
عمر:
لیکوال د سرطان نوی ډول معرفي کاوه او ویل یې چې علاج نه لري، د بدن د مقاومت قوه له منځه وړي، کمزوری کوي دې، ویښتان دې تویوي او بالاخره دې وژني، ویل یې ډاکټران یې نه راسره مني خو موږ د عمر نوم ورته خوښ کړی...
سختۍ:
که يې ریښتیا هم د اسمان ستوري پرې شمېرلي وای؟!...
لوچکي:
یوه ویل یاره په دې زیارت کې هم ډیر خوندونه دي، هغه بل ځواب ورکړ: هو بلکل دا خو نو کرامات دي... لومړني ور پورې وخندل او یوې ښکلې پیغلې ته یې خوله جینګه کړه او وروځې يې ورته کش کړې...
عمر:
لکه له یوه هیر شوي خوب نه چې چې را پاڅیدلی یم او په یوه اوږده خوب بیرته ویده کیږم او ښه ستړی وم، خپلې لمسۍ ته يې دا ځواب ورکړ او د ځنکدن خولې پرې راماتې شوې...
بې وجدان:
سهار تر ماښامه او ماښام تر سهاره یې بازار ګرم وو، پیسې یې هم ډیرې تر لاسه کولې او مشتریان هم ټول راضي وو، وطن، ایمان، غیرت، عفت او ځینې نور یې په عمده او پرچون ډول په ښه بیه پلورل...