يو څو کيسه ګۍ/ ۳۲

خودخواهي:
ځینو خلکو ته چې ووایې چې ته ډیر پوهېږې، سم برداشت نشي کولای فکر وکړي چې یواځې دوی پوهیږي...
ټکر:
له تورې کڅوړې نه غوښه، رومیان او سبزي په سړک باد باد پراته وو، هغه د موټر تر ټایرونو لاندې لاس او پښې رپول او خلکو يې د پيژندلو هڅه کوله...
تقدیر:
پرون له اوږده سفر نه را په کور شوی وو، ویل یې ډیرې کیسې لرم خو نن له کور نه را ونه واته، دنیا همدومره وه...
غم:
له هغې شپې وروسته سبا شپه د بېګانۍ په څیر نه وه، ویر او ژړا حتی له دیوالونو هم اوریدل کیده...
سیاست:
ویل یې اوس به دا شرم چیرته وړو؟ ما ویل تاسې سیاستمداران خو یې همیشه افغانستان ته وړئ...