
وخت:
د زمان بړبوکۍ کله کله ځینې خلک هسې په هوا کړي چې په دې ویروونکې ژوره کې به هر بوټي ته لاس اچوي خو له بیخه به راخیژي البته هغه بړبوکۍ چې درانه شیان راپورته کولای شي عادي بړبوکۍ عادي شیان همیشه ګډوي...
د ژوند ډرامه:
د چارلي چاپلین ټول فلمونه مې څو څو ځله کتلي؛ خو د ماډرن ټایمز فلم یې چې ګورم خپلې سرګردانۍ مې سترګو ته ودریږي، لکه ژوند چې خطا ایستلی یم در په در مې ګرځوي او له ټولو نهیلیو وروسته مې نندارې ته ږدي او نور را خندوي...
حرص:
هومره حریص سړی وو چې ویل یې له خدای نه راضي یم چې هر څه مې غوښتي راکړي يې دي خو خدای دې یې بیرته رانه اخلي نه...
د ۲۰۱۴ د فبرورۍ څلورمه، ډهلي – هندوستان
ورکه:
د پټ پټوني لوبه وه؛ هغه پټه شوه او دی لا اوس هم له ځان سره شمار کوي...
بمبار:
ماشوم په خاورو پټ وو؛ او یوه کلیوال چې کالي یې د هغه د پښو او بدن په وینو رنګ شوي وو په خپله غیږ کې اوچت کړی وو، ماشوم په ویریدلي او حیران انداز نړیدلو کوټو ته کتل او یوې نړېدلې کوټې ته یې په اشاره کې په سختۍ سره وویل: چې بمبار شروع شي زه غوا را ننباسم او ادې دغو په هغه کوټه کې پټ شي...