غزل

 
باشعوره بااحساسه لېونى وي
کوم سړى چې ستا له لاسه لېونى وي
 
ما چې غوښتو لېونتوب مطلب مې دا و
ما وې خلاص به له وسواسه لېونى وي
 
ساقي راغى د پښتون په باب يې ووې
بې شرابو بې گېلاسه لېونى وي
 
د رنگونو په لباس کې وي نغښتی
په ظاهر که بې لباسه لېونى وي
 
سل کتابه د مُلا يې وي په زړه کې
ساده خلاص له اقتباسه لېونى وي.
 
٢٥ /٠٢/١٣٨٦
حيدرآباد