
له پنده ډکه کیسه:
یوه ړنده نجلۍ وه، هغې نه یوازې له ځانه بلکې له ټولې نړۍ څخه یې کرکه لرله، مګر له یوه کس سره یې ډېره زیاته مینه لرله، خپل مین ته یې وویل : که چېرې د یوې شېبې له پاره هم وکولای شم، دنیا وګورم، نو هرومرو به له تاسره واده کووم او ستا د خوبونو شهزادګۍ به یم . همداسې وشول، هغه ورځ را غله کومه، چې دې یې هیله لرله، یوه ورځ یو کس دې ته چمتو شي، چې خپلې سترګې دې ړندې نجلۍ ته ورکړي، هغه کس خپلې سترګې ورکړې.
نجلۍ آسمان، ځمکه، سیندونه، ونې، خلک، او الوتونکي ولیدل او کرکې ترې کډه وکړه.
مین یې لیدو ته راغی او د خپلې پخوانۍ ژمنې یادونه یې ورته وکړه، کومه چې ډېره مخکې یې ورسره کړې وه او ورته وې ویل : راځه له ماسره واده وکړه، تاته خو معلومه ده، چې ډېر کلونه ستا په تمه ناست یم .
نجلۍ ورېږدېدله او له ځان سره یې وویل : زه څه تور بخت لرم، ولې ما نه پرېږدې ؟
مین یې هم ړوند وو. نجلۍ غوڅ ځواب ورکړ، چې زه له تاسره واده ته چمتو نه یم. مین یې خپل مخ بلې خوا ته واړاوه، چې نجلۍ خپل اوښکې نه شي لیدلای .
په داسې حال کې چې هغه له هغې نجلۍ ته، نو د تګ پرمهال یې هغې ته وویل : له ماسره په کلکه ژمنه وکړه، چې زما سترګې به سمې ساتې .
دا کیسه د دې ښکارندویي کوي، کله چې د انسان حالت بدلون مومي، په همغه کچه یې په فکر کې هم بدلون را منځته کېږي .
داسې لږ خلک شته، چې خپل تېر حالات نه هېروي او په هر حالت او شرایطو کې بدلون پکې نه راځي .
ژوند یو نعمت دی :
ـــ هر کله مو چې وغښتل له خپلې خولې څخه بده خبره را بهر کړئ، د هغه چا په اړه فکر وکړئ، چې خبرې نه شي کولای .
ـــ مخکې تر دې چې د خپلو خوړو له خوند څخه شکایت وکړئ، نو د هغه چا په اړه فکر وکړئ، چې اصلاً د خوړلو له پاره څه نه لري .
ـــ مخکې تر دې چې له خپلې مېرمنې څخه شکایت وکړئ، نو د هغه چا په اړه فکر وکړئ، چې د یوې مېرمنې د لرلو په موخه، تل د الله (ج) دربارته زارۍ او عذرونه کوي .
ـــ مخکې تر دې چې له خپلو زامنو څخه شکایت وکړئ، نو د هغه چا په اړه فکر وکړئ، چې د یوه زوی د لرو هیله لري، مګر شنډ دی .
ـــ مخکې تردې، چې د چا په لور د تهمت او یا غیبت ګوته پورته کړئ، نو په دې اړه فکر وکړئ، چې هیڅوک بېګناه نه دي او یوه خالق (ج) ته ځواب ورکوي .