
د اکرم لومړی ورځ وه، خو له ټولو نه مخکی په صنف کی حاضر و، انتظار يی ايسته ترڅو نور محصلين را پيدا شی، خپل هم مسلکان او استادان ووينی. څو شيبی لا تيری نه وی چی محصيلين يو، يو صنف ته راغلل. صنف د محصلينو ډک شو، او څو شيبی وروسته استاد هم صنف ته داخل شو. استاد حاضری و لوستل، هر محصل د خپل نامه په اوريدو سره د (حاضر صاحب) غږ کاوه. د اکرم نوم د حاضری په اخر کی و، استا وويل اکرم،
اکرم د (حاضر صاحب) په ويلو ځواب ورکړ.
استاد و اکرم ته کښته، پورته وکتل، ويی ويل: ستا لومړی ورځ ده؟
اکرم د استاد په احترام پرخپل ځای ودريد او ويی ويل: بلی صاحب. د اکرم جګی ونی، تورو غټو سترګو او مردانه څيری د ټولو پاملرنه ځانته واړول. ټول صنف اکرم ته کتل، اکر م لا بيرته ناست نه و چی استاد بله پوښتنه ترينه وکړه: له تانه خو ډير درسونه تيرشويدی. اکرم د استاد و پوښتنی ته مخکی له مخکی چمتو و، داسی ځواب يی ورکړ: استاده ستاسو په مرسته او د الله په مهربانی به ځان پسی ورسوم. استاد ته داکرم ساده او پاکو ځوابونو چې لوړ همت او سپيڅلتيا کی نغښتی وه خوند ورکړ. يو ځل يی بيا اکرم تر نظر تير کړل، ويی ويل: شاباش، کښينه.
سارا چې د صنف په وروستی لين کی ناسته وه، اوددرس د شروع انتظار يی ايسته سترګی يی هغه وخت په اکرم ولګيدی چی کله اکرم د لومړی ځل لپاره د استاد په احترام پر خپل ځای ودريد، د اکرم لوړی، وني، ساده او سپيڅلو ځوابونو د سارا د زړه ښکار کړی و، خو سارا لا نه پوهيده، سترګی يی و اکرم ته پاته وی، او ټول حواس يی د اکرم سره وو.
اکرم پرخپل ځای کښيناست، د سارا د سترګونه پټ شو او استاد نوی درس پيل کړ.
ددرس په شروع کی به کله، کله استاد مخ و محصلينو ته واړاوه او پوښتنه به يی وکړه، اکرم به له هرچانه مخکی ځواب ورکړ. د درس په ختم کی اکرم د استاد نه څو پوښتنی وکړی چې د استاد او محصلينو لپاره په زړه پوری وی، د تفريح وخت په پوښتنو تيرشو.
د اکرم په شتون کی نن صنف ددواړو محصلينو او استاد لپاره زياد په زړه پوری و، استاد په داسی حال کی چی له صنف نه وتی، مخ يی اکرم ته واړاوه او ويی ويل: زما صنف ته ښه راغلی او بيا د صنف نه ووت.
د سمستر د شروع نه دا لومړی ورځ وه چی د طب محصلينو يو فعاله صنف درلود. بل ساعت خالیو، محصلين د اکرم پرشاوخوا را ټول شول او هريوه پخپل نوبت د اکرم نه ډول، ډول ( دکوم ځاييي، د کومي ليسی نه فارغ يی، ولی دومره ناوخته راغلی) پوښتنی کولی، اکرم به هری پوښتنی ته په مينه، مينه ځوابونه ورکول، د صنفيانو په منځ کی يوه هم سارا وه، خو هغی خپلی ټولی پوښتنی يوازی د اکرم په سترګو کی لټولی، د اکرم، سپيڅلتيا اوساده ګی ټوله ځانته حيران کړی وو.
په دی وخت کی د سارا خورلڼی و سارا اته متوجه شوی، سارا داسی د اکرم په ننداره کی غرقه وه، تا به ويل چې د يوی لويی بيديا په خاموشی کی د ګلو ننداره کوی، د سارا سترګی يوازی د اکرم وسترګوته پاته وی، سارا غوښتل چې د اکرم د سترګونه د هغه د زړه دهليزو ته لار پيدا کړی، او دا کليوال ساده زلمی را اسير کړی خو اکرم لا د ځانه بی خبره و، يوازی د هم صنفيانو سره په سوالونه او ځوابونو لګياه و.
د سارا خورلڼه ليلايوه شيبه د سارا ننداره وکړه، پوه شوه چی ټول هم صنفيا ن و سارا ته متوجه دی، ځانيی سارا ته ورساوه، ورو يی ورته وويل، سارا ، هو سارا ، خوداسی معلوميده چې سارا دلته نه وه او په يوه لويه صحرا کی د خيالونو په ټال زنګيده. ورو يی وسکنډل، ويی ويل هی صحرا!
صحرا: دفعتا متوجه شوه، او په وارخطايی سره يی وويل: ها ها ها څه خبره ده؟ ليلا د صحرا پر وارخطايی وخندل او په همدی ډول د اکرم ځغلنده نظر هم ددوی په لورلاړ خو د اکرم په شان ساده او کليوال زلمی لپاره لا تر اوسه وختی و چی د ښاری ژوند په باريکيو باندی پوه شی، ځکه نو بی تفاوته پرخپل ځای کښيناست.
محصلين د صنف نه بهر ووتل، او اکر ځانته يوازی پاته شو. اکرم کتاب راخلاص کړ، هغه درسونه چی ترينه تير وو، يو،يو يی له نظره تيراوه، درسونه د اکرم لپاره دومره په زړه پوری وو، چی په لوستلو يی نه مړيده، اکرم داسی په درس کی ژور تللی و چی هيڅ پوه نه شو چی يوساعت څنګه تير شو چی بل استاد صنف ته داخل او نوی درس پيل شو.
اکرم يوازی استاد او تورتخته ليدل، د استاد ياداشتونه يی کتابچی ته رسو، خو سارا بيا يوازی اکرم ليده: (ته چی په بام باندی ولاړه وی ماتاته کتل –خلکزماپهنندارهوهاوتاماتهکتل).
اکرم د ډاکټر کيدو په لور يوازی يوه ورځ تيره کړه، د ورځي په ختم کی يی دهم صنفيا نوڅخه تير شوی نوټونه ترلاسه کړه او دليليی په لور، روان شو، پسله ډوډۍ نه يی مور او پلارته ليک وليکه تر څو خپل د سفرنه ورته ډ اډ ورکړی، مازديګر د سليم سره يوځا ددهبوری پوسته خانی ته لاړ، ليک يی تحويل کړ او د پوست د مامور نه يی پوښتنه وکړه: وروره، ليک به کله ورسيږی؟
مامور ځواب ورکړ: انشا الله په دوی دری ورځي کی به ورسيږی.
دواړه سليم او اکرم د خير يو سی په ويلو سره د پوسته خانی نه ووتل او دليليی په لور، روان شول.
ورځي، هفتی او مياشتی په منډه منډه تيری شوی، د لومړی سمستر ورستی ورځی دی، امتحانون شروع دی او څو ورځی ورسته به امتحانونه ختم او بيا به دری مياشتی پوهنتون تعطيل شی. د اکرم زړه په مور او پلار، کلی او کور پسی سخت تنګ شوی و او د رخصتی لپاره يی ورځی شمارلی.
اکرم په ازموينه کی د هر مضمون نه سل سل نمری اخيستی، او د اکرم لياقت به د سارا د مينی اور تازه کاوه خو اکرم له دی نه بی خبره و.
امتحانونه يو په بل پسی تير شول، يوازی يو مضمون لا پاته و چې اکرم د سليم سره و زرنګار پارک ته په دی موخه ولاړ ترڅو د کلی شناخته څوک ووينی او د کلی په حالاتو ځان پوه کړی،.
په زرنګار پارک، کی اکرم خپل پخوانی کليوال داؤد چې د عسکری خدمت دتيرولو لپاره کابل ته راغلی و او د ريشخورو د قوماندو په قطعه کی يی دنده لرل، وليد. اکرم د داؤد په ليدو سخت خوشحال شو، دواړه يو بل ته غاړی ورکړی، داسی ګرم روغبړ يی سره وکړ، تا ويل چې دوه وروڼه دی چی کلونه يی يو او بل نه دی ليدلی. دواړو يو ساعت د کلی يادونه سره تازه کړل، اکرم وويل: زموږ ازموينه راتلونکی اونی ته خلا صيږی، او بيا نو دخيره سره کلی ته ځم.
داؤد، ددی خبر په اوريدو سره، تکان وخوړ، او په دی پوه شو چې اکرم په کلی کی د جګړی د رامنځته کيدو نه دي خبر، ځکه يی تصيميم ونيو چی اکرم دحالاتو نه خبر کړی، داؤد نه غوښتل چی دده دوست او ملګری اکرم د کلی په تحميلی جګړه کی را ګير شی. مخ يی اکرم ته واړاوه او ويی ويل:
نه نه دا کار ونکړی.
اکرم پوه نه شو ويی ويل: کوم کار؟
داؤد: کلی ته ولاړ نه شی.
اکرم: اکرم حک حيران شو، فکر يی وکړی چی ملګریيی ټوکی ورسره کوی، ويی ويل: داؤد جانه، ولی ولاړنه شم؟
داؤد: کلی اوس هغه پخوانی کلی نه دی، دوسته کلی خو وران دی، دڅو ورځو راهيسی په کلی کی سخته جګړه روانه ده.
اکرم: بياهم فکر کاوه چی داؤد ټوکی ورسره کوی، ويی ويل: داؤد جانه ټوکی پريږده، ولی لاړنه شم، جګړه د څه لپاره او چا سره؟
داؤد: نه، نه، زه کاملا جدی يم. دحکومت او د مخالفينو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. زه خو يوازی تا خبروم، فکر دی نيسه چی دا اشتباه ونکړی، خدای مکړی ددی جګړی ښکار نه شی.
اکرم ديوی شيبی لپاره غلی شو، خپل ښايسته کلی يی په نظر کی راوګرځيد، موراوپلاريی ورپه زړه شول، زړه خو يی غوښتل چی په زوره، زوره وژاړی، ناری ووهی چی: جګړه د څه لپاره، دچا لپاره، او ولی جګړه او هغه هم زما په غريب کلی کی، خو وخت اکرم ته ددی اجازه نه ورکوله، ځان يی کنترول کړ، او ويی ويل: داؤد جانه، خدای دی خير درکړی، که تا نه وای خبر کړی، نوزه به هرومرو په دی جګړه کی راګيريدم، بيا يی د کليوالو او خپل د موراو پلار پوښتنه وکړه.
داؤدوويل: څو ورځي دمخه مي ليک ترلاسه کړ، تردی مهاله خو دخدای فضل دی ستا مور او پلار ښه دی، کومه خاصه ستونزه نلری، بيا يی په کلی کی د يوڅو زلميانو نومونه ياد کړل، ويی ويل چی ټوپک يی اخيستی دی او دحکومت پر ضد په جګړه بوخت دی. داؤد زياته کړه، څه وخت انتظار وباسه، راځه وګورو چی خدای پاک لا څه کوی.
اکرم وويل: وروره، خير يوسی، مجبورهيم چې بايد انتظار وکړم، بيله دی کومه لاره نلرم، ټولو يو ساعت نورهم د کور او کلی کيسی وکړی، د جمعی ورځ مخ په تيريدو، وه، لمر ورو، ورو خپلی وړانګی د ځمکی نه ټولولی او ددی وخت رارسيدلی و چېداؤد او اکرم يو دبل سره بيل شی، دواړو يو او بل ته غاړی ورکړی او هريوه يی دخپل هدف په لوری حرکت وکړ.
د امتحان وروستی ورځ تيره شوه، اکرم د هری ورځي په څير، خپل ټول سوالونه حل کړه، پارچه يی استاد ته تسليم کړه او په ثابتو قدمو د صنف نه ووت.
سارا چې ټول عقل او فکر يی د اکرم سره و، په دی يی فکر کاوه چی اکرم به ژر په رخصتی لاړشی او تر درو مياشتو پوری به هغه ونه شی ليدلای، غوښتل يی چی ځان يی په ديدن موړ کړی، سمدلاسه يې پارچه تسليم کړه، او داکرم قدمونه يی تعقيب کړل.
اکرم د فاکولتی په انګړکی د ونی سيوری ته ناست و، کتابچه يی خلاصه کړیوه اوداسی ښکاريده چې غواړی ځانته نمری ورکړی، سارا د اکرم لوری ته ورنژدی شوه او دسلام په ويلو يی د اکرم پاملرنه ځانته واړول. اکرم سره ددی چې اوس يی څه دپاسه دری مياشتي د نجونو سره يو ځای په ټولګۍکی تيری کړيدی، خوخپل کليوالی کلتور يی دلاسه نه دي ورکړی، د حيا پردو داسی را پيچلی و چی په مشکله يی د نجونو سره مرکه کولای شوه، د سارا په ليدو وارخطا شو، د هغی سلام ته يی د سلام په ويلو ځواب ورکړ، او کوښښ يی وکړچی ځان کنترول کړی.
سارا د اکرم ساده ګی او حيا درک کړیوه، په حقيقت کی د اکرم ساده ګی او سپيڅلتيا د سارا دزړه ښکار کړیو، سارامسکی شوه او ويی ويل: اموزينه څنګه وه؟
اکرم: مننه، دهری ورځي په شان ساده وه، زياته يی کړه، ستاسو څرنګه؟
سارا يو سوړ اسويلی وايست، ويی ويل: بس د الله په توکل می يو څو کرښی کش کړی، خدای مهربان دی کاميابه، به شم.
اکرم د سارا دځواب په اوريدلو مسکی او غلی شو.
سارا: نتاييج به کله اعلانوی؟
اکرم: شايد دوی دری ورځي وروسته.
سارا: ښه نو بيا به دخيره سره کلی ته ځي؟
د سا را پوښتنه د اکرم خوشحاله څيره بدله کړه، يو شيبه يی په څيره کی نا اميدی ښکاره شوه او، اوس نو د اکرم نوبت و چی خپل تاثر وښيي، يو سوړ اسويلی يی ايست او ويی ويل: نه پوهيږم.
سارا د اکرم په تاثرخپه شوه، غوښتل يی ځان په علت پوه کړی، ويی ويل: زه پوه نه شوم.
اکرم وويل: د څو ورځو را پدی خوا زموږ په کلی کی جګړه روانه ده، کله وايم چی لاړشم، جګړه مار به له ماسره څه کار لری، خو بيا ډاريږم چېپه دی جګړه کی راښکيل نه شم او زده کړی می رانه پاته نه شی، زياته يی کړه، حيران يم او هرڅه چی کوښښ کوم، هيڅ تصميم نشم نيولای.
سارا ددي خبری په اوريدو متاثره وه، ويی ويل: زه ستاسو لپاره متاثره يم، خو زه فکرکوم چی تاسو بايد لاړ نه شی، جګړه خو خپل او پردی نه پيژنی، بيا يی د اکرم دمور او پلار پوښتنه وکړه.
اکرم وويل: سره ددی چی څو ورځی وړاندی می کليوال راته وويل چی مور او پلار می ښه دی خوچی رښتيا ووايم، ازموينی داسی مصروف کړی وم چی دا هرڅه می دياده وتی وو، ډيری ورځی کيږی چی دهغوی ليک می نه دی ترلاسه کړی، ځکه خو ډير پريشان يم.
سارا مسکی شوه، ويی ويل: سوچ مه کوه، اوس خو داده ازموينه هم خلاصه شوه، خدای مهربانه دی هرڅه به سم شی.
کليوال ساده اکرم، چې تازه يی د ستونزو سلسلی پای ته رسيدلی وی، په مينه مينه يی خپل درسونه لوستل ترڅو د يوه کليوال بزګر د زوی نه يو پياوړی طبيب جوړکړی. اکرم تصميم نيوالی و څوپه کلی کی هغه فرهنګ چې وايی ((څه دی کول چی پلار او نيکه دی کول)) بدل کړی او کليوال زاړه او ځوانان دی ته و هڅوی ترڅو زده کړو ته مخه کړی، خو له دی نه خبرنهو چی سارا د هغه لپاره يو بل دام غوړولی دی او غواړی چېهغه د لانورو غمونو د سلسلی سره اشنا کړی.
سارا د اکرم د مينی په دام کی داسی راګيروه چې ځانته يی د خلاصون اميد نه درلود، د دی جراات يی نه درلود ترڅو خپله مينه ښکاره کړی، خو يوه ورځ يی هم بيله داکرم د ليدو نه نشوای تيرولای. ځګه نو د اکرم په تاثر له يوه پلوه خفه او له بله پلوه په دی خوشحاله وه، چې اکرم به حداقل په کابل کی وی، اودا به يی د ليدو لپاره کله، کله فرصت پيدا کړی، خو دا يوازی يو ګمان و، او داچی څومره يی عملی امکان موجود و، وروسته به معلومه شی.
محصلين، يو، يو د ټولګۍ نه راوتل، اکرم نور دويلو لپاره څه نه درلودل، دسارا سرهيی خدای په امانی وکړه او دليليی په لوريی حرکت وکړ. سارا هلته ودريده او داکرم قدمونه يی يو، يو څارل. ساراداسی د اکرم په مينه کي ډوبه وه، ر هيڅ او هيڅو ک يی نه ليدل، د سارا سترګو لا د اکرم قدمونه څارل چيد خپلی دخورلڼی (ليلا) لاس يی پر اوږه احساس کړ. مخ يی راواړاوه، ليلا يی خواته ولاړه وه، مسکی شوه، هڅه يی وکړه چی خپله مينه پټه کړی، سمدلاسه يی پوښتنه وکړه: ليلا ازموينه څنګه وه؟
ليلا وخندل او ويی ويل: ګرانی، دومره خو سخته نه وه لکه ستا دمينی ازموينه.سارا غوښتل چی بياهم ځان په ناپوهی ووهی، ويی ويل: ليلا، څه وايی، مطلب دی څه دی؟
ليلا: ګرانی، ما خو پريږده، ستا ددی حالت په ليدلوخو هرڅوک په دی پوهيږی، ګرانی چرت مه وهه، اخر به يی خدای درکړی، بيا يی زياته کړه، رښتيا، ولی ورته دخپلی مينی اظهار نه کوی؟
سارا، ليلا په ورو ټيله کړه، دواړه ګونی يی د شرمه سری شوی وی، ويی ويل: ځه ورکه شه، دواړو، وخندل، سارا وويل: ځه چې کانتين ته لاړی شو، دواړی خورلڼی کانتين ته لاړی، چاييی را وغوښتی، د چايی خوړلو په جريان کی سارايوازی او يوازی د اکرم، دهغه د لياقت، ساده ګی او سپيڅلتيا کيسی کولی. ليلا به کله، کله قصدأ خبره بل لوری ته بوتله،خو سارا به بيرته ليلا د خبری په نيما يی کی راستنه کړه، او بيا به يی د اکرم يوه بله کيسه راشروع کړه. يو ساعت د اکرم په صفت کولوتيرشو، دواړی خورلڼی وخوځيدی او هره يوه خپل د کورپه لور لاړه.
اکرم چې اوس د ازموينی نه فارغ و، د مور او پلار ياد ونو يی فکرمصروف کړیو، د کلی خاورينی کوڅی، سپيڅلی، مشران، همزولی او ملګری يی د فکر په ټالونو کی راګرځيدل او داکرم ذهن يی مصروف ساته، اکرم لا اوس هم کلی ته د تګ او نه تګ تصميم نه و نيولی، کله به ويل: کلی ته لاړشم، زما يی د جګړی سره څه، زه خو د جګړی لوری نه يم، جګړه مار له ماسره څه کار لری، بيا به يی دداؤد خبری ورپه زړه شوی: کلی کی جګړه ده، ګوره لاړنه شی، خدای مکړه په جګړه کی راښکيل نه شی، جګړه خپل او پردی نه پيژنی، حيران پاته و چی څرنګه تصميم ونيسی.
کومی روپۍچی اکرم ته پلار ورکړیوی، اوس په خلاصيدو وی، يوازی يو څو روپۍورپاته وی چی کولای يی شوای چی اکرم تر کلی ورسوی. اکرم سوچ کاوه، که کلی ته لاړنه شم، څه به وکړم، روپۍهم نلرم، ليليه به هم تعطيل شی، زه به چيری شپی سبا کړم، د اکرم ذهن د ستونزی د حل لپاره لاره لټوله، خو هيڅ د حل لاره يی نه شوای ميندلای. اکرم دهمدی سوچو سره ليليی ته ورسيد، کوټی ته ننوت او سترګی يی به سليم ولګيدی. سلام يی ورکړ، جوړ په خير يی سره وويل، سليم پوښتنه وکړه: ازموينه څنګه وه؟
اکرم: بس دهری ورځی په څير، ستاده او اسانه وه.
سليم مسکی شو ويی خندل: ستا لپاره خو ازموينه هر ورځ ساده او اسانه ده، زياته يی کړه، راځه څو ورځي وروسته به نتيجی وښيی چې ازموينه دی څنګه تيره کړيده. دواړو وخندل، اکرم وويل: ډوډۍ دی خوړلی ده؟
سليم وويل: ملګريه، کومه ورځ می ډوډۍ بيله تا خوړلی ده چی نن رانه پوښتنه کوی.
اکرم: نو چېداسی خبره ده، ځه چی لاړشو او ډوډۍ وخورو.
دواړه د کوټی نه د ډوډۍ خوړلو په نيت راووتل، اکرم وويل: څو ورځي وروسته به ليليه تعطيل شی، زه خوکلی ته نشم تلای، نه پوهيږم، څه بايد وکړم؟
سليم: کښينه دوسته، ته هم عجيبه سړی يی، وايی: ((شب درميان استخدا مهربان است))، داخو يوازی ستا ستونزه نه ده، دلته ډيرمحصلين نورهم شته چی کلی او کورته نه شی تلای، زياته يی کړه، دادی زه هم کلی ته نه ځم.
اکرم مخکی نه پوهيده چې سليم هم کلی ته نه ځی، ويی ويل: څه! ته هم کلی ته نه ځی؟
سليم: ملګری، يوازی زه نه بلکه زما او ستا په څير ډير نور محصلان هم شته چی کلی ته نه شی تلای.
په همدی خبرو کی طعام خانی ته راورسيدل، په طعام خانی کی سخته ګڼه ګوڼه وه، هر محصل هڅه کوله څو ځان هغه اعلان ته ور ورسوی، چی د ډوډۍد توزيع د غرفی سره نژدی ځوړند و. کوم څوک چې ځان به يی و اعلان ته ورساوه، يوه شيبه وروسته به بيرته ځان شاته را و کيښ، د ګڼي ګوڼی به را ووت، د نورو محصلانو سره به يوځای شو او داعلان په اړه به يی څه ورته وويل.
اکرم او سليم، چې په زور کی له نورو کم نه وو، ځانونهيی په ګڼه ګوڼه کی داخل کړل، پسله څو شيبو يی ځان هلته ورساوه، سترګی يی پر ځوړند شويد اعلان ولګيدی چی داسی په کې ليکل شویو:
داچی د هيواد په اکثره سيمو کی جګړه روانه ده، د لوړو او مسلکی چارو وزارت تصميم نيولی دی چې سږ کال د اوړی په رخصتی کی هغه محصلينو ته چې غواړی په کابل کی پاته شی ليليه ورکړی، هغه محصلين چې غواړی داوړی په رخصتی کی کار وکړی، لطفأ دی خپل نومونه د ليليی د مديريت سره ثبت کړی.
په درناوی
د ليليی مديريت
اکرم داعلان په لوستلو سخت خوشحاله شو، په زړه کیيی وويل: يا لويه خاونده، ته بيشکه د ځمکو او اسمانوخداييی، ته رښتيا تر مور او پلار مهربانه يی، ته د هر چا د ستونزو اسانونکی يی، زه له تانه ډير ممنون او راضييم، ته له ما مه شی ناراضه.
دواړه اکرم او سليم، د ډوډۍ ميز ته لاړل، ډوډۍيی نوشی جان کړه، د ليليی مديريت ته لاړل، د اوړی موسم د کار لپاره يی نومونه ثبت کړه او بيرته کوټی ته راوګرځيدل.
اکرم قلم او کاغذ راواخيستل، موراو پلارته يی د ډاډګيرنی ليک وليکه، ليک يی په پاکټ کی واچاوه، ژبه يی د پاکټ پر کاغذ را کش کړه، د پاکټ سر يی وتاړه، مخ يی سليم ته واړاوه او غوښتل يی چی هغه ته ووايی چی پوسته خانی ته ځی، خو سليم وخت په درانده خوب ويده و، اکرم هم ونه غوښتل چی هغه دخوبه پاڅوی، حرکت يی وکړ او د دهبوری د پوسته خانی په لور، روان شو، په يوه شيبه کی هلته ورسيد، ليک يی پوسته رسان ته ورکړ، پوسته رسان همدا چې داکرم نوم او پټه يی دپاکټ دپاسه ولوستل، ويی ويل: وروره دلته ستا دپاره يو ليک راغلی دی. اکرم ليک ترلاسه کړ، پلاريی راليږلیو، مننه يی وکړه، لاس يی په جيب کی کړاو يو لس ګون يی دپوستی ومامورته د بخششی په توګه ورکړ، ويی ويل مننه وروره، کوردی ودان او بيا د پوسته خانی نه ووت.
اکرم په بی صبری سره د پاکت سر خلاص کړ او داسی يی ولوستل:
زما ګرانه او زړه ته رانژدی زويه!
موږ د لوی او بخښونکی خدای په فضل تردی دمه روغ او رمټ يو، ته زموږ له لوری تشويش مه کوه. خدای دی وکړی، چېته هم د خدای په فضل روغ او جوړ يی او درسونه دی ښه روان وی، زموږ دوعاګانی ستا سره دی او انشا الله، الله تعالی به دی وساتی.
زويه، د کلی حالات خراب دی او نور هم د خرابيدو په حالت کی دی، زه مشوره درکوم چې کلی ته راستون نه شی. زموږ له لوری تشويش مه کوه، يوازی خپلودرسونو ته پام ساته.
په لوی او مهربانه خدای دی سپارم، لوی او بخښونکی خدای دی ستا مل او ملګری شی.