د ځمکې په سر جنت

 
وايي: په تېرو زمانو کې یو استاد له خپلو زده کوونکو سره یوې ښکلې سیمې ته لاړه چې د  ځمکې پر سر د جنت په نوم یې شهرت درلوده.
 د ځنګله یوې څنډې کې یوه زړه جونګړه ښکارېده، زده کوونکو یو بل ته وویل چې په دې سمسوره او اباده سیمه کې دومره زړه جونګړه؟
یوه زده کوونکي د جونګړې ور وټکاوه، پلار، مور او درې زامن له کوره راووتل چې زړې جامې یې په تنه وې او د غریبۍ او بې وسۍ نښې پکې له ورایه ښکارېدې.
 استاد ترې پوښتنه وکړه:
ـ تاسو چې له خلکو لرې په دې ځنګله کې اوسېږي غله دانه له کومه کوئ؟ دلته خو نه فصل شته او نه ښار.
د کور خاوند ورته وویل:
ـ موږ یوه غوا لرو، هره ورځ ډېرې شیدې کوي، شیدې په ښار کې خرڅوو او خپل د اړتیا وړ توکي پرې رانیسو. لږې شیدې چې پاتې شي، پنیر او مستې ترې جوړوو او خپله یې خورو.
استاده د کور له خاوند نه مننه کوي او له زده کوونکو سره په خپله مخ ځي.
 یو ځای کې استاد خپلو زده کوونکو ته وايي:
ـ هغه غوا د کور د خاوند ده، له کمرې یې لاندې وغورځوئ!
زده کوونکي حیرانېږي، خو اړ وي چې د خپل استاد خبره ومني، همداسې کوي، غوا له کمره لاندې غورځوي او په خپله مخ ځي.
کلونه وروسته هغه ځوان چې غوا یې وژلې وه، غټ مقام ته رسېږي، یوه ورځ پرېکړه کوي چې ځنګل ته لاړ شي او د کور له خاوند نه بښنه وغواړي او د غوا قیمت هم ورکړي.  ځوان چې کله ځنګله ته رسېږي ګوري چې د زړې جونګړې پر ځای ښکلې بنګله جوړه شوې ده، شاخوا یې ګڼې ونې او ګلان کرل شوي دي، د کور په انګړ کې ډول، ډول موټر ولاړ دي.
ځوان ورځي او د کور ور ټکوي، کله چې د کور خاوند راځي ګوري چې هماغه کورنۍ ده. ځوان لا حیرانېږي او د کور له خاوند نه پوښتنه کوي:
ـ ستاسو په ژوند کې دومره ستر بدلون؟ دا څنګه امکان لري؟ تاسو څه کړي دي؟
د کور خاوند وايی:
ـ موږه یوه غوا درلوده چې د شیدو له پلورلونه یې زموږه د کور مصارف پوره کېدل، هغه غوا له کمره نه ولوېده او مړه شوه. د کور د لګښتوت لپاره اړم شوم چې ځمکه کې فصل وکرم، د فصل پخېدل ډير وخت غواړي، نو اړ شوم چې ځنګله کې وچ لرګې راټول کړم او خرڅ یې کړم، کله مې چې وچې ونې وهلې نو اړ وم چې پر ځای نوي نیالګي کېنوم. نیالګیو پسې ښار ته لاړم، هلته مې نوې جامې، د کور اسباب او نور څیزونه ولیدل.
تر لومړي فصل پورې مو لږې ستونزې درلودې خو کله مې چې فصل ورسېده زموږ ټولې ستونزې حل شوې. بیا مې خپل کارو بار لا پراخه کړ، پمبه مې وکرله، پمبې نه مې رخت جوړ کړ. اوس مې ژوند ډير ښه دی، مخکې د غوا له مرګ نه مې هېڅ کله هم فکر نه و کړی چې د دې سیمې ځمکې به دومره ښه فصلونه کوي.
 
کابل
24/07/2015
( د مسعود لعلي له کتابه/ بهشت یا جهنم انتخاب به شماست)