
حکایت
درېوو کسانو ته ډاکټرانو وویل چې د ژوند وروستۍ شپې ورځې یې دې، شاید هم څو ورځې ژوندي وي.
ناروغان روانېږي، یو ناروغ له بل نه پوښتنه کوي:
ـ د عمر څو ورځې مو په دې دنیا پاتې، ته په دې څو ورځو کې څه کول غواړې؟
لومړی ناروغ وايي :
ـ ټول عمر مې کار او تجارت کړی دی، پیسې مې ګټلي دي، یوه ورځ مې هم سیل او تفریح نه ده کړې، غواړم د عمر پاتې ورځې چکر ووهم، وخورم، وڅکم او سیل وکړم.
دوهم کس وایی:
ـ ما هم ټول عمر کار کړی او منډې مې وهلي دي، له خپلوانو او دوستانو لرې وم، غواړم پاتې عمر له خپلې مور، خپل پلارجان او دوستانو سره تېر کړم، غواړم خپله نیمه شتمني خپلو دوستانو او نیمه شتمني په عام المنفعه کارونو باندې مصرف کړم.
درېم کس لږه شېبه غلی شو، بیا یې وویل:
ـ خو زه ستاسو په شان نا امیده نه یم، زه لا هم امید لرم او غواړم چې ډير عمر ژوند وکړم. تر ټولو لومړی کار چې زه یې ترسره کوم هغه دادی چې، بل ډاکټر ته ورځم، تر ټولو غوره ډاکټر ته ورځم، زه غواړم ژوند وکړم، زه یقین لرم چې ډير کلونه به نور ژوند وکړم.
ـ د مسعود لعلي له کتابه/ مشکلات را شکلات کنید)
۰۳/۰۷/۲۰۱۵
کابل