
وایی: یو مساپر په نا خبرۍ کې هغه ونه پیدا کړه چې هر څه ترې وغواړې در کوې یې.
مساپر خوشاله شو، د ونې ګڼ سیوري ته کېناست چې دمه وکړي، مساپروږی شوی و، زړه کې یې وګرځېدل چې کاش لږ خواړه وای.
همداسې وشول، ناڅاپه ډول، ډول خاوړه یې مخ ته کېښودل شول، مساپر وږی و، په دې یې هېڅ فکر ونه کړ چې دا خواړه له کومه شول؟ په ډوډۍ خوړلو یې پیل وکړ، بیا یې زړه کې د اوبو غوښتنه وکړه او سم دستي اوبه او شربتونه یې مخ ته کېښودل شول.
له خوړو او ابو وروسته یې د ونې ډډ ته ډډه ووهله، د ونې په فکر کې شو، له ځانه سره یې وویل:
ـ دا هرڅه له کومه ځای راځي؟ دا څو راوړي؟ دلته خو هېڅوک هم نه ښکاري؟ خدای خبر دلته څه پېښه ده؟
مساپر په زړه کې د وېرې احساس وکړ، ناڅاپه یو روح پیدا شو، مساپر لا ووېرېده، زړه کې یې وګرځېدل چې اوس دې مړ نه کړي؟ روح راغی او مساپر نه یې روح واخیست.
کابل
۱۸/۰۷/۲۰۱۵