
حکایت
وایی: سپینږیري استاد خپلو دوو شاګردانو ته د غشي ویشتو زده کړه ور کوله. دسیند پورې غاړه ونه کی یو څیز ځوړند و. یوه شاګرد لینده او غشی را واخیستل چې نښه وولي. نښه یی ونیوه او د امر په تمه شو. استاد وویل::
ـ څه شي چې وینې راته یې ووایه!
شاګرد وویل:
ـ اسمان، وریځې، ونې، فصلونه او نښه.
استاد امر وکړ چی لینده او غشی په ځمکه کېږده. دوهم شاګرد نښه برابره کړه، استاد ترې وپوښتل :
ـ څه شی وینې؟
شاګرد وویل:
ـ یوازې نښه راته ښکاري..
استاد د نښې ویشتو امر وکړ، غشی رسا په نښه ولګیده، استاد وویل::
ـ که غواړې چي نښه دې په ځای ولګیږي یوازې خپل هدف ته ګوره!
کابل
10/07/2015