
نصحیت:
په تنکۍ ژبه یې له پلاره پوښتنه وکړه چې که یو چا ته مخامخ نشم ویلای چې دا فلانی کار مه کوه څه وکړم؟ پلار ورته وویل زوی مې جار شم په یوه کاغذ کې ورته ولیکه او په جیب کې ور واچوه، سهار چې پلار له کور نه واته د کورتۍ په جیب کې یو کاغذ په لاس ورغی چې په کې لیکلي وو: پلاره سګریټ څکول ډیر بد کار دی...
د ۲۰۱۴ د فبرورۍ درېیمه، ډهلي – هندوستان
افغانستان:
انټرنټ ته کېناست او په ګوګل کې یې سرچ کړل: تر ټولو ارزانه وینه نتایج یې ځوروونکي وو..
انتخابات:
شپون د غونډۍ په سر ناست وو راډیو یې اوریده او ښکته یې خپله رمه څارله؛ په راډیو کې یوه کاندید د ملت او هیواد د ساتنې په اړه خبرې کولې او هغه له خپلې تنهايۍ سره سره په لوړ غږ خندل...
درد:
افغانستان؛
د ډیر غمجن کیفیت له امله د ډاکټر له خوا د دې کیسه ګۍ د لوستلو توصیه نه کیږي...
بې هدفي:
ټول ورک شول... ځکه نه پوهېدل چېرته ځي...