ښکاریان

 
حکایت
دوه ښکاریان د ښکار لپاره روان شول، دښته کې له لېوانو سره مخامخ شول، ښکاریان ووېرېدل او له لېوانو یې تېښېته وکړه، دوی مخکې او لېوان ورپسې شول. یوه ښکاري خپل توکي چې په شا کړې یې وو، وغورځول چې بار یې سپک شي او تېزه منډه ووهي.
دوهم ښکاري په خپل ملګري وخندل، ورته یې وویل:
ـ که څومره هم تېزه منډه ووهو، له لېوانو نه شو تښتېدای، هغو له موږ نه ډير ګړندي دي، څو شېبو کې به مو ونیسي.
لومړي ښکاري وویل:
زه هم پوهېږم چې له لېوانو نه شم مخکې کېدای، زه غواړم له تا مخکې شم، که په دې کار کې بریالی شوم نو پوی شه چې ځان مې ژغورلی دی.
 
۱۸/۰۷/۲۰۱۵
کابل
د مسعود لعلي له کتابه / بهشت یا جهنم انتخاب با شماست