې چې ماشوم چا نه دی اخیستی. نوموړي اووه شپې پرله پسې دا کړنه ترسره کړه او د ماشوم مور به د خپلې لور له پاره قرآن کریم تلاوت کاوه او هغه به یې خدای (ج) ته سپارله.
لنډه په دې، چې یاد کس ستړی شو او خپل ماشوم بېرته کورته یوړ، د ماشوم مور ډېر خوشاله شوه، تر دې چې یو ځل بیا امیند واره شوه، مګر دا ځل ډېره پرېشانه وه، داسې نه چې داځل هم لور وزېږوي، مګر دا ځل د الله (ج) غوښتنه داسې وه، چې یادې ښځې زوی وزېږاوه، د دې هلک په زېږېدو سره، مشره لور یې مړه شوه .
یو ځل بیا امیندواره شوه او زوی یې وزېږاوه، مګر خپله دویمه لور یې له لاسه ورکړه. تر دې چې پنځه ځله زامن وزېږول مګر خپلې پنځې لورګانې یې له لاسه ورکړې، مګر یوازې هغه لور، چې پلار یې غوښتل د هغې له شره ځان خلاص کړي ورته پاتې شوه، مور مړه شوه، لور او زامن ټول ستر شول .
ښوونکې خپلو زده کوونکو ته وویل: پوهېږئ هغه نجلۍ څوک وه، چې پلار یې غوښتل، د هغې له شره خلاص شي ؟؟؟ !
زده کوونکي چپ پاتې شول .
ښوونکي وویل: زه یې درته وایم، هغه نجلۍ زه یم .
په همدې خاطر مې تر اوسه پورې واده نه دی کړی، ځکه چې پلار مې ډېر بوډا دی او هېڅوک نه شته، چې د هغه خدمت وکړي.
زه یې خدمت کووم.
هغه پنځه هلکان ( زما وروڼه ) کله ـــ کله د خپل پلار خبر پوښتنه کوي، یو یې په میاشت کې یو ځل او نور یې په دوه میاشت کې یو ځل راځي او پوښتنه یې کوي .
پلار مې تل ژاړي او له خپل هغه چلند څخه کوم، چې له ماسره یې کړی وو، ډېر پېښمانه دی .
پایله دا چې هغه څه چې تاسو یې بد ګڼئ او ترې کرکه لرئ، په هغه کې خیر نغښتی دی.
الله (ج) پوهېږي، مګر تاسو نه پوهېږئ .
د خدای (ج) په قضا او د هغه (ج) په اراده خوښ اوسه، تر څو نېکمرغي او خوشالي دې په برخه شي.