
اکرم د ډيری خوشحالی نه په جاموکی نه ځاييده، دخوشحالی اوښکو يی د پلار ليک ښه پوره لوند کړی و، اوښکی يی پاکی کړی او په چټکو ګامويی ځان ليليی ته ورساوه، سليميی دخوبه راپاڅاوه، خپل خوشحالیيی ورسره شريکه کړه، د واړه ملګری په دی خوښ وه چی د اوړی په موسم کی حکومت ورته ليليه ورکړيوه، غوښتل يی يوه دوی ورځي تفريح وکړی او ځانونه و فزيکی کارته چمتو کړی. دواړه د باغ بالا په نيت د ليليی نه ووتل، څو دقيقييی د باغ بالا د انګورو په بڼ کی تيری کړی او بيا د کرانټی (انقلاب) هندی سينمايی فلم د ننداری په خاطر چی تازه بازارته راغلی و، داريوب سينما ته لاړل. داکرم لومړی ځل و چی سينما ته تی، فلم ورته ډير په زړه پوری و.
د نتاييجو د اعلان ورځ راورسيدل، اکرم هم د خپلو نتاييجو دمعلومولو لپاره فاکولتی ته راغی، د فاکولتی په دهليز کی ګڼه ګوڼه وه، داسی ښکاريدل، چی نتاييج اعلان شويدی، اکرم د اعلاناتو د تختی لوری ته روان و، خو مخکی له دی چی هلته ورسيږی، د هم صنفيانو د ګڼی ګوڼی سره مخامخ شو، هريوه يی پخپل وار اکرم ته غاړه ورکول او مبارکی به يی ورته ويل. اکرم به مننه وکړه، خو لا نه پوهيده چی نتيجه يی څنګه ده، ټولو ويل: نام خدا، اکرم، سل، سل.
اکرم ځان نتاييجو ته ورساوه او ويي ليدل چی ټولی نمری يی سل، سل دی. وروسته پوه شوه، چی ولی هرڅوک وايی اکرم سل، سل.
پر اکرم باندی دخوشحاليو سيل را روان و، په ازموينه کييی سل، سل، نمری وړی وی، پرون ورته دکوره ليک راغلی ؤ، داوړی په موسم کی دولت ورته ليليه منلی وه، او تر ټولو مهمه دا چی د اوړی د رخصتی په موسم کی يی کارميندلی و.
اکرم په داسی حال کی چې سترګی يی دنتايجو لستونوته چې د اعلاناتو په تخته کی بند شوی وو، پاته وی، د خوشحاليو د سيل سره د فکرو په ټال کی لاهو شو، په يوه شيبه کی تر کلی ورسيد، دپلار هغه خبره ورپه زړه شوه چې ويل به يی: (څه دی کول چی پلار اونيکه دی کول). دځان سره يی وويل: پلاره اوس به يی ته ګوری چې ددی کليوال بزګر د زوی نه څرنګهيو تکړه طبيب جوړيږی. مور او پلاريی وسترګوته شنه شول، يو سوړ اسويلی يی وايست، په زړه کی يی وويل: ای کاش تاسی نن زما په خوشحالی کی شريک شویوای.
اکرم د اعلاناتو له تختی نه را ليری شو، د هم صنفيانو د ډلی سره يوځای شو، هم صنفيانو هم په دی ورځ اکرم ته ډيره مينه ورکړه، دومره مينه چې اکرم خپل کلی او کور دياده وايستل. سارا هلته ليری ولاړه وه، او په داسی حال کی چې داکرم ننداره يی کوله، د اکرم نه زياته خوشحاله ښکاريده. زړه او روح يی ساده او کليوال اکرم دځانه سره وړی وو، خو له دنيا بی خبره اکرم، په سلو رګو کی يی يوه رګ يی هم د سارا دمينی احساس نه کاوه او همدی بی تفاوتی د سارا دمينی تنده نورهم زياتوله.
د اوړی دری مياشتی رخصتی د سارا لپاره د زندان حيثيت لاره، فاکولته تعطيل وه، اکرم يی نه شو ليدلای، خوب يی له سترګو تښتيدلی و، خوراک يی کم او رنګ يی ورځ تربلی ژړيده.
اکرم به ورځ په شاقه ساختمانی کارونوتيرول تر څو خپل د تحصيل ددوام لپاره روپۍوګټی، او ماښام به د کلی دخوږو يادونو سره يوځای بستر ته ستنيده او شپه به په خوږو، خوږو خوبونو تيروله. اکرم هيڅکله هم د سارا په هکله فکرنه کاوه.
اکرم د پلار يوه دانه او نازولی زويو، په ټول عمريی د پلا ر په پټی کی کار نه و کړی، دناز او نعمت ژوند يی تير کړی و. خو اوس مجبور و چی د اوړی په سوځونکی ګرمی کی کار وکړی لاسونه تڼا کی کړی او خپل د تحصيل ددوام لپاره روپۍوګټی. سره ددی چی د اوړی سوځونکی ګرمی د اکرم د څيری سپين رنګ په تور اړولی و خو اکرم هيڅکله هم خپل همت دلاسه نه ورکاوه، سخت کار يی کاوه، د کانګريتو درانده زمبيلونه يی په ډيره مينه او خوشحالی چلول، د ژوند ناخوالوته نه تسليمده، د ستونزو سره يی مبارزه کول او دبريا پر لوريی دځان لپاره لاره خلاصوله، مخ ته تی او نوی برياليتوبونو ته يی ځان رساوه. اکرم تصميم نيولی و چې بايد طبيب شی، هو يو ښه طبيب، داسی يو طبيب چې نوم ييدهر چا پرژبه وی.
د اوړی رخصتی پای ته ورسيده، اکرم ښی ډيری روپۍوګټلی او يوه ورځ د سليم سره بازار ته لاړ، د نوی سمسترلپاره يی ښه ډيری کتابچی او قلمونه راونيول او ځان يی و راتلونکی سمستر ته چمتو کړ.
د رخصتی د ختميدو سره سم د سارا حالت هم ورو، ورو تغير وموند، هيلی يی ژوندی شوی، ډاډ يی پيداکړ چی ډير ژربه بيا خپل اکرم وګوری خو کله، کله به شيطان وسواسه کړل، نه چی اکرم يې و کلی ته تللی وی اوپه جګړه کی راښکيل شویوی. شيطانی وسوسو به سارا نا هيلی کړه، ددی سره سره سارا خپل اميدونه دلاسه نه ورکول او په دی يی ځان ډاډه کړی و چی يوه ورځ به د اکرم سره واده کوی. د سارا مور او پلار د خپلی لورويجاړه حالت سخت په تشويش کی اچولی وو، کوښښيی کاوه ترڅو د لور په ستونزه ځان پوه کړی، ولی نه توانيدل، همدا چې سمستر رانژدی کيده او د سارا حالت تغير پيداکاوه، د سارا مور او پلار هم خوشحاله وو، خو هغوی هيڅکله هم د سارا دمينی په هکله فکر نه کاوه.
د نوی سمستر لومړی ورځ وه ، سارا له ټولو نه مخکی و فاکولتی ته راغله، د صنف په دروازه کی ولاړه وه او د اکرم د راتلو لاره يی داسی څارله لکه کوم څوک چی خپل دډيری مودی د مسافر لاره څاری، نا ببره يی سترګی په اکرم چی د صنف په لور را، روان و ولګيدی، سارا لکه ګل وغوړيده، ستونزی او مشکلات اود پرديسی شپی يی دياده ووتی، او سترګی يی همداسی د اکرم پرلور پاته وی او انتظار يی ايست ترڅو را ورسيږی او بيا سارا ورنه دتيرو درومياشتو په هکله پوښتنی وکړی، سارا په همدی سوچ کی ولاړه وه چی داکرم سترګی هم پر سارا ولګيدی او داچی پسله دری مياشتی يی خپل هم صنفۍ ليدله خوشحاله شو، دواړو يو او بل ته سلام ووايه، سارا سمدلاسه داکرم نه د هغه دمور او پلار کلی او کور په هکله پوښتنه وکړه.
اکرم وويل: په تاسف سره چی زه ونه توانيدم چی کلی ته لاړشم، او بيا يی ورته د درو مياشتو د کاراو ژوند کيسی و کړی، سارا هم په مينه مينه د اکرم کيسی اوريدلی، او د سرپه ښورولو يی تاييدولی. د اکرم د خبرو په جريان کی به سارا نوی پوښتنی کولی، او اکرم به هم په مينه ورته ځوابونه ويل.
په څو شيبو کی نورهم صنفيان هم راپيدا شول، د اکرم او سارا مجلس يی اخلال کړ، ټولو يو بل ته غاړی ورکولی او يو د بل دحال نه يی پوښتنه کول.
لا دهم صنفيانو کيسی خلاصی نه وی، چې استاد صنف ته داخل شو، او د ټولو پاملرنه يی وځانته واړول.
بيا هم درسونه او سوچونه د اکرم د ژوند ملګری شول، اکرم به د ورځي درس لوستی، خو دشپي به يی د کلی سوچونه ملګری شول، په کلی کی جګړه روانه وه، دی جګړی د ډيرو زلميانو ژوند اخستی و. هره ورځ مړی او جنازی، بمونه او راکتونه، کلی د ماينونو په کروند تبديل شویو، هر څه بدل وو، اکرم ته د خپل کلی ارامه او خاموشه فضا، سوله او سوکالی، مور، پلار، همزولی او ښوونځی هرڅه په هره شيبه کی ورياديدل، او اکرم يی سخت زوراوه. خو اکرم يوازی يو هدف تعقيباوه، (زه بايد طبيب شم) داسييو طبيب، چې نوم يی د هرچا پر ژبه وی، داسی يو طبيب، چی خپل وطن او خپل ولس ورباندی ووياړی. اکرم پخپل ټول توان سره د ناخوالو په وړاندی مبارزه کول او ځان يی د خپل هدف و لورته نژدی کاوه.
هلته بيا سارا وه، چی يوازی يی داکرم په هکله يی سوچ کاوه، يو هدف يی درلود او هغه، اکرم دی کليوال ساده زلمی ته رسيدل وه، درس ته خو راتلل، خو هوښ او فکر يی يوازی د اکرم سره وو. د سارا لپاره نوردرس خپل ارزښت دلاسه ورکړیو، ډير ځلی يی تصميم ونيو، څو خپل د مينی اظهار اکرم ته وکړی، خوله دی يی ډار درلود، چی خدامکړه، دا کليوال ساده زلمی ددی مينه رد نکړی. سارا به ژربيرته پښيمانه او د تصميم نه به وګرځيده.
نور بيا ...