کبان

 
زړه ته مې د پسرلي مستو اوبو شوخ کبان را په مخه کړل.
پوهېږې!!
زما د زړه د بند وره تر چولو به په ټوپونو راوتل،
په خپل ياغيتوب به يې يوه شېبه سړې اوبه تويولې
او زما زړه به يې تخڼاوه.
 
خو د سنځلو تر څانګو او خوشبويۍ هاخوا
يوه ماهره ښکارزنه غلې ولاړه وه
په خپلو ګوتو يې په شېشه‌يي تار کې تېره نېښ لرونکي چنګکونه وټومبل
او زما د زړه د خوښيو ټول ياغي کبان يې ښکار کړل.
د زړه په دېوالونو مې د ډېرو معصومو کبانو لېشکې خښې شوې
او دا سيمه په يوه لوی جبر يرغمله شوه
پوهېږې!!!
اوس مې د زړه په سيند کې چوپه چوپتيا ده
د ښکلوکو ماشومو کبانو د شوخۍ غږ مې زړه نه تخڼوي.
لا مې د زړه دروازې ته تېره چنګکونه ولاړ دي
انګېرم، چې همدا چوپيتا به مې د راتلونکي پسرلي د خوښۍ په کبانو پسې د تل لپاره دروازه بنده کړي.