ملګری

 
حکایت
درې خواږه ملګري پرېکړه کوي چې د څو ورځو لپاره یوه ښکلي ټاپو ته د چکر لپاره لاړ شي. ملګري په سمندر کې له توپان سره مخ کېږي او کښتۍ یې ډوبېږي خو دوی ځان یو وچ ټاپو ته رسوي چې سوچ سپېره دی.
څه وخت ورورسته ځوانان یو لرګین صندق پیدا کوي، همدا چې صندق خلاصوي ناڅاپه ترې یو عجیبه موجود را وځي، له ځوانانو مننه کوي چې له زندان ته یې ازاد کړ، نوی موجود وايي:
ـ زه اماده یم چې ستاسو یوه، یوه غوښتنه پوره کړم، امر کوئ!
لومری ځوان وايي:
ـ ما خپلې کورنۍ ته بوځه، زه باید د ډيرو شتو خاوند شم.
دوهم ځوان هم غواړي چې خپلې کورنۍ ته لاړ شي او هلته د غتې فابریکې خاوند شي. د دواړو ځوانانو هیله پوره کېږي.
 درېم ځوان ټاپو کې یوازې پاتې کېږي، ځوان خپلو ملګرو پسې خفه کېږي. نوی موجود ورته وایې:
ـ ځوانه ته څه غواړې؟
ځوان وايي:
ـ زه مې ملګري بېرته غواړم، غواړم چې ملګري مې بېرته راولې.
د درېیم ځوان غوښتنه هم پوره کېږي او تللي ملګري یې بېرته راولي.
 
24/07/2015
کابل
( د مسعود لعلي له کتابه/ مثل زرافه باش)