
لسم څپرکی
دری کاله وروسته:
د فاکولتی دری کاله موده پر اکرم باندی خورا اوږده تيره شوه، د کلی لاره بند وه، پوسته نوره کلی ته نه شوای رسيدلای، اکرم هم د کلی نه ليک په لاس نه راوړ، زمانی اکرم، د مور او پلاره بيل کړی و، معلومه نه وه چی بيا به په ژوند سره وګوری او کنه، يوازی په اميد يی ژوند کاوه، څه ښه وايی (دنيا په اميد خوړل کيږی)، کلی په رښتيا هم وران شوی و، ډير کليوال، د کلی نه کډه شوی وو. ډير زاړه او زړی د جګړی او ماينونو قربانی شوی وو. کلی په کڼدواله بدل شوی و، اکرم د ژوندانه ترډيرو فشارونو لاندی خپل د هدف په لور حرکت کاوه، په هرسمستر کی او په هر مضمونه کی يی سل، سل نمری اخيستی. د ژوند ناخوالو اکرم د فولادو په څير پخاوه.
اکرم د ژوندانه په ګير او دار کی ځان د هدف و څلورم کال ته ورساوه، په دی ډاډه و چېيوه ورځ به ځان وورستی هدف ته ورسوی، د ليلي ملګری خو سر له اوسه هغه ته د ډاکټر خطاب کوی.
اکرم نور هغه ساده او کليوال زلمی نه دی، دښار په فرهنګ باندی بلد شویو، ډير ملګری او دوستان يی ميندلی وو، په فاکولته کی داسی څوک نشته چی اکرم نه پيژنی. اکرم، د فاکولتی او پوهنتون په منځ کی په اکرم سل ، سل، مشهور شوی و.
دسارا مينه هم پخيدو ته رسيدلی وه ، د اکرم سره يی اړيکی ډير ښی وی، خو دا اړيکی د اکرم لپاره يوازی د هم صنفی توب اړيکی وی، اکرم هيڅکله هم نه غوښتل تر څو د پي مخو د مينی په جال کی راګيراو دهدف نه انحراف وکړی. سره ددی چې اکرم اوس يوښاری زلمی و، خو خپل دمور او پلار سختی ورځي، د پلار چاودلی لاسونه يی د ياده نه وه، وتلی، د کلی ورستی ورځ چی اکرم او پلار يی د هديری خواته ولاړ وه، او د اکرم پلار خپل زيږه لاسونه د اکرم پر مخ را کش کړه، داسی و اکرم ته ورياد وه، لکه پرون.
د اکرم او سارا اړيکو ښه پر مختګ کړیو، د اکرم په فکر دوی دواړه خورا ښه ملګری وه، خو د سارا فکر بيا بل څه و، او هڅه يی کوله ترڅو اکرم خپل د مينی په جال کی را ښکيل کړی. دواړه به د وخت نه په ګټه اخيستنی سره کله، کله يوځای کښناستل، سارابه د اکرم نه د هغه د ژوندانه کيسی اوريدلی، داکرم نه به يی په درسونو کی مرسته غوښتل، د اکرم نو ټونه به يی کورته وړل. دا اړيکی تر ډيره بريده مخ ته لاړی، سره ددی چې اکرم تلاښ کاوه ترڅو دمينی په جال کی را ګير نه شی، خوداسی ښکاريدل، چی د سارا مينی اوس د اکرم د زړه په دهليزونو کی جال هوار کړیوی، اکرم به کله کله يو بيګانه احساس دی ته هڅاوه چې دسارا سره وګوری، د ژوند خوږی او ترخي ورسره شريکی کړی، خو لا اکرم په دی نه پوهيده، چې دا احساس به هغه يوه ورځ د سارا د مينی په دام کی را ګيرکړی، سارا هم د اکرم دا حالت احساساوه، او په دی خوشحاله وه چې مينهيی ورو، ورو ځان وهدف ته نژدی کوی.
څلورم کال هم پاي ته ورسيد، د اوړی رخصتی د هرکال په څير د سارا لپاره خورا دردونکی وه، مينه يی نور نو داسی پخوالی ته رسيدلی وه چې د شاته تګ لارهيی نه ليدل، هره ورځ يی زړه غوښتل چی اکرم ته خپل د مينی اظهار وکړی، خو کله هم داسی فرصت په لاس نه ورتی چی سارا خپل پيغامونه خپل محبوب ته ورسوی.
د ساراد صبر کاسه نوره لبريزه شویوه، نوريی خپله مينه نه شوه پټولای، خو نه پوهيده چې خپله مينه په کوم مهارت سره اکرم ته اظهار کړی.
بله ورځ سارا د اکرم نه د نوټ کتابچه واخستل، کورته لاړه، زړه يی درزيده، قلم او کاغذ يی راواخست او د اکرم په عنوان يی يوليک چې پکی د سارا دمينی اظهارشوی و، وليکه، د اکرم کتابچه يی را خلاصه کړی، په سينه پوری يی ټينکه کړه، څو، څوځلی يی بوی کړه، د اکرم د کتابچی نه يی د اکرم بوی احساساوه، ليک يی د کتابچی په منځ کی پريښود، سهار له ټولو نه مخکی فاکولتی ته راغله، د صنف په وره کی يی واکرم ته انتظار ايست، ، نور هم صنفيان را پيدا شول خو اکرم لاصنف ته نه و راغلی ، درس شروع شو، خو د اکرم پته نه وه، د سارا فکر خراب و، سترګی يی و استاد ته خو فکر يی د اکرم سره و، دالومړی ورځ وه چې اکرم په وخت په صنف کی موجونه و او همدی کار د سارا تشويش زيات کړی و، خو دا انتظار ډير دوام ونکړ، استاد لا حاضری نه وه اخيستی چی د صنف ور په ورو و ټکيده اوسمدلاسه اکرم په صنف کی راڅرګند شو، راسا لاړ اوپرخپله څوکی کښيناست.
څو ساعتونه پرله پسی ډک وه، اکرم او سارا وخت پيدا نکړ، ترڅو يو دبل سره د زړه خواله وکړی. کله چی استاد له صنف نه ووت، د غرمی ۱۲ بجی او ديرش دقيقی وی. ټول هم صنفيان سمدلاسه په استا پسی د صنف نه ووتل، دليليی محصلانو تلاښ کاوه چی ژرځان ليليی ته ورسوی، خو بيا نهاری محصلانو کوښښ کاوه چی ځان د بس تم ځای ته ورسوی، کورونو ته لاړ شی او د سبا لپاره اماده ګی ونيسی.
اکرم او سارا له ټولونه وروسته له صنف نه ووتل، د سلام او جوړپه خير وروسته دواړه د فاکولتی نه د وتلو په حالت کی وه، سارا ودريدله، مخ يی اکرم ته راو اړاوه، دهغه کتابچه يی دمننی په ويلو سره مسترد کړه، دخدای په امانی يی وکړه، اکرم د ليليی په لور او سارا د کور په لور، روان شول.
د سارا زړه په سينه کی ټوپونه وهل، دوه ګونی احساس يی په مغزو کی په جګړه بوخت و، سارا په دی خوشحاله وه، چې بالاخره يی پسله څلورو کلونو انتظار نه خپل مينه اظهار کړيوه، خو د بل لوری يی يو ناولی لاس په مغزو کی ګرځيده او ډاريده چی مبادا، اکرم يی مينی ته منفی ځواب ووايی. سارا تر سهاره په کټ کی لټ پر لټ واوښته، خوبيی له سترګو الوتی و، او شپه يی په ويښو سترګو د اکرم د خيالون سره سبا کړه.
اکرم چې کله کتابچه ترلاسه کړه، سمدلاسه يی را خلاصه کړه، سترګی يی پر ليک ولګيدی، فکر يی وکړ، چی ليک د بل چا دی، و يی غوښتل چی بيرته يی ساراته مسترد کړی، مخ يی راواړاوه، سترګو يی سارا لټول، خو ځمکه سوری شويوه او په يوه شيبه کی سارا کی ننوتی وه.
اکرم پاکټ شا وخوا يی پرله واړاوه، ناڅاپه يی سترګی د پاکټ د پاسه پر نوشته ولګيدی، اکرم پر ځای ميخ شو،نوشته يی داسی ولوستل: زما د ګران محبوب اکرم د مطالعی لپاره. اکرم حک حيران شو، د سارانه يی د داسی ليک طمع نه کول، زړه يی وريږديد، ديوی ونی و خواته کوښی کښيناست، ليک يی راخلاص کړ او داسی يی ولوستل:
ماته له خپله ځان ګران اکرمه،
زما نړۍزما جهان اکرمه،
زما د راتلونکی ژوند داستان اکرمه،
زما مستقبل زما ارمان اکرمه،
هيله ده د مينی ډک او تاوده سلامونه می و منی. چی دزړه خبره درته وليکم نو بايد اقرار وکړم چی تا په لومړی ورځ او لومړی ليدو زما زړه ښکار کړ، کلونه کيږی چی ستا د مينی په اورکی سوځم، زه په دی پوه يم چی پوهنتون د عشق او عاشقی ځای نه دی، په دی هم پوه يم چی لا تر اوسه زما او ستا لپاره ډير وختی دی چی مينه وکړو، خو په دی ډاريږم چی داسی نه شی چی کومه ورځ راباندی ناوخته شی، او بيا به د ژوند تراخره ستا د جدايی په اورکی وسوځم، څلور کاله می خپله مينه په خپله سينه کی وساتل، و می روزل، تنکی وه، ورويی ريښي وکړی او زما د زړه دهليزونه، زما د وجود پلی او رګونه يی اسيرکړه، سارا بيله اکرمه ژوند نه شی کولای ، صبر می د لاسه ورکړ، ددی جرات می نه درلود چی تاته مخامخ خپل د مينی اظهاروکړم، ځکه می تصميم ونيو چی ددی بی زبانه کاغذ په وسيله تاسوته خپل پيغامدرورسوم، زړه می ريږدی، هيله ده چی زما مينه ومنی او منفی ځواب رانکړی، زه وعده کوم چی د ژوند ترپايه به تاته ټولی هغه خوشحالی درپه برخه کړم کومی چی يوه ښه ميرمن يی و خپل خاوند ته ورکولای شی.
ستا د ځواب په تمه،
ستا سارا
اکرم د ليک په لوستلو سره د غرمی ډوډۍ د ياده ووتل د فکرونو په ټال کی لاهو شو، ماشومتوب، د کلی د ښوونځي لومړی ورځ، لومړی کلونه، ښوونکی، کلی او دکلی خاورينی کوڅی، کور، ادی، بابا، د ولسوالۍ ليسه او بيا د پوهنتون لومړی شپی او ورځي دا ټول په يوه شيبه کی د اکرم له نظره تيرشول.
د ځانه سره يی وويل: دا بل غم، د سارا مينه، اکرمه د ساده بزګر زوييی ستا يی د مينی او مين توب سره څه، ليک يی څو څو ځلی ولوست، تصميم يی نه شو نيولای، کله به د ځوانی احساسات زور شو، و به ويل: سارا ځوانه ده، ښکلی ده، پاکه ده، روپۍلری، ښه تحصل لری، ته نور څه غواړی؟ بيابه اکرم د احساساتو د ټاله را ووت د ځانه سره به يی وويل: چيری ته چيری سارا، د خوار او کليوال بزګر زوييی، د کابل په اسمان کی ستوری او په ځمکه يی سيوری نلری ، خپل ځان يی د سارا سره او خپل ژوند يی د سارا د ژوند سره پرتله کړ، ترمنځ يی خورا لوی واټن موجودو، داسی واټن چی نژدی کيدل يی نه تنها ستونزمن بلکه ناممکن وه، دځان سره يی وويل: ستا او سارا سره څه، دا خبره په ځای وه، چی اکرم ته سارا ګرانه وه، خو يوازی د يوه ملګری او هم صنفی په څيره کی.
اکرم په دوه زړه کی و، ديوه لوری يی نه غوښتل سارا خپه کړی، او پښتنی کلتور مات کړی، يوی پښتنی پيغلی ورته د واده پشنهاد کړی و( په پښتنو کی داسیيو فرهنګ دی چې که يو څوک د څو ميرمنو خاوند هم وی، خو يوه بله پيغله ورته دواده پيشنهاد وکړی نوبيله کومه عذره يی بايد ومنی) خو دبله لوری يی په مخکی خورا ستراو نه حليدونکی خنډونه ليدل، تصميم يی نه شو نيولای،ورځ ناوخته و ، لوږه يی د ياده وتلی وه، وخت مازديګر و اکرم په ماتو بندو د ليليی په لور، روان شو، پاته ورځ يی هم په سوچونو تيره کړه، شپه ترناوخته پوری ويښ پاته شو، خوب يی د سترګو تللی وو. با لاخره يی تصميم ونيو ترڅو د سارا سره مخامخ خبری وکړی، ټولی ستونزی ورته سپينی ووايی، او بيا په دواړو تصميم ونيسی.