د ليلی دښته

 
د ليلی دښت کی چی نه کور نه ابادی ښکاريده
په دغه دښت کی زما موټر قرار، قرار خوځيده
نری باران د پسرلی ځمکی ته نم ورکاوه
بيا شنه چمن و ژواندانه ته نوی خوند ورکاوه
هلته ريدی سر پورته کړیو غنچه په خندا
تنکی نسيم دغو غنچوتهورکوله ګډا
 
دی لويه دښته کیمرغانو اتڼونه کول
ښايسه مرغانو ښکلی ښکلی اوازونه کول
چا بيا ګلونه لمسوله چايو بل تخنول
چا بيا دانه راټولوله چاسازونه کول
هلته خو ويره د صياده او له دامه نه وه
هلته وه سوله اوسيدونکی يی پريشانه، نه وه
 
بل خوامچيو د ګلونو نه بوسی اخيستی
په دی بهانه يي د ګلونو څه شيدی اخيستی
د ګل د رګ وينی ايستلی خو په ناز او آدآ
د مينی جنګ کی يی د ګلو شونډي سری اخيستی
ګلان خاموشه د غاښو ځنی خوند اخيسته
هری بوسي تهيي په مينه مينه ژوند ورباخښه
 
فضا خاموشه وه، يوازی د مرغيو اواز
کله ناکله به راته بيا د مچيو اواز
فکرمی لاړی د ګلونو نندارهيیکول
شما لراورساوه ماته دشپيليو اواز
د سولیبوی ددی بيابان د ګل بوټو نه راته
ددیمرغيو دیګلونو د غوټو نه راته
 
سترګی می لاړی په دی لوی بيابان کی غرقی شولی
لويه بيديا می په وړو سترګو کی ننوتل
هلته می زړه ته لاړه زما احساسيي و تخناوه
زما په رګ رګ کی يي د ژوند اواز راو پاڅاوه
ګوره څه لويه بيديا، هر پلو ګل په خندا
هر خوا د مينی اواز اوپههر لوریښکلا
                                                       
 
نريشمال می غوږ ته راړه د شپيلۍ سندره
د سولی مينی ورورولۍ او ددوستۍ سندره
د ني د ستونی راوتله د شپونکۍ ترانه
ديوه ماشوم ديو تنکي د يو زلمي ترانه
د نی اواز و اوريدونکو ته احساس ورکاوه
دهر انسان وجودکی مينه او احساس تخناوه
 
هلته می و ليده شپونکی دا ددښتونو پاچا
ساده افغان ساده انسان دا د پسونو پاچا
ښاريانبه وايی دا د ژونده بی خبره انسان
خو زما قسم دی شپونکیؤ د سرو ګلونو پاچا
دا بی لښکره بیوسلو  په لويو دښتونو ورځي
ددنګو غرو سروته ځی خپلی رمی څروی
 
د شنی تپی د پاسه ناست دی او شپيلۍ غږوی
د شپيلۍ غږيی دا ناپايه طبيعت ښکلوی
د نی د ستونی نه راباسی خپل دزړهبدله
د سولی مينیاود ژونديوهپخه بدله
 
دا ددنيا نه بی خبره پاچا
دا بی ټوپک او بی لښکره پاچا
 
دده نژدی ملګرييو يي کوتکيو يي سپی
سپی يي رمه راڅاری کوتک رمی ته هۍ هۍ
کله رمی تهګوری کله په مينه شپيلکی
کله شپلۍغږوی کله  اتڼکی شپونکی
دا ددښتو پاچا د ی دا بی لښکره حاکم
ددنکو غرو پاچا دی،  دا ددنيا نه بی خبره حاکم
 
هلته يي بيا  وری او ميږی د ګلو منځ کی څری
کله شينکی وشکویکلهګلونه وخوری
کله بيا دوه پسونه ښکر په ښکر شی
ماته جګړه دکابل جان په زړه شی
خو د چوپان هی هی چی واوری دادوه
جګړه کی خوشی سمدستی اشتی شی
 
خو درمی څخه بياليری ليری
هلتهيوه توره کيږدۍښکاريده
دوه پيڅولیيیشمال ښورول
ورکی دننهيو کوچۍ ښکاريده
کوچۍ ليلا د ژوند په مينهمسته
د پاچهی نهيی پروا هم نشته
 
کلهاوازخپلو شپونکی ته وا يي
بس يو د مينی ترانهراسرکړی
په خپل ساده او کوچيانی ژبه کی
يوه لنډۍ يوه ناره را سر کړی
توره کيږدۍيی تر ماڼۍخوښه ده
کوچۍ ليلا تر شهزادګی خوښهده
 
کله غوږ پريږدی د شپونکئ شپيلۍ ته
ځواب کیدايوه مصرعووايي
بيا شپونکئ غلی شی او غوږ سی ورته
د کوچۍغږبيا په شپيلۍ ووايي
کله کوچۍ د ګلو منځته ورسی
کږه وږه شی په رقصونو سر شی
 
شپونکئ د ليری نه کوچۍ ته ګوری
شپيلۍ کی خوشی په اتڼ ورسره شی
بيا يو نظر په خپل رمی واچوی
بياشپيلۍ واخلی او دسره سر شی
ددوی نړۍ    ده د غمونو پاکه
د ښار د ډيرو تشويشو نو       پاکه
 
دویراديو او تلويزيون نه لری
دوی انترنيت او تليفون نه لری
د ليک او لوست نه بی خبره کوچيان
دي بی پروا د هر لښکر کوچيان
دوی کی سياست او فريب کاری نشته ده
سادهياری ده کی بازی نشته ده
 
دواړو شپونکئ او کوچۍ، په يوه زړ يواوآز
يو يي شپيلۍ کی وايی، بل بيا په ژبهآوآز
خو دواړه يو څه وايي ده د ژوندون سندره
د زيبايي ترانه د پاکی مينی دتړون سندره
دوی نه جګړه ليدلی نه يی د ژوندون غمونه
نهيي کتاب کی لوستی دنن پرونغمونه
 
زه يم پردئ    لاروئ   دا زيبايي  څارمه
بس د شپونکئ ا و کوچۍ ساده ياری څارمه
زړه راته وويلهراځه  کيږدۍ     رانيسه
يوه رمه جوړه کړه اود شپانه په پله شه
وري     او رمي   رانيسه شه ددښتو پاچا
د ښار دبدو ولاړشه ، شه د خوښيو پاچا
 
دلته جګړه نشته ده دلته رښتيا زيبايی
انتهاری نشته ده دلته ده روغه اشتی
دلته د ګلو توپان ژوند ته هوس ورکوی
دا زيبا يي ددی دښت مړو ته نفس ورکوی
کاشکیمی ټوله وطن سوله وروری ونيسی
کاشکید جنګ جګړی ځای هميش اشتی ونيسی
 
نوزادی ليکی به ته ورته د ژوند ترانی
ونوی نسل لره، دعلم او فن ترانی
 
د ليلي دښته: د۱۳۸۴کالدثورمياشت