
کله چې د نړۍ د سترو لیکوالانو په اړه فکر کوو، ښائي له ځان سره ووایو چې هغوی خدای ورکړې پوهه، نبوغ او مهارتونه درلودل؛ خو تر څنګ يې دا له یاده باسو چې ګڼو نورو ښائي خپلې هغه وړتیاوې پوره نه وي پېژندلې چې ستر لیکوالان یې ترې جوړولای شو، موږ ښايي له هغو وړتیاوو ډېر زیات څه ولرو چې معمولاً یې کاروو، ښايي اصل وړتیاوې مو همداسې پټې پاتې وي.
سټیفن کېنګ نامتو کیسه لیکوال دی چې لیکنې یې په ټوله نړۍ کې میلیونونه لوستونکي او مینه وال لري او په کال کې شاوخوا ۱۷ مېلیونه ډالره له دې لارې لاسته راوړي. هغه د لیکوالۍ په اړه وايي: درواغ نشم ویلای چې بد لیکوالان نشته، وبښئ، بد لیکوالان ډېر دي.
هغه په خپل کتاب څرنګه ښه لیکوال واوسېږو کې ګڼې سپارښتنې کوي چې ۲۲ یې په لنډیز سره داسې دي:
اول، د تلوېزيون په ځای ډېره مطالعه وکړئ او ډېر ولولئ؛ که د یوه لیکوال په توګه کار پیلوئ نو تلویزیون باید لومړنی څیز وي چې بندېږي. تلویزیون نوښت ته لکه زهر هسې دی. سټیفن کېنګ وايي لیکوالان باید په خپل ځان کې وګوري او د تخیل ژوند ته مخه کړي. د دې لپاره پکار ده چې تر هر څه ډېر ولولي. کېنګ چې هر چېرته ځي کتاب ورسره وي او حتی د خوراک پر مهال هم کتاب لولي. که غواړې چې لیکوال شې نو باید دوه څیزونه درته لومړيتوب ولري؛ ډېره مطالعه او ډېره لیکنه. ډېره او دوامداره مطالعه وکړئ او د لیکنې د ښه کېدو لپاره بیا بیا لیکنه وکړئ.
دوهم، له هغو د ډېرو ماتو او کره کتنو لپاره چمتو اوسېږئ چې تاسې یې فکر کوئ؛ سټیفن کېنګ کیسه لیکنه په کوچني لامبو ټیوب له اتلانتیک سمندر څخه تېرېدلو سره پرتله کوي، ځکه په دواړو کې په ځان د شک غټ فرصتونه شته دي. کېنګ لیکي: "نه یواځې دا چې په ځان به شکي يې بلکه نور خلک به هم درباندې شکي وي. که ته لیکې (یا هم انځورګري کوې، نڅا کوې، مجسمه کاږې او یاهم سندره وایې) یو څوک به پیدا کېږي چې زړه دې ترې تور کړي خو دا به پکې راځي".
ځینې وخت باید لیکلو ته دوام ورکړئ که څه هم زړه مو نه غواړي. کېنګ لیکي: "په دې خاطر چې د یو څه لیکل له احساسي یا تخیلي پلوه ګران وي لیکل درول ښه کار ندی". د هغه په نظر کله چې ماته خورئ بیا هم له مثبت فکر سره پاتې شئ. "مثبت فکر کول او خوشبيني ماتو ته تر ټولو وړ ځواب دی".
درېیم، د خلکو په خوشالولو وخت مه تېروئ؛ د سټيفن کېنګ په وینا په بې پروايي باید ستاسې له ډېرو وروستیو اندېښنو څخه وي "که تاسې هڅه وکړئ چې په صداقت سره ولیکئ نو په هر حال مو د ټولنې د یوه مؤدب غړي په توګه ورځې شمار دي". کېنګ به په هغه څه شرمېده چې لیکلي به یې و، په تېره بیا دا چې رنګارنګ لیکونه به ورته راتلل او پکې به خلکو خپله غوسه ښکاره کړې وه چا به متعصب بللی و چا به له همجنس بازۍ څخه په کرکه تورن کړی و چا به وحشي او وژونکی بللی و او حتی ځینو به رواني ناروغ ګڼلی و.
په څلوېښت کلنۍ کې هغه په دې وپوهېده چې هر بریالی لیکوال په دې تورن شوی چې هسې یې خپله پوهه ضایع کړې. کېنګ په دې تړاو لیکلي: که تاسې یې ونه منئ زه یواځې اوږې خوځولای شم (بې اعتنائي ښکارولای شم). دا هغه څه دي چې ما زده کړي. تاسې نشئ کولای چې ټول لوستونکي د تل لپاره خوشاله وساتئ، ځکه نو کېنګ وايي چې اندېښنه مه کوئ.
څلورم، په لومړیو کې د خپل ځان لپاره ولیکئ؛ تاسې بايد په دې خاطر ولیکئ چې خپله خوښه او زړه مو غواړي. سټیفن کېنګ وايي: ما له لیکلو څخه د خالص خوند اخیستو لپاره لیکل کړي او تاسې هم د همدې لپاره لیکلای شئ چې په دې توګه کولای شئ د تل لپاره ولیکئ.
کورټ ونېګټ بیا په دې اړه ځانګړی نظر لري: "داسې مضمون پیدا کړه چې لېوالتیا ورسره ولرې او له زړه يې په اړه ولیکلای شې". هغه وايي دا د لېوالتيا استعداد دی نه د لوبې او ژبې چې ستا ځانګړي ډول او لیکنې ته تر ټولو ډېر جذابیت او په زړه پورې والی وربښلای شي.
پنځم، د هغو څیزونو د لیکلو هڅه وکړئ چې لیکل یې سخت وي. سټیفن کېنګ لیکي: "تر ټولو مهم څیزونه هغه دي چې ویل یې سخت وي. دا هغه څیزونه دي چې پرې شرمېږې ځکه چې د احساساتو د بیان لپاره یې ستاسې کلمې بسنه نه کوي". مهمې او شهکار لیکنې له ساعتونو ساعتونو فکر کولو وروسته ليکل شوې دي. د کېنګ په نظر "(ډېر) ليکل فکر رغوي". د سختو موضوعگانو ليکل تاسې له ژورو سره آشنا کوي. کېنګ وايي: "کیسې موندل شوي څیزونه دي، لکه فوسیلونه چې موندل شوي. کیسې له نړۍ د وړاندې وخت ناموندل شوي آثار دي. لیکوالان به لکه لرغون پېژندونکي د کیسې د را لوڅولو او موندلو لپاره کیندنې او پلټنې کوي تر څو کیسه پیدا او وليکي".
نور بیا...