د سیند باد سمندري سفرونه / اوولسمه برخه

 
ناول :
لیکوال : فرانسیس پالین
شپږم سمندري سفر :
په تېر پسې :
   ډېر وږی او تږی وم، له هغې وروسته به خپله کیسه درته وکړم .
  خلکو ماته خواړه او اوبه راوړل، خبره مې ورته سیند ته نیږدې له هغې کندې څخه پیل کړه . ومې ویل : سیند کندې ته دننه لاړه او زموږ کښتۍ هم ورسره لاړه، کله چې د تیږو له دېوالونو سره ولګېده، نو ماته شوه، ژړا مې پیل کړه، زما دوستان مړه شول! د هغه سفر په لړ کې په تیارو کې ډېر وېرېدلی وم !
  هغه کس، چې په عربي ژبه یې خبرې کولې، زما د کیسې پاتې برخه یې نورو ته وکړه، هغوی چیغې کړې. هغه سړي ماته وویل: ته اړ یې، چې خپله کیسه پاچا ته وکړې، موږ باید تا هغه ته ورولو .
  هغوی ماته یو آس راوست او موږ له سیند څخه لاړو، له یوه درې ورځني سیاحت وروسته د پاچا ښار ته ورسېدو او سړي د هغه لیدو ته ورغلل .
 پاچا زما کیسې ته غوږ ونیوه، هغه ماته، تر ټولو غوره جامې، خواړه، توکي او کور راکړ، ماته به یې هره ورځ یوه څه رالېږل او ما هم د خپل شپږ سمندري سفرونو په اړه هغه ته کیسه کوله، د بغداد په اړه یې له مانه پوښتنې کولې .
پاچا وویل : ستاسو ښار او ستر خلیفه هارون الرشید پېژنم، هغه ډېر ښه سړی دی، یوه ورځ مې د هغې کښتۍ په اړه، چې مسیر یې د بصرې په لور وو، واورېدل .
پاچا وویل : لاړشه او زما په اړه خپل خلیفه ته ووایه، باید ستا په لاس هغه ته یو لیک او ځینې قمېتي څیزون ور ولېږم او دغه راز تاته هم یوه اندازه قېمتي توکي درکړم .
ځواب مې ورکړ : له تا څخه ډېره زیاته مننه، زما له پاره د خوشالۍ خبره ده، چې هغه ستا په امر ورکړم، لیک دا ډول پیلېږي :
د سرندیپ پاچاهۍ د پاچا اندیس له خوا خپل ملګري ستر پاچا هارون الرشید ته او هغه له سرندیپ څخه ځینې ښکلي څیزونه ولېږل، د بصرې په لوري مې ښکلی سفر درلوده او د خلیفه له پاره مې ډېر څیزونه اخیستي ول، هغه زما کیسې ته غوږ ونیوه او په مهربانۍ یې له ماسره خبرې وکړې .
کله چې زه خپل کورته وګرځېدم او له خپلو دوستانو سره مې یو ځل بیا لیده کاته وشول، نو خلکو ته مې پرته له کومې بانې پیسې ورکولې .
نور بیا .....