
حکایت
وايي: د یوې شتمنې او یادې کورنۍ زلمی د زده کړې لپاره د سیمې وتلي ښوونکي ته ورځي، ځوان غواړي چې له هرچا او هر ډول پوهه او تجربه لاسته راوړي.
خو استاده ورته وایی:
ـ ته د شتمنې کورنۍ ځوان یې، تل دې په نورو امر کړی او تل نورو راوړې او تا خوړلې، ته زما شاګردي نه شې کولای.
ځوان ډاډ ورکوي چې دی د هرې سختې زغملو ته اماده دی. استاد یې ورسره مني خو په دې شرط چې زما اطاعت به کوې.
لومړنۍ دنده چې ور سپاري هغه د سیمې د عبادت ځای د پاک ساتلو مسولیت دی. ډیره موده د عبادت ځای پاکي او صفايي کوي او د استاد هر امر ته لبیک وایی.
یوه ورځ پخوانیو زده کوونکو خپل استاد ته وايي چې ځوان د اصلي زده کړو لپاره اماده دی، ازموینه کې بریالی شو خو استاد ویل چې وخت ته اړتیا لري.
یوه ورځ یې د خاورو خځلو سطل لاس کې و چې یو کس ورسره ټکړ وکړ او سطل ترې چپه شو، ځوان سخت په قهر شو:
ـ اخ کاش پخوا راسره مخ شوی وای، که دا عبادت ځای نه وای ما به درسره کتلي وو.
دا ډرامه استاد جوړه کړې وه، خپلو زده کوونکو ته یې وښودله چې ځوان لا هم د خپل تېر ژوند په بند کې اوسېږي.
بله ورځ همدا پېښه بیا تکرار شوه او ځوان بیا هم تند غبرګون وښوده، درېیم ځل عین کیسه بیا تکرار شوه، خو دا ځل ځوان هېڅ هم ونه ویل، خځلې یې ټولې کړې او په خپله مخه لاړ.
استاد خپلو زده کوونکو ته وویل:
ـ ځوان د زده کړې لپاره اماده دی، ماته یې راولئ!
۱۴/۰۷/۲۰۱۵
جلال اباد