
اکرم د موټر نه را کوز شو، شاوخوا يی وکتل، نه پوهيده چې چيرته ولاړشی او چيری شپه سبا کړی. هر څه ورته پردی دی، خو بايد دهر څه په وړاندی مقاومت او مبارزه وکړی، تر څو ځان و بری ته ورسوی. غوټه يی په شا کړه او په تندو ګامونو د کوټه سنګی په لور، روان شو، څلور لاری ته راورسيد، ودريد شاو وخوا يی وليدل، سترګی يی مخامخ پر يوی لوحی ولګيدی: (بابا ولی هوتل او ميلمستون). اکرم خوشحاله شو، دجادي نه تير شواوهو ټل ته وخوت، سترګی يی پر يوه چاغ سړی چی خيټه يی دباندی راوتلی وه ، ګرمی او چاغی دواړه سره يو ځای شوی وو او پر سړیيی د خولو ويالی په نورمال ډول جاری ساتلی، ديوه لوی ميز وشاته ناست و او دخلکو نه يی روپۍټولولی ولګيدی. اکرم پوه شو چی دا بايد د هوټل خاوند وی، ځان يی ورورساوه، سلام يی وکړ او ويی ويل: وروره، دشپی د تيرولو لپاره کوټه لری؟
چاغ سړی، يوه شاګرد ته اشاره وکړه، او ورته ويی ويل: ولاړشه دی ځوان ته کوټه ورکړه. شاګرد مخکی شو او اکرم ورپسی، يو پوړ لوړ و يوه اوږده دهليز ته چی په دواړو لوروکی يی د کوټو دروازی ښکاريدی، ننوتل، دوی دری کوټی وړاندی شاګرد، ديوی کوټی دروازه خلاصه کړه او ويی ويل: وروره دا کوټه ده.
اکرم کوټی ته دننه شو، شاوخوا يی وکتل، سره ددی چی کوټه ډيره پاکه نه وه، خوداچی اکرم د کلی نه ښارته راغلی و، کوټه ورته ډيره پاکه معلومه شوه او ويی ويل: مننه، سمه ده.
شاګرد: دخوړلو لپاره څه درته راوړم؟
اکرم: نه وروره، کوردی ودان، ډيرستومانه يم، که يوازی يو شين چايی راته راړی، مهربانی به مو وی.
شاګرد: د کومه ځايه راغلی؟
اکرم: وروره د برکلی نه راغلی يم، پرون سهار مو حرکت کړيدی، لاره ډيره خرابه وه، بس ټوکر، ټوکر يم، يوازی چايی چيښم او استراحت کوم.
شاګرد نه پوهيده چی برکلی لا چيری دی، سريی و ښوراوه، د کوټی نه ووت ، يوه شيبه وروسته يی د کوټی ور وټکاوه، اکرم دروازه خلاصه کړه، شاګر چايی پر ميز کښيښود، اواکرم يی يوازی پريښود.
اکرم چې ډيره لاره يی پريکړی وه، سخت ستومان و، دشين چايی ګرمی، ګرمی پيالی يی پرسرواړولی، ځانيی په بستر کی لاهو کړ او يوه شيبه وروسته په درانده خوب ويده شو.
اکرم لا اړخ نه و بدل کړی چې ملا د الله اکبر په ويلو سره د سهار اذان وکړ او اکرميی د خوبه راپاڅاوه. اکرم اودس او لمونځ ادا کړل، غوټه يی را واخيستل او رستورانت ته راغی، پر تخت کښيناست اود چايی فرمايش يی ورکړ. چايی او ګرمه ډوډۍيی نوشی جان کړه، ساعت د سهار اوه بجی وی، اکرم د چاغ سړی (هوټلی) وخواته راغی، سلام يی وکړ، هوټلی يی سلام ته ځواب ورکړاو ويی ويل: څنګه يی ځوانه شپه دی ښه وه؟
اکرم: هو کاکا، مننه ډيره ښه وه، ښه خوب می وکړ او اوس بايد لاړشم او خپل کارونه راخلاص کړم. اکرم د هوټلی نه د پوهنتون د ادرس پوښتنه وکړه، هو ټلی هم په مينه د پوهنتون ادرس ورته ووايه. اکرم وويل: کاکا، روپۍمو څومره کيږی؟
هوټلي د روپو بل ورکړ، اکرم هم روپۍتحويلی کړی، او دخدای په امان په ويلو سره دهوټل نه ووت او د پوهنتون لاره يی خپله کړه.
د سهار اته بجی وی چې کليوال اکرم په ملی جامو کی دخپلی غوټی سره د کابل پوهنتون ته ننوت، د ا چې اکرم په ملی لباس کی و، دهر محصل نظريی ځانته جلباوه، شاوخوا ټولو محصلينو اکرم ته کتل، چا هم ګمان نه کاوه، چی داساده او کليوال زلمی د طب فاکولتی ته کامياب دی او يوه ورځ به يو ستر انسان ترينه جوړوی خو اکرم دچا پروا نه ساتل، له هرڅه مخکی د محصلانو ومديريت ته لاړ، خپل نوم يی وميند، د شموليت کارونه يی تکميل کړه، د محصلانو د مديريت نه يی پر ليليی باندی مکتوب واخيست او لا غرمه نه وه چی اکرم د ليليی دروازی ته ودريد.
دليلی په دروازه کی دپاخه عمر يو چاغ سړی چې په څوکی کی نه ځاييدی ناست ؤ، دا سړی د ليليی محافظ و، اکرم ورته سلام وکړ، او کاکا سمدلاسه ترينه د مکتوب غوښتنه وکړ، داسي معلوميده لکه اکرم چی يی پيژندلی وی، اکرم هم مکتوب ورته وښود او دليلی محافظ سمدلاسه د ليليی ومديريت ته رهنمايی کړ.
اکرم مخامخ دفتر ته چی پی ليکی وه، د ليلي مديريت، دننه شو، په دفتر کی پوره ګڼه ګوڼه وه، اکرم هم پخپل نوبت مکتوب د ليليی مديرته ورکړ، د ليلی مدير مکتوب ملاحظه اوبيرته يی اکرم ته ورکړ او ويی ويل: دليلی ښوونکی ته يی ورکړه. اکرم د مديريت نه راووت، د ليلی د ښوونکی دفتر يی پيدا، اومکتوب يی ښوونکی ته ورکړ. ښوونکی کتاب راوواخيست، څو پانييی واړولی، بيا يی د اکرم نوم وليکی، د طعام خوری کارت يی ورکړ. دواړه د دفتر نه ووتل، ښوونکی مخکی و او اکرم شاته ورپسی و او دواړه يوه اطاق ننوتل، اطاق خورا لوی و، د چپرکتونوګڼه ګوڼه کی زياته وه. ښوونکی دوه نفر کارګران راو وغوښتل اوورته ويي ويل چی د تحويلخانی نه يوه بستره راوړی. يوه شيبه وروسته کار ګرانو بستره حاضره کړه. ټول چپرکټونه ډک وه، يوازی د يوه چپرکټ دپاسه بستره نه وه، کارګرانو بستره دهمدی چپرکټ د پاسه حواره کړه او ښوونکی اکرم ته وويل: دا ستا چپرکټ دی.
اکرم: مننه;
اکرم د چپر کټ د پاسه کښيناست، چپرکټونه يی يو، يو وشميرل، پوره ۴۵دوهمنزلهچپرکټونه وو، اکرم د ځان سره وويل: دا کوټه ده او که زموږ کلی؟ په داسی حال کی چې اکرم دخپل چپرکت دپاسه ناست و، سترګو يی هر يو کټ بيل بيل څاره، فکر يی د کوټی نه بهر ووت، د ليلی، پوهنتون، کابل نه ووت، اوږده لاره يی لنډه کړه، او په يوه شيبه کی دکلی خاورينو کوڅوته ورسيد، هغه شيبی يی راپه زړه شوی چې اکرم به د پوهنتون په اړه فکرکاوه، د مورنه يی هيله کوله چی ورسره مرسته وکړی، د کلی ښوونکی او دهغه مشوری، داهر څه هرڅه يی يوازی په يوه شيبه کی د نظره تيرشوه، فکريی په منډه بيرته د کلی نه راوګرځيد، او دځانه سره يی وويل: هو اوس زه د کابل پوهنتون محصل يم.
ساعت د غرمی ۱۲بجیوی،چې محصلان يو يو را پيداشوه، او کوټه د محصلانو ډکه شوه، د کوټي ډير اوسيدونکو خپلو کی سره فارسی خبری کولی، اکرم ډير نه پوهيده، ځکه چې اکرم يوازی فارسی په کتابو کی لوستی وه، يو څونور محصلين بيا په بله ژبه سره مصروف وه چی اکرم بيخی نه ورباندی پوهيده، دکوټی په يوه کنج کی چې اکرم ته نژدی وه، دوه دری محصلين په پښتو ژبه غږيدل چې د اکرم پاملرنه يی ځانته واړول، اکرم د هغو په ليدلو داسی خوښ و، تابه ويل چې خپل کليوال يی ميندلی دی. اکرم سمدلاسه دهغوی نه پوښتنه وکړه: وروره، وبخښی تاسو هم نوی راغلی ياست؟
يوه يی ځواب ورکړ: هو، که زاړه وای نو په دی مسافرخانه کی به موڅه کول.
اکرم وخندل او ويی ويل: پوه نه شوم.
مقابل لوری ورته په ځواب کی وويل: وروره ، ددويم کال محصلين په مرکزی ليليه کی اوسی.
اکرم: ښه، پوه شوم، ستا نوم څه دی؟
ځواب: زما نوم سليم دی او ستا نوم؟
اکرم: خوشحاله شوم، زما نوم اکرم.
اکرم: سليم جانه په کومه فاکولته کی درس لولی؟
سليم: اقتصاد لولم او تاسو؟
اکرم: زه طب ته کامياب شوييم، بس همدا پرون له کلی راغلم، بس يو ساعت مخکی دلته راغلم.
سليم: په ليدو دی خوشحاله شوم.
اکرم: دلته ټول فارسی خبری کوی، له مانه خو بيخی لار او ګودر ورک و، خو ستا په ليدو می روح په ځان کی ودميده.
سليم: چرت مه وهه، فارسی ډيره اسانه ده، دری مياشتی وروسته به ته هم فارسيوان شی او بيا دواړو سره وخندل.
سليم او اکرم، د يوی شيبی لپاره ښه ګرم بانډار وکړ، دواړه يو ځای د ډوډۍ خوړلوته لاړل.
اکرم د سليم نه هيله وکړه، چی ښارته ورسره لاړشی او د دريشی په رانيولو کی ورسره کمک وکړی، دواړويو سترګه استراحت يی وکړ، مازديګر دواړه ښارته لاړل، څو پطلونونه او څو کميسونه، قلم، کتابچه يی راونيول، او بيا دواړه بيرته ليلی ته راستانه شول.
اکرم او سليم په يوه ورځ کی ډير نژدی ملګری شول، د ماښام د ډوډۍ خوړلو وروسته اکرم او سليم دواړه ډيری قصی سره وکړی. اکرم خورا ډيری پوښتنی لرلی، غوښتل يی خپل ټولوپوښتنو ته په يوه شپه کی جواب پيداکړی، خو سليم ته نور خوب ورغلی و، سبا ته يی بايد ځان اماده کړيوای، مخ يی اکرم ته راواړاوه او ويی ويل: بس ده ملګريه، نوري پوښتنی بل وخت ته پريږده، راځه چی استراحت وکړو، سبا درس لرو، په وخت بايد پا څو، دواړه و بستر ته لاړل اويوه شيبه وروسته په درانده خوب ويده شول.
سبا اکرم او سليم دواړه د پوهنتون په لور، روان شول، سليم پوهيده چې اکرم نا بلده دی، ځکه يی نو لومړی هغه د طب تر فاکولتی پوری ورساوه او په خپله د اقتصاد په لور راستون شو.