غزل

 
کږه وږه د دې نړۍ په نازک بام مه ځه!
زما په زړه کې ستنې ټومبه تر ماښام مه ځه!
 
پرېږده د خپلې ښکلا غوړپ تر ستوني مه تېروه!
د مينې جنګ ته لکه توره په نيام مه ځه!
 
د پښو ښکالو دې د خپل زړه تر وره دننه پرېږده!
زما د خيال په پسته دښته کې په ګام مه ځه!
 
واخله! تر پښو لاندې دې زما مهين ورغوي اېږده
واخله! په يبلو پښو په دې اغزن مقام مه ځه!
 
مه ځه! له مانه مه ځه! زړه مې کباب شوی نه دی
ستا د غومبرو تاو ته اېښی مې دی خام مه ځه!
 
راشه! شېبه د زنده‌ګۍ مې خوږه تېره نه ده
راشه! زما له تندي واخله انتقام مه ځه!