
نن شپـــــه ای صنــــم دروازې مه تړه
وکـــــړه لږ کــــــرم دروازې مــــه تړه
بیـــــا چې هــر څه وایې راته وایه تل
هــر څه دې منــــــــم دروازې مــه تړه
څه وکړم ناچـــــار یم ستا په مینـه کې
زړه مې شــــو قلـــــم دروازې مه تړه
غلی شان به در شــــم تروږمۍ کې زه
ورو ورو پــه قــــــدم دروازې مـه تړه
یا به هـــــــم در پورته په دیـوال شمه
جــــوړ لکه لــــــړم دروازې مـــه تـړه
دا زړه نور په هیڅ هم ټـــکوریږي نه
غـــــواړم لــږ ملهــــم دروازې مه تړه
ګرانې ګوره شور او غـــــوغا ونکړې
ورو دې ښـــکولوم دروازې مــــه تړه
مست مې د سرو شونډو په شرابوکړه
بیـــا بــه درنه ځـــم دروازې مـــه تړه